ادارې پروسو، راپورونو، منظوريو او اسنادو ته اړتيا لري. خو، ستونزه هغه وخت پيدا کيږي کله چې د دغو اسنادو او پروسو پوره کول له اصل هدف او نتیجې مهم شي.
اصلاً خو هره پروسه بايد د يوه مقصد لپاره واوسي. فورمونه، منظورئ، راپورونه او جلسې د کار بهتره، ګړندي او مناسبې اجرا لپاره وي، که چيرې دا ګامونه دغه مقصد نه پوره کوي، نو بايد له منځه يوړلی يا اصلاح شي.
د اجرااتو لپاره رامنځ ته کيدونکي اسناد د کار شواهد دي، پخپله کار نه دی. پوره يا اجرا شوی فورم دا ښيي چې اړوند قدمونه په ښه توګه سر ته رسيدلي دي، خو دا نه ښيي چې هغه ستونزه حل شوې چې د څه لپاره چې دا فورم اجرا شوی وو، يا موږ خپلې اړوند نتيجې ته رسيدلي يو.
د فورمونو، ورکشاپونو، جلسو، راپورونو، برخوالو، ليدنو کتنو او نورو اندازه کول اسانه دي. د فعاليتونو شميرل او تلل له اغيزې آسانه دي. څوک کولای شي دا ووايي چې مثلاً دومره جلسې دايرې شوې، خو دا نه شي ویلای چې د دې جلسو له کبله کوم سلوک بدل شو، کوم خدمت بهتره شو يا څرنګه ښې پريکړې کيږي.
د همدې ښکاره اندازه کيدو له کبله ورته بيا ادارې د تطابق اصول هم ټاکي، ادارې له ابتکاره ډير دا خوښوي چې راپورونه او اسناد پوره وي، او پر دې مامورين هم پوهيږي چې آمرين او مديران دې پسې ګرځي چې پروسه په سمه توګه سر ته ورسیږي، مهمه دا نه ده چې پروسه خپلو اړوند پايلو ته رسيږي يا نه.
کله چې اسناد پوره وي، نو بیا خلک په آسانه ويلای شي چې موږ خو هر څه هماغسې وکړل څرنګه چې له موږ تمه وه، اوس که چيرې نتیجې ته نه رسیږو نو دا زموږ مسؤلیت نه دی. خلکو ته پروسه هدف شي، چې په ښه او مناسبه توګه يې پوره کړي، نه دا چې پروسې د خلکو ژوند آسانوي، ستونزې حلوي يا نتیجه لري يا نه.
لدې سره هر څومره چې لاسليکونه او بيوروکراسي ډيريږي همدومره مسؤلیتونه ورکيږي. خلک ممکن دا فکر وکړي چې پر هر څه لاسلیک کول، يا له هر فورمه خبريدل ما ته کنټرول راکوي، خو دې ته نه ګوري چې هر څومره په يوه پروسه او چاره کې ډير خلک دخیلیږي، همدومره د مسؤليتونو او ځواب ورکولو چاره ضعيفیږي.
د دې ټولو حل لاره څه ده
بهتره ده چې هره پروسه لدې پنځو پوښتنو تيره شي:
- هدف: دا پروسه بايد څه وساتي يا کومو اهدافو ته موږ ورسوي؟، عموماً پروسه د مناسبو ګامونو او تائيدیانو خوندي کولو لپاره رامنځ ته کيږي، او د هغې پر سر ته رسولو موږ ځانګړي هدف ته رسوي، خو د وخت او ټکنالوژيو له بدليدو سره بيا هم پروسه نه بدليږي، چې له کبله يې پروسه خپل هدف له لاسه ورکوي.
- بايد ځان پوه کړو چې لدې پروسې موږ څه غواړو؟
- ارزښت: کوم هدف يا نتيجې لپاره چې دا پروسه رامنځته شوې ده، هغې ته کوم ګامونه مهم دي؟، هر ګام په پروسه کې يو ډول ارزښت نه لري، هرې تيریدونکې ورځ او نوي رئيس سره پر پروسه يو نوی ګام او لاسليک ورډيريږي، يو وخت داسې راشي چې خبره همدې لاسليکونو ته پاتې شي، اصل کار ورک وي، بايد له ځانه وپوښتئ چې زموږ د نتیجې لپاره کوم ګامونه حياتي او کوم اضافي دي؟
- اضافي بار: په پروسه کې کوم داسې اضافي ګامونه شته چې څه ارزښت نه لري، خو وخت نيسي؟، بايد په دوامداره توګه پدې لټه کې واوسو چې هغه ګامونه راپيدا کړو چې په پروسه کې شته، وخت نيسي خو کار او نتيجې ته کوم ارزښت نه راوړي.
- ملکيت/ مسؤليت: د اخيري نتيجې مسؤليت له چا سره دی؟، د پروسې پيچلوالی او بې شميره ګامونه خلک له مسؤلیته خلاصوي، څوک نه پوهيږي چې د اخيري نتيجې ملکيت له چا سره دی، يعنې که چيرې موږ هدف ته نه رسيږو، بايد له چا پوښتنه وشي؟
- شواهد: آیا موږ د پروسې پوره کول اندازه کوو يا نتيجې ته رسيدل مهم ګڼو؟، د اکثرو پروسو تمرکز د خپلو اسنادو پر پوره کولو وي، چې خپل لاسليکونه او اسناد پوره کړي، مهمه نه ده چې خپله نتيجه مو لاسته راوړه يا نه. ځينې وخت دا دواړه يو څه وي، خو بايد په دوامداره توګه پوه شو چې موږ ته د پروسې پوره کول مهم دي يا نتيجې لاسته راوړلو ته ارزښت ورکوو.
عموماً د بيوروکراسئ پيچلوالي لپاره خلک ملامته ګڼل کيږي، عام ولس يا مراجعين د ادارې کارکوونکي ملامته بولي، خو په اصل کې ټيټپوړي کارکوونکی هغه څه تعقيبوي چې ده ته په ميراث کې رسيدلي وي. يو ټيټ پوړی مامور نشي کولای چې له فورمه تير شي، د خپل امر تائيدي وانخلي يا پر هغه څه راپور برابر نه کړي چې مشران يې ترې غواړي.
خلک عموماً په هغه څه کې ډير ښه شي چې اداره يا استخداموونکی يې ترې غواړي، خو دې ته نه ګوري هغه څه چې دا کوي، به يوه زمانه کې ګټور وو، خو اوس نه دي، اما بيا هم د ادارې غوښتنو پوره کولو لپاره پرې لګيا وي.
ادارو لپاره بايد هیڅکله دا بحث مطرح نه وي چې د پروسو يا نظم او نتيجې تر منځ يو وټاکي. ښه اداره يا اداري جوړښت غښتلی نظم رامنځ ته کوي تر څو غوره نتيجو ته ورسيږي.
د پروسې کمال په دې کې نه دی چې آیا تعقيبول يې آسانه دي يا نه، بلکه کمال يې دا دی چې خلک هغې نتيجې ته ورسوي، د کومې لپاره چې دا پروسې رامنځ ته شوې وې.
ورته ليکنی: يوازې روزنه د ظرفيت جوړونې پر معنا نه ده، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، ښه مشر د نورو اوري، خو نهايي پريکړه پخپله کړي، له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، مشري: مشوره، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، نور ناپوهه ګڼل






Leave a Reply