د پروژې ريسک معلومولو پروسه

risk-management

ريسک هغه مبهمه پديده يا پيښه ده چې موږ سره يې د پيښيدو لپاره دقيق معلومات نه وي، خو که واقع شي نو پر پروژه او زموږ پر چارو مثبته يا منفي اغېزه ښندلای شي. ريسک عموماً پر دوو پراخو کتګوريو ويشل کيږي چې يو يې منفي ريسک وي چې تهديد يا Threat او بل يې مثبت ريسک وي چې فرصت يا Opportunity بلل کيږي، دا دواړه له اوله حدس وهل کيږي او اړونده غبرګون ورته تياريږي.

د ريسک تاثير پر پروژه بيا له دوو لارو ارزول کيږي، لومړی د ريسک اغېزه يا Impact او دوهم يې د هغې د واقع کيدو امکان يا Probability ده، که چيرې د ريسک اغېزه ډيره پراخه او حياتي وي خو د واقع کيدو امکان يې کم وي، او ورسره ورته ډول که امکان د پيښيدو يې لوړ وي خو اغېزه يې کمه وي د دواړو مالي نتيجه يو ډول راوځي، ځکه د ريسک مالي اړخ معلومولو لپاره اغېزه او امکان سره دواړه ضربيږي چې په نتيجه کې يې د ريسک مدير پوهيږي چې ريسک به ورته په څو تمام شي.

په لومړي ډول ريسک يعنې تهديد کې موږ هڅه کوو چې مخه يې ونيسو او اغېزه يې تر اعظمي حده را ټيټه کړو او که ونشو کړای چې اغېزه يې کمه کړو نو د ناوړه اغيزو اداره کولو لپاره يې ټاکلي غبرګون تياروو چې پدې کې د اغېزې کمول، د ريسک لرونکي فعاليت له منځه وړل يا له پروژې ويستل، ريسک بل ته سپارل يا پرې خرڅول او د ريسک قبلول شامل دي

همداسې د مثبت ريسک يا فرصت لپاره هڅه کوو چې د هغې اغېزه پراخه کړو، واقع کيدل يې باوري کړو، له ملګرو سره يې شريک کړو او يا يې قبول کړو او کله چې واقع شي نو اعظمي ګټه ترې واخلو.

مخکې لدې څخه چې موږ د پروژې عمل ته ولاړ شو، د پروژې د پلانولو پر مهال ريسک پيژندل يو تر ټولو جامع او تفصيلي هڅه ده، دلته موږ د پروژې له هر دخيل شخص او ادارې سره ګورو او معلوموو چې هغه د پروژې يا ځانګړو فعاليتونو لپاره څه ريسکونه ويني او پدې کې تهدیدونه او فرصتونه دواړه شاملوو.

هر کله چې موږ له ټولو سره وليدل او اړونده ريسکونه مو راغونډ کړل ورسره د هغه شخص، نيټه او اداري پس منظر يا د هغې موقف ليکو تر څو پوه شو ولې هغه اړونده چاره ريسک بولي. لدې وروسته موږ د ريسک ليسټ جوړوو او وړاندې يې ارزوو.

موږ د ريسکونو اوږد ليسټ جوړ کړ، اوس څرنګه پوهيږو چې کوم يو يې پر غبرګون ارزي، دلته موږ ټول ريسک رااخلو او کيفيتي ارزونه (Qualitative Analysis) يې کوو، دا ارزونه موږ ته ښيي چې کوم يو ريسک د پيښيدو امکان لري، دا امکان څومره دی، د ريسک اغېزه به څه وي، څه پيښيږي، او چيرې د پروژې په کوم پړاو کې پيښيدو امکان لري.

هر کله چې موږ کليدي يا مهم ريسک معلوم کړل ورپسې د هر ريسک اغېزې ته کيميتي ارزښت ورکوو، يعنې که ناوړه اغېزه لري نو هغې اغېزې ته بيه ورکوو، که چيرې پر وخت اغېزه کړي نو ورځې يا د خپلې پروژې وخت اندازه کوونکي واحد شمېر ورکوو، يعنې که پروژه مو په ورځو حسابيږي نو اغېزه يې پر ورځو شمېرو، ياده مو وي چې د پروژې کيميتي ارزونه ډېره ستړې کوونکي او وخت نيوونکې پروسه ده، نو ځکه ډيرې پروژې يوازې تر کيفيتي ارزونې پورې ځان محدودوي او مستقيماً د هر ريسک لپاره ځوابونه برابروي.

د پروژې کيفيتي ارزونې په پای کې موږ د ريسک لوړ، منځنی او ټيټ معيارونه لاسته راوړو، يعنې کوم ريسک د پيښيدو لوړ امکان لري او لوړه اغېزه لري، همداسې راځو او ټول ريسکونه په همدې تله تلو، ورپسې په کيميتي ريسک ارزونه (Quantitative Risk Analysis) کې همدې لوړ ته مادي/شميريز ارزښت ورکوو، يعنې کله چې موږ لوړ ريسک يادوو نو دا پدې معنا چې د ريسک اغېزه له يو ميليون افغانئ يا له هغې لوړه او د پيښيدو امکان يې د ٪۶۰ يا لوړ دی، دا په هغه صورت کې چې اغېزه او امکان يې دواړه لوړ وي، ممکن داسې لوړ ريسکونه هم ولرو چې اغېزه يې له يو ميليون لوړه خو د پيښيدو امکان يې تر لسو فيصدو هم ټيټ وي.

په پروژه کې بېشميره ريسکونو حسابيږي، خو ضرور نه ده چې هغوی ټولو ته دې ځواب برابر شي، له همدې کبله موږ د کيفيتي او ځيني وخت له کيميتي ارزونې ورورسته د ريسک له پاره غبرګون پلانوو، د ريسک غبرګون تل بايد له وړاندې پلان شوې وي، عموماً داسې انګيرل کيږي چې د پروژې بهتره مديريت هغه دی چې د پروژې نږدې ۹۰ په سلو کې ريسکونو لپاره تاسې له وړاندې غبرګون پلان کړی وي او پاتې لس فيصده چې عموماً طبعي آفات لکه زلزله وي هغې لپاره مديريتي زيرمه ولرئ ، نور ټول ريسکونه بايد له وړاندې پيشبيني شوي او ورته د غبرګون پلان موجود وي.

د پروژې ريسک معلومول د پروژې مديريت يو له تر ټولو مهم او کليدي پروسه ده چې د پروژې ټول ذيدخله اشخاص پکې شامل وي، او د پروژې ريسک څيړل يو له هغه محدودو مواردو څخه دی چې د پروژې په هره جلسه کې څيړل کيږي.

په راتلونکي ليکنو کې به موږ د ريسک څيړلو پر وسايلو، د اغېزې او امکان پر معلومولو او ريسک غبرګون پر بيلابيلو ستراتيژيو غږيږو.



ټولي:Risk Management

ټگونه:, , ,

2 replies

Trackbacks

  1. ريسک و ستراتيژیهای مديريت آن | مديريت او ټکنالوژي
  2. ويره او ابهام – د روغتيايي وبا په صورت کې ادارو او کارکوونکو ته ځينې وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: