د ضايع شويو وړتياوو پټه بيه

فکر وکړئ، يو ځوان د خپل عمر شل کاله په زده کړو تېر کړي، له پوهنتونه يا مدرسې فارغ شي، خو بيا کلونه د داسې کار په لټه کې وي چې خپله زده کړې پکې وکاروي. بل ځوان ښايي ښه وړتياوې ولري، خو د زده کړې فرصت ورته نه وي برابر شوی. دواړه په خپل هېواد کې پاتې دي، خو آيا هېواد يې له وړتياوو ګټه اخيستلې ده؟

د افغانستان د بشري ظرفيتونو ضايع کېدل يوازې په دې نه دي چې وړ او مسلکي خلک له هېواده وځي. ستره پوښتنه دا هم ده چې له هغو خلکو سره څه کېږي چې دلته پاتې دي؟ آيا د خپلو وړتياوو د ودې او کارولو فرصت لري، او که يې استعدادونه له کارولو پرته ورو ورو کمزوري کېږي؟

له هېواده تګ يوازې د ستونزې ښکاريدونکی اړخ دی. په اکثره حسابونو او خبرونو کې د وړ خلکو تګ ته ډيره پاملرنه کيږي. خو، هغوی چې دلته پاتې وي او له خپل ظرفيت او مهارت څخه په ډيره ټيټه کچه کار کوي، او مناسب فرصتونه ورته نه برابريږي، هغه له دې حساب او خبرونو پاتې وي. 

بې کاري، له ظرفيت څخه پر ټيټ څه بوختيدل او په مسلکي توګه نه فعاليت دا ټول د لاسه ورکول کيدونکي امکاناتو بيلګې دي. بې کاري او د وړتياوو نه کارول يو شی نه دي، خو دواړه کولای شي د بشري ظرفيتونو د ضايع کېدو سبب شي. ان يو څوک چې دنده لري، ښايي په داسې کار بوخت وي چې د خپلو زده کړو او مهارتونو ډېره کمه برخه پکې کاروي.

Diverse group of people in various professions and activities

تحصيلي سند د زده کړې ثبوت کېدای شي، خو تل د وړتيا ضمانت نه شي کېدای. اصلي پوښتنه دا ده چې له کلونو زده کړو وروسته يو څوک څه پوهېږي، څه کولای شي او خپلې زده کړې د کومې ستونزې د حل لپاره کارولی شي؟ 

که زده کړه د عملي ژوند له اړتياوو سره اړيکه ونه لري، فارغ به له سند سره بازار ته وړاندې شي، خو ښايي د کار لپاره اړين مهارتونه ونه لري. له بلې خوا، هغه څوک چې ښه مهارتونه هم لري، د مناسبو فرصتونو د نشتوالي له امله بې کاره پاتې کېدای شي. په دواړو حالتونو کې د زده کړې او کار ترمنځ واټن د ټولنې لپاره بيه لري.

که چيرې يو څوک څو کلونه پر زده کړه ولګوي، او په پای کې له داسې څه سره بازار ته وړاندې شي چې په مسلکي ژوند کې د عمل وړ نه وي، نو دوی ته به څه واياست. يا آن که څوک له ښو زده کړو سره فارغ شي، او بیا هم د دندې موندلو له ستونزو سره مخ وي، هغه به څرنګه نور قانع کړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

يو ځوان د کمپيوټر ساينس له پوهنځي فارغ شوی، خو د خپل مسلک کار نه مومي. څو کاله وروسته په داسې دنده بوخت وي چې له زده کړو سره يې اړيکه نه لري. ښايي له خپل نوي کاره ښه عايد هم ولري، خو هغه پوهه چې کلونه يې پر زده کړه لګولي وو، ورو ورو ترې هېرېږي.

د يونيسکو او يونيسيف د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ راپور وايي چې په افغانستان کې د لومړنيو زده کړو تر پايه ۹۳ سلنه ماشومان لا هم د لوستلو لومړنۍ وړتيا نه لري. دا يوازې د نن د زده کړو ستونزه نه ده، بلکې د سبا د بشري ظرفيتونو لپاره هم جدي ننګونه ده.

