پر سوشل ميډيا شريکول

بيګا ميلمستيا ته تللې وم، ټوله شپه مې د تشناب او کټ تر منځ تيره کړه، ژيړ رنګ به يې نيولې ويonline sharing

ډېر خوندور خوراک وو، له ملګرو سره په ميله کې، د خوراک عکس سره

خدای دې په ريا کې نه حسابوي، د شوال شپږواړه روژې مې ونيولې، ورسره به جاينماز ناست وي

ډېر ښکلې ښکاري، پرون شهيد شو بيا به د مړي عکس وي، دا به يې خواته ولاړ وي

داسې او ورته ډېر اعلانونه به پر فيسبوک وګورئ، ښځه د خپل ميړه صفت کړي او ميړه له هغه ځايه خپلې ښځې ته د مينې او وفا اقرارونه راليږي، پخوا هغه څه چې محرم ګڼل کيدل نن په ډېر فخر نړئ ته رسول کيږي.

د ټکنالوژئ پدې پېر کې محرميت له منځه تللې دی او د محرميت هغه پخواني تعريفونه نن آن ډېرو هېوادونو په خپلو قوانينو کې هم بدل کړي دي، نن موږ په يوه نښتی نړئ کې ژوند کوو چې ټکنالوژي او په ځانګړي ډول انټرنېټ زموږ د ژوند هره برخه رانغاړي، زموږ له کاروباري ژوند نيولې تر ټولنيز او شخصي ژوند پورې انټرنېټ په ځانګړي ډول فيسبوک يوه نه بيليدونکي برخه ده.

فيسبوک د سوشل ميډيا ډلې تر ټولو مشهور او پرنفوذه غړی په افغانستان کې پراخه استعمالوونکي لري، او د افغانستان د انټرنېټ پراخيدونکي پوښښ او موبايلونو ترويج له کبله دا استعمالوونکي نور هم په ډېريدو دي، دلته له شخصي استعماله نيولې تر دفتري او سياسي استعمال پورې هره تجربه پرې شوې ده، له عادي فرد نيولي تر ولسمشره فيسبوک کاروي، او يوه موازي نړئ ده چې هر څه پکې د هر چا لپاره شته.

سره لدې چې زموږ محرميت مخ په ختميدو دی او د يوې تڼئ پر کېکاږلو يوه شخصي لحظه ولسي کيږي خو مخکې لدې چې يو څه فيسبوک ته شي له ځانه بايد وپوښتو، آیا لدې بايد څوک خبر شي، ولې خبر شي، خلک به پرې څه فکر وکړي او پنځه کاله وروسته که زه همدا پوسټ وګورم نو ځان به راته څنګه ښکاره شي او تر ټولو مهمه آیا دا پوسټ زما په وړاندې يا خلاف کاريدلی شي.

بيلابيلو څيړنو ښودلې چې د ميډيا بېځايه شخصيت جوړولو او له هر څه شهرت لوړ ګڼلو پدې منډه کې انسانان په دوامداره توګه نارساسيست او خودخواه کيږي، چې همدا د خودخواهئ احساس ځينو وګړو ته له اړتيا زيات د ځان اهميت احساس ورکوي، چې فيسبوک په څير شرکتونه د انسان له همدې احساسه تجارتي ګټه اخلي.

فيسبوک يو تجارتي شرکت دی چې د خپلو کاروونکو معلومات د کاروباري، سياسي او جاسوسئ موخو لپاره کاروي، پدې لنډو کې دې شرکت د خپلو کاروونکو له اجازه پرته د هغوی د شخصي معلوماتو پر کارولو پر همدوی تجربې وکړې د هغوی ذوقونه يې بدل کړل او قصداً داسې لورو ته يې رهنمايي کړل چې هغوی نه غوښتل خو فيسبوک د دوی پخوانيو ټاکنو او فعاليتونو په رڼا کې هغې لور ته سوق کړل.

ورسره فيسبوک د امريکايي د قوانينو تابع دی، داسې پريکنده شواهد شته چې له امنيتي چارواکو سره يې د وګړو احوال شريک کړی، داسې ډېر وګړي چې دوی ته تروريستان ښکاري د همدوی د فيسبوک د فعاليت له کبله محاکمه شوي، ورسره له پيل څخه فيسبوک له ځان څخه دا تور پاک نشو کړای چې د سي آی ای په مرسته چليږي.

نورې نړئ لکه روس او چين خپل د ټولنيز ميډيا او سوشل نيټورک ويبپاڼې او سيسټمونه جوړ کړي دي، په چين کې خو اکثره وختونه فيسبوک بند وي، پدې افغانستان کې داسې شواهد شته چې ځيني امريکايي امنيتي شرکتونو له استخدامه وړاندې عاريضينو ته د هغوی د فيسبوک ټول معلومات چاپ ورکړي دي يعنې دوی د هغوی محرم او غېر محرم معلوماتو ته لاسرسې درلود.

د ګوګل يو شريک ايريک شمت وايي هغه څه چې نه غواړې خلک پرې خبر شي بايد له سره يې ونه کړې، يعنې هيڅ يې بايد پر آنلاین شريک نه کړې ضرور نه ده چې له ملګرو سره يې شريکوې يا يوازې يې په خپل آنلاين اکاونټ کې ساتی، نن سبا خو د بريښناليک او عکسونو اکاونټونه او ان ای کلاوډ او ډراپ بکس هم خوندي نه دي، هر څه راسپړيدای شي.

انسان په دوامداره توګه له بيلابيلو احساساتو تيريږي، د احساس تعريف همدا دې چې لنډمهاله وي، مؤقت وي تيريږي، د مؤقت احساس نتيجه يا فکر پر فيسبوک شريکول هغه تلپاتې کوي، او دا تلپاتې شريکول به له تاسې سره تل تړلي وي مهمه نه ده که وروسته پاک شي يا له خپل حساب څخه يې ليرې کړئ هغه څه چې يو ځل آنلاين شو د هغې پاکول نږدې ناممکنه کيږي.

نو ځکه مخکې لدې چې يو څه تلپاتې کړئ له ځانه بايد وپوښتئ دا په شريکولو ارزي، که زما حالت بدل شي بيا هم غواړم چې پر دې ياد شم يا له ما پورې وتړل شي او تر ټولو مهمه آیا که يو بل څوک لکه استخداموونکی دا وګوري نو زما باره کې به څه فکر وکړي.



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , ,

2 replies

Trackbacks

  1. دولتي مامورين او فیسبوک | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. ولې اوږد فکر مهم دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: