په يوه کور کې درې نسله اوسيږي. نيکه د خپل ژوند کيسې کوي، پلار د کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی او لمسی په خپل ټليفون کې له داسې نړۍ سره اړيکه لري چې ښايي د کور نورو غړو هیڅکله نه وي ليدلې. دوی ټولو ته يو بل ګران دي، خو د ژوند په ډېرو موضوعاتو کې يو بل سره نه شي پوهولای.
پوښتنه دا ده چې د دوی ترمنځ واټن چا پيدا کړی؟ عمر، زمانې، ټکنالوژۍ او که زموږ د يو بل د اورېدو کمزوري عادت؟ څرنګه درې نسله چې په یوه کور، ټولنه يا هېواد کې اوسيږي، د يو بل سره په خبره نه پوهيږي؟
د نسلونو ترمنځ د فکر توپیر طبیعي دی، خو ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې دا توپیر د یو بل د نه اورېدو او نه پوهېدو سبب شي. دا توپير او واټن د عمر له کبله نه وي، بلکه د هغو نړیو او چاپيريالونو د بدلون له کبله وي، چې دا نسلونه پکې راستر شوي دي، هغه تجربې چې د دوی پر فکر يې اغېزه کړې ده او هغه تمې چې دوی يې له ژوند څخه لري.
په يوه کور کې پلار او زوی ژوند کړي. پلار ته يې برياليتوب په يوه تلپاتې او مستقله دنده کې ښکاري، داسې څه چې سهار ولاړ شي، کار وکړي او ماښام راشي، او د عمر په پای کې تقاعد ولري. خو، زوی يې خپلواکي غواړي، خپل کاروبار او که نه وي خارج ته تګ. دا نه ده چې دوی کې دی يو غلط وي، يوازې دومره ده چې دوی په ژوند کې له مختلفو تجربو تير شوي دي، او بیلې تمې لري.
افغانستان د انقلابونو وطن دی. پدې تېرو څو لسیزو کې له پرله پسې سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو تېر شوی، چې د هر نسل پر فکر، تجربو او تمو یې بېلابېلې اغېزې کړې دي. هر نسل يې څلور پنځه انقلابونه تجربه کړې دي. پداسې يوه هېواد کې چې يو نسل يې په جنګونو کې راستر شوی وي، بل يې پوهنتونونو، زده کړو او انټرنيټ ته پراخيدونکی لاسرسۍ په زمانه کې ستر شوی وي او بل يې اوس ځوانۍ ته داخليږي، ټول به د فرصتونو، ابهام او ټولنيزو توقعاتو په اړه مختلف فکرونه ولري.
تاريخ يا له هغې څخه درس اخيستنه هر چا لپاره بيله معنا لري، آن په هغه صورت کې هم، چيرې ټول له ورته پيښو او پرمختګونو تير شوي وي.
لدې سره بيا د ټکنالوژئ بحث دی. پخوا دا فکر وو چې مشران د زده کړې او تجربو مهمه زيرمه ده. نن ځوانان ښايي داسې معلومات او مهارتونه ولري چې مشران ورسره اشنا نه وي، خو مشران بیا داسې تجربې لري چې ځوانانو لا نه دي ترلاسه کړې. معلومات تل د پوهې او تجربه تل د سم قضاوت معنا نه لري.
دا په دې معنا نه ده چې نن تجربه مهمه نه ده، بلکه دا ده هغه طريقه نن بدله شوې ده، چې په يوه کورنۍ کې اختيار او پوهه يې سره ويشله. نن ښايي ډير خلک خپل مشر ته درناوی ولري، خو د ژوند په اړه د هغې مشورې او پوهې ته له بل اړخه وګوري.
پوښتنه دا ده چې، پداسې حالاتو کې څه کيږي چې عمر د درناوي او احترام سبب وي، خو د پراخې پوهې زيرمه نه وي؟
اکثراً له درناوي څخه د تابعيت معنا اخيستل کيږي. دا تمه وي چې د مشرانو هره خبره بايد ومنل شي، مهمه نه ده چې دا پريکړه او خبره څومره په تول برابره ده. همداسې ځوانان بيا خپلواکي او مسؤليت سره ګډوډوي. ضرور نه ده چې د مشر هره پریکړه دې سمه وي، يا خپلواکه ځوان دې مسؤل ځوان هم وي. ځوانانو لپاره له خپلواکۍ سره مسؤليت هم شته، که د خپلې پريکړې اختيار غواړي، نو بيا يې بايد د عواقبو مسؤلیت هم قبول کړي.
یو پلار چې د خپل اولاد د زده کړو لپاره یې کلونه زحمت ایستلی، ښايي د هغه خپلواکه پرېکړه د خپلې قربانۍ نه منل وګڼي. خو اولاد یې فکر کوي چې د خپل ژوند په اړه د پرېکړې حق لري.
درناوی د هرې خبرې منل نه دي، لکه څنګه چې خپلواکي له مسؤلیت څخه خلاصون نه دی. ځوانان کولای شي له مشرانو سره اختلاف ولري او بیا هم درناوی ورته وکړي، او مشران کولای شي لارښوونه وکړي، بې له دې چې د هرې پرېکړې واک په لاس کې ولري.
ضرور نه ده چې له مشر سره اختلاف دې د بې احترامۍ په ډله کې راشي. دغه توازن چې ځوانان کولای شي په خپلواکه توګه خپلې پریکړې وکړي، او مشران لارښونه ورته ولري خو په بې احترامۍ يې وانخلي، بايد سره په تعادل کې واوسي. هر يو بايد ځان لپاره د برياليتوب تعريف ولري.
د بریالیتوب تعریف هم له نسله تر نسله بدلېږي. هغه څه چې د یوه نسل لپاره د ژوند ثبات دی، د بل لپاره ښايي محدودیت وي. دا توپیر تل د سم او ناسم مسئله نه وي، بلکې د شرایطو او لومړیتوبونو توپیر وي.
ځينو لپاره برياليتوب ښايي ښه دنده، خپل کور او د کورنۍ ښه پالنه واوسي. د بل لپاره به خپلواکي، مسلکي قناعت، ګرځيدنه او په مالي توګه پر خپلو پښو دریدل وي. هر څوک د خپلو لومړيتوبونو په اساس ځان لپاره دا برياليتوب تعريفوي. ښه او بد نه لري. يوازې دومره ده چې د ټولنې ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو سره دغه تعريفونه هم بدليږي.
د نسلونو تر منځ د دغه توپير تر ټولو ګواښونکی اړخ د يو بل نه درک دی، غوږ نه نيول دي او نه اوريدل دي. والدين ممکن چوپتيا ته د توافق په سترګه وګوري، خو ماشومان ښايي لدې کبله چوپ وي، چې والدين د دوی په هره خبره کې نقص لټوي.
پخواني نسل سره د لاتعلقۍ احساس وي، چې څوک مې په غم کې نه دي، نوي نسل سره د نه اوريدنې غم وي، چې څوک مې خبره نه اوري. مشران ګیله کوي چې نور یې څوک خبرې ته غوږ نه نیسي، او کشران شکایت کوي چې هېڅوک یې په احساساتو او غوښتنو نه پوهېږي. دواړه د نه اورېدل کېدو احساس لري، خو یو بل د دې حالت مسؤل ګڼي.
بيا د دوی دواړو تر منځ تر ټولو ستر تاوان رسوونکی ټکی هغه واټن وي چې له کبله يې رامنځ ته کيږي. دا له اختلافه هم تاواني پدې وي چې بیا سره نه کيني او نه اوري. مشران ژوند ته د پای د ټکي په توګه ګوري، چې لنډ دی، سبا به نه يم، او کشران فکر کړي چې سپين ږيری دی مه يې په عذابوه.
دوی تر منځ مينه وي، اخلاص وي، د يو بل بد نه غواړي، خو پر دې سره نه پوهيږي چې يو بل ته سره کيني او سره سرخلاص کړي، مشرانو ژوند وکړ، کولای شي پخوا له نن سره وتړي، کشران راتلونکي ته ژوند کړي، کولای شي نن له سبا سره نښلوي.
ښايي دغه واټن د عمرونو نه، بلکې د هغو خبرو وي چې نه دي اورېدل شوې. مشران د پرون تجربې لري او کشران د سبا هیلې؛ که یو بل ته غوږ ونیسي، ښايي د نن غوره ژوند لپاره ګډه ژبه او هیله پیدا کړي.
ورته ليکنی: د قناعت ورکولو له نسلونو راپاتې اصل، ولې ځينې دندې خلکو ته له نورو قدرمنې ښکاري؟، نوي جوړولو پسې ګرځو، خو پر پخواني څه کړو؟، پوهيږو ډير، خو عمل چيرې؟






ځواب دلته پرېږدئ