کله چې د ټولنې يو شمېر وګړي د خپلو وړتياوو د کارولو فرصت ونه لري، د پرمختګ بار د لږ شمېر خلکو پر اوږو پاتې کېږي. څومره چې ډېر خلک وکولای شي د خپلې پوهې او مهارتونو له لارې ونډه واخلي، هماغومره د ټولنې د پرمختګ امکانات پراخېږي.

کورنۍ، تعليمي ادارې او خپله زده کوونکي کلونه وخت، هڅې او امکانات مصرفوي تر څو يو څوک مسلکي وړتياوې ترلاسه کړي. که دغه شخص د خپلو مهارتونو د کارولو فرصت ومومي، نه يوازې خپل او د کورنۍ ژوند ښه کولای شي، بلکې د کار، نوښت او تجربو د لېږد له لارې ټولنې ته هم ګټه رسوي. خو د فرصتونو نشتوالی د دغې پانګونې ډېره برخه بې پايلې پرېښودلای شي.

د فرصتونو نشتوالی يوازې د تازه فارغ شويو ځوانانو ستونزه نه ده. تجربه لرونکي مسلکيان، له کډوالۍ راستنېدونکي کسان او د کليو او کوچنيو ښارونو اوسېدونکي هم ښايي د خپلو مهارتونو د کارولو مناسب امکانات ونه لري. په دې توګه، ټولنه له هغو تجربو او وړتياوو بې برخې پاتې کېږي چې په بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېدای شي.

دوه کسان ښايي يو شان استعداد او د زده کړې لېوالتيا ولري، خو که يو يې ښو زده کړو، ټکنالوژۍ، مسلکي اړيکو او اقتصادي فرصتونو ته لاسرسی ولري، او بل له دغو امکاناتو بې برخې وي، د دواړو لاسته راوړنې به ضرور يو شان نه وي. توپير به يوازې د دوی په شخصي هڅو کې نه وي، بلکې په هغو فرصتونو کې به هم وي چې ژوند ورته برابر کړي دي.

کله چې وړ خلک په خپله ټولنه او هېواد کې د خپلو وړتياوو قدر ونه ويني، ښايي کډوالي ورته يو غوره بديل ښکاره شي. البته هره کډوالي د استعدادونو د ضايع کېدو معنا نه لري. ځينې خلک د زده کړې، تجربې او پرمختګ لپاره بهر ته ځي او ښايي وروسته خپل هېواد ته هم ګټه ورسوي. اصلي اندېښنه هغه وخت پيدا کېږي چې يو وړ شخص يوازې د فرصتونو د نشتوالي له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شي.

موږ د هغو ماهرو کسانو شمېر حسابوو چې له هېواده وځي، د بې کارانو شمېر ثبتوو او د پوهنتونونو د فارغانو پر شمېر خبرې کوو. خو آيا کله مو د هغو وړتياوو د ضايع کېدو حساب هم کړی چې زموږ په منځ کې شته، خو د کارولو فرصت نه لري؟ 

يو هېواد خپل وړ خلک يوازې هغه وخت نه له لاسه ورکوي چې ترې ولاړ شي؛ کله ناکله يې همدلته، د خپلو سترګو مخې ته، د خپلو وړتياوو او ظرفيتونو د فرصتونو د کارولو نه شتون له کبله له لاسه ورکوي. 

(دا زموږ د دريو ليکنو لړۍ دوهمه ليکنه ده، لومړئ يې د استعدادونو نړيواله سيالي، افغانستان چيرې دی، په درېيمه برخه کې د استعدادو پر راتلونکي غږيږو)

ورته ليکنی: ظرفیت جوړونه، د کډوالۍ بل اړخ، يوازې روزنه د ظرفيت جوړونې پر معنا نه ده، د استعدادونو لټه، ولې ځينې دندې خلکو ته له نورو قدرمنې ښکاري؟ 


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

ځواب دلته پرېږدئ

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading