له کمپيوټر سره مينه يا روږدتيا

آیا کله مو فکر کړې چې موږ څومره وخت له ټکنالوژئ سره تيروو، هغه له موبايله نيولې تر ټېبلېټ او کمپيوټرونو ټول پکې رانغاړو، او څومره وخت مو په ټولنيز ژوند کې تيريږي.

کمپيوټري روږدتيا يو اصل دی، تر اوسه اروا پوهانو يا د مسلک متخصصينو له کمپيوټر سره ډېره مينه د روږدتيا په ډله کې نه ده ور اچولې خو يو پريکنده اکثريت يې دا مني چې د ځينو انسانانو له کمپيوټر يا ټکنالوژئ سره ارتباط له صحي بريده ور اوړي او اکثره وختونه له اړتيا ډير وخت ورسره تيروي.

د يوې نوې څيړنې له مخې ځينې خلک په ورځ کې ۱۵ ساعتونو ډير آنلاين/ پر انټرنېټ تيروي، د انټرنېټ په نه شتون کې خپګان احساسوي، ځان د انټرنېټ استعمال پر مهال نشي کنټرولولای يعنې د وخت حساب ترې ورکيږي او د ډېر استعمال وروسته يې د پښيمانئ احساس کوي، هر کله چې انټرنېټ يا کومه ځانګړې ويبپاڼه کاروي نو که څوک يې پام ورپرې کړي يا مداخله وکړي نو قهريږي او د انټرنېټ د شتون پر مهال بې حده خوښ وي او د نشتون په صورت کې ځان خپه احساسوي، دا او ورته ټولې نښې له ډېر وړاندې ارواپوهانو له روږدتيا سره تړلې دي او دا ځکه چې د روږد ټول ژوند او خوښې تر نشې راتاوه وي.

د ټکنالوژئ نړۍ تر ډېره د يووالي په لور روانه ده، چيرې چې تاسې د يوې وسيلې له لارې خپلې ټولې چارې اجرا کوئ، له دفتري کارونو نيولي تر بانکي چارو تر ټولنيزو چارو تر ساعتيرئ پورې ټول اوس د ټکنالوژئ له لارې شوني دي، د وړ ټکنالوژئ وسيلې (موبايل، ټېب يا ليپټاپ) او انټرنېټ اړيکې له لارې تاسې له خپل ځای څخه هر څه اجرا کولای شئ، چې دا د ټکنالوژئ وسيلې د ډير استعمال سبب ګرځي او موږ د ژوند نږدې هرې چارې لپاره ورته محتاجيږو.

ښه نو پدې کې تاوان څه دی، انسان به په ټکنالوژيکه توګه پرمختګ وکړي او ښه هم دی ځکه موږ به نورو ډيرو چارو ته وزګار شو، ټکنالوژئ د انسان پخوانئ رواجي چارې آسانې کړي دي، د ټليفون او ايميل له لارې ډېرې ستونزې حليږي، اوس خو آن د جنازو او ختمونو اعلانونه هم د فيسبوک له لارې کيږي جنازه به ورته پرته وي خو تر څو چې يې خپل د فيسبوک سټيټس نه وي آپ ډيټ کړې تر هغې مړې له ځايه نه خوځوي، او ورسره نور هم مجبوروي چې فيسبوک يې تل فعاله وي تر څو له مړي ژوندي پاتې نه شي، خو لدې سره څرګنده تاوانونه هم لري، موږ که هر څومره پرمختګ وکړو خو بيا هم يو څه فزيکي منډې ته اړتيا لرو، پر يوه ځاي ناست د ټکنالوژئ کارول روغتيايي او ټولنيزې ستونزې رازيږوي.

د نن ځوان نسل په ځانګړي ډول هغوی چې ټکنالوژۍ ته بې خرته لاسرسی لري په هغوی کې د ټولنيزه او روغتيايي ستونزو نښې نښانې له ورايه ليدل کيږي.

په روغتيايي ډول خيټې لويې شوې دي، د زړه او شکر مرضونه را ډېر شوي دي، او په ځوانئ کې سپين تارونه د ډيرو په ويښتو کې ليدل کيږي، د لېنډاوالي خو هيڅ مه پوښته او لدې ټولو سره هغه نسل چې له ټکنالوژئ سره نابلد دی زموږ ټولنيزې اړيکې ورسره ورو ورو پرې کيږي.

په ټولنيز ډول سره لدې چې د مفاهمې او ټولنيزې اړيکو وسيلې ډيرې شوې دي خو موږ د ټولنيز دود له ننګونې سره مخ يو، په يوه کوټه کې به درې څلور نفره ناست وي ټول به يې پر فيسبوک بوخت وي او بيرته به بيا له يو بل سره د همدې فيسبوک په اړه بحث کوي، هر څه چې له ضرورته ډير استعمال شي خپل تاوانونه او ننګونې زيږوي، د کمپيوټر يا ټولنيزې ميډيا روږدتيا تر ټولو خطرناکه اړخ په ټولنه کې د هغې قبوليت دی، په ټوله نړئ کې ټکنالوژئ ته په ښه سترګه کتل کيږي او له اړتيا ډير استعمال يې بد نه ګڼل کيږي، په نورو نشو کې نشه يې توکې ټول بد انګيري خو دلته نشه يې توکې مثبت او زحمت نښه ګڼل کيږي.

زموږ ټولنه ممکن په اوسني حالت کې لدې ننګونې سره دومره مخ نه شي ځکه زموږ د انټرنېټ استعمال تر ډېره يوازې د ايميل، خبرونو او فيسبوک يا ټولنيزې ميډيا پورې محدودی دی، د روږدتيا يو تر ټولو لوی عامل ټولنيزې لوبې چې پر انټرنېټ کيږي او فيسبوک دی، دا دواړه مقابل لورې ته استعمالوونکی غواړي په افغانستان کې د سواد او مخابراتو ضعيفه زيربناوو له کبله انټرنېټ دومره مروج نه دی خو هغوی چې انټرنېټ ته لاسرسی لري، په هغوی کې د ډير استعمال نښې ښکاري.

په دفترونو کې مو داسې ډير خلک ليدلي چې د فيسبوک او انټرنېټ بې ځايه استعمال له کبله خپل اهدافو ته نه رسيږي او کارونه پر وخت نه خلاصوي ورسره د استعمال له کبله يې بې زغمه او بې ځايه په قهر وي.

هر څه حل لري او دا د باسواده غټانو ستونزه ده، هغوی چې انټرنېټ کاروي لږ تر لږه بنسټيزه سواد لري او کولای شي چې خپل ژوند کنټرول کړي، ټکنالوژي سره لدې چې راښکون لري خو بايد له اړتيا ډيره ونه کارول شي، لدې پرته پر اعصابو، اخلاقو او وجود د ټکنالوژئ ناوړه اغېزې ډېرو څيړنو راڅرګندې کړي دي، ورسره پر سترګو يې اغېزې خو موږ ټولو ليدلي دي.

له کمپيوټر کار واخلئ مينه ورسره مه کوئ، مينې لپاره د خدای بنده پيدا کړئ، سم خلک همداسې کوي!!!



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:

1 reply

Trackbacks

  1. پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو | مديريت او ټکنالوژي

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: