موږ پوهه هغه معلوماتو او مهارتونو ته وايو چې د تجربې او درس له لارې يې يو شخص حاصلوي، کله چې دا پوهه په عملي توګه استعمال شي شخص ذکي کيږي او دوامداره ذکي شخص حکيم او هوښيار وي.
پوهه له معلوماتو او مهارتونو جوړه وي چې په يوه چاپيريال کې کار کوي، په هوښيارتيا کې چاپيريال کلیدي رول لري، د هوښيارتيا لپاره نړيوال معيار نشته چې يو څوک دې هر ځای يا هر څه هوښيار وي. موږ داسې ډېر بهرني او ملي سلاکاران وليدل چې له دوکتوراوو او خارج کې له کلونو تجربو سره بيا هم په افغانستان کې ونه چليدل، او داسې ډېر افغانان شته چې له لوړ تحصيل او تجربې سره خارج کې مناسب ژوند نه لري. يا د دولت تکړه مامور ضرور نه ده چې شخصي سکتور کې همدومره تکړه وي او ورسره د شخصي سکتور کارکوونکی به له دولت سره بلديدو لپاره وخت ته اړتيا ولري.
موږ په بازار يا چاپيريال کې د سيال پاتېدو لپاره بايد دوامداره پر خپل پوهه او مهارتونو کار وکړو، هغه مهارت چې نن بازار لري ضرور نه ده چې له نن څخه دې پنځه کاله وروسته هم همدومره ګټور وي.
هره پوهه خپله يوه نيټه لري او انسان بايد په دوامداره توګه زده کړه وکړي، لکه رازونه تر هغې خپل ارزښت لري چې راڅرګند شوي نه وي هر کله چې يو راز خپله د شخص يا بل چا په وسيله وسپړل شو نو خپل ارزښت له لاسه ورکوي، همداسې مسلکي پوهه هم ده پر پوهه اساس مسلکونو مسلکيان تل پوهيږي چې په دوامداره توګه بايد سمه پوهه تر ګوتو او عملي کړي.
نن د ټکنالوژئ او پوهې سره نغښتل د هر مسلک غړی مجبور کړی چې خپل توانونه نوي او له زمانې سره همغږي وساتي، نن د ترکاڼئ او قصابئ له ساده مسلکونو نيولي د پوه کمپيوټر پروګرامونو او هستوي سلاوو مسلکيانو ټولو پورې مجبور کړي چې په دوامداره توګه د خپلو مهارتونو لوړ او نوي ساتلو لپاره هڅې وکړي. د نن ترکاڼ او قصاب بريښنايي ارو او وسايلو او همداسې د کمپيوټر او نورو مسلکيان د ډيزاين نوو ميتودولوژيو ته اړتيا لري.
مامور به تل د هغې د پوهې زيږونې سويې پر اساس تلل کيږي، د ډيرې پوهې زيږوونکي مامور قدر به تل زيات وي اوس چې څومره دا پوهه عمل ته اچول کيږي بل بحث دی ځکه يو فعاليت ته د زيرمو ځانګړي کول عموماً د يو شخص وس کار نه وي، او تر ډيره د ادارې لوړ مديريت تر مسؤليته وي چې کوم نظر راوڅيړي او عملي کړي، خو د ښه نظر ورکول او هغه نظر ته د عمل کړنلاره جوړول د هر مامور وس خبره ده، او د نظر په رامنځته کولو کې د پوهې اهميت له پامه نشي غورځول کيدای.
د شخص آزادي د هغې پر اقتصادي حالت متکي ده، هغه څوک يا اداره چې دې شخص ته اقتصادي امکانات برابروي د ده آزادي په لاس کې لري، اقتصادي آزادي مستقيماً له پوهې او مهارتونو سره اړيکه لري، که چيرې د يوه شخص يوازې هغه مهارتونه زده وي چې په يوه خاصه اداره کې کاريږي نو دا شخص د هغې ادارې غېر مستقيم په واک کې دی تر څو چې هغه اداره وي دده کار به روان وي د اداری له سقوط سره د ده مسلک هم سيند لاهو کړ، موږ داسې مهارتونه وليدل چې اوس بازار نه لري لکه فاکس ماشينونه جوړوونکی، پخوانيو پرنټرونو جوړوونکي، ويډيو کرايه ورکوونکی، پخوانئ کمرې او عکاسان او داسې نور بېشمېره خلکو خپل مسلکونه يا د ټکنالوژئ د بدلون او يا له زمانې سره د ځان نه عيارولو او ځوان کاري ځواک له کار وويستل.
زموږ پرمختګ زموږ پر پوهه او مهارتونو ولاړ دی، نن موږ نشو کولای چې له پوهنتونه راوتلو سره کتابونه هم قلف کړو موږ بايد دوامداره زده کړو تر څو سيال پاتې شو، له هرې ورځ زيات نن موږ له پوهنتونه نوي فارغين لرو، نږدې هر مسلک نړيوال منل شوي سندونه لري چې هره ورځ يې په سلګونو خلک اخلي او ورسره د کار طريقې او ټکنالوژئ دوامداره بدليږي، تلپاتې دندې تر هغې تلپاتې وي چې تاسې د ادارې له اړتياوو سره سم مهارتونه ولرئ که تاسې يې ښه څوک پيدا کړل نو ريزومي په لاس به له ما وړاندې دندې پسې ګرځئ.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