مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي

فکر وکړئ، آمر خپل همکار ته دنده سپاري چې د اونۍ تر پايه دا چاره خلاصه کړي، خو همکار يې د کوچني لګښت تائيد لپاره لاسليکونو پسې ګرځي، بلې څانګې سره همغږي نه شي کولای، د وخت، قراردادي، اضافه کارئ او نورو اختيار نه لري، خو په پای کې ملامته همدا وي، او همدا آمر ترې پوښتي چې ولې د خپل کار مسؤليت نه اخلي؟

زموږ د بحث ټکی هم همدا دی چې آیا موږ له يو چا څخه مسؤليت غوښتلای شو، پداسې حال کې چې کافي صلاحيت مو نه وي ورکړی؟

کار ورکول د مسؤليت پر معنا نه دي

خلک فکر کړي چې يو چا ته مې کار وسپاره، نو هغه يې مسؤل شو، دا فکر اشتباه دی. مثلاً تاسې يو چا ته واياست چې يوې اونۍ لپاره يوه روزنيزه غونډه برابره کړي، خو د ځای، برخوالو، خريداريو، روزونکي، وخت، اړيکو، بودجې او نورو حياتي پريکړو اړوند موضوعات تاسې پخپله فيصله کوئ.

ممکن دلته ځان پردې خوشحاله کړئ چې ما مسؤليت وسپاره، هغې ته مې اختيار ورکړ، خو په اصل کې تاسې يوازې کړاو او منډې هغه ته پريښې دی، پريکړې اوس هم پخپله کوئ.

ګټوره مسؤليت سپارنه له اړوند صلاحيت سره مل وي.

يا مثلاً فکر وکړئ، يوه پلار په شل پنځه ويشت کلونو کې يو کاروبار پر بريالئ توګه پر پښو ودراوه. اوس غواړي خپل زوی ته يې پریږدي، ورته وايي چې له نن وروسته بايد د کاروبار مسؤلیت واخلی.

زوی ته يې د کاروبار کليانې وسپارلی، خو زوی يې د پلار له مشورې او لارښوونې پرته له چا سره ستره معامله نه شي کولای، مشتري ته ستر تخفيف نه شي ورکولای، کارکوونکي ګمارلی يا شړلی نه شي، پور اخيستلای يا ورکولای نه شي، قراردادي بدلولای نه شي يا کاروبار نوی کولی يا بل چيرې پانګونه نه شي کولای.

هر کله چې يوه پريکړه کوي، نو له شا نه د پلار غږ اوري چې تا ته چا ویلي وو چې داسې وکړه؟، اخيره کې زوی پوهيږي چې له پوښتنې پرته هیڅ مه کړه؟، بيا يو څه موده وروسته همدا پلار خلکو ته لګيا وي ګيلې کړي چې د نن نسل نه څه نه جوړيږي او زما زوی اوس هم په يوازې کاروبار نه شي چلولای.

خو دې پلار هیڅکله خپل زوی ته د کاروبار زده کولو فرصت ورنه کړ، هیڅکله يې پرې نه ښود چې خپلې پريکړې پخپله وکړي او له مسؤليت سره صلاحيت هم ورکړي.

Businessman stamping with approved stamp on document contract.

له مسؤليت سره خلک پریکړې کول او قضاوت زده کوي

د پريکړو کولو چم له روزنو او کتابونو نه راځي. دوی بايد پريکړې وکړي، د هغې نتايج وويني، خپل اشتباهات اصلاح کړي او همداسې کراره کراره مهمو پریکړو او چارو ته ولاړ شي.

که چيرې په رواجي توګه له پخوا هره پریکړه له پورته راروانه وي، او يوه ورځ دا واک ناڅاپه کارکوونکو ته پاتې شي، او پریکړې مناسبې نه وي، نو بايد د حيرانتيا خبره وانه اوسي.

که موږ غواړو، چې د مشرۍ لړۍ دوامداره او بريالئ وي، نو بايد په کراره کارکوونکو او راتلونکو مشرانو ته د پریکړې کولو توان او مهارت هم ورکړو، تر څو چې هغې ورځې ته تيار وي، کله چې په ناڅاپه توګه د پریکړې اړتيا وي.

په ځينو ادارو کې، هره پریکړه له مرکزه راځي، فکر وکړئ يوه مؤسسه چې مرکزي دفتر يې په کابل کې وي، په ولايتونو کې پروژې لري، مثلاً په نيمروز کې پروژه لري او مسؤل ته يې ويل کيږي چې عملي کول يې پر تا دي، خو هره کوچنۍ پریکړه په کابل کې کيږي.

د هرې پریکړې لپاره مرکز ته ايميل کيږي، کله کله مرکزي مسؤل په رخصت وي، يا له ځنډ سره ځواب ورکوي، نو د ساحې فرصتونه له لاسه وځي، ساحوي همکاران او خلک ستړي او په قهر وي او په پای کې پروژه ځنډ او مرکز ګيله من وي.

پریکړې بايد په مناسبه کچه کې وشي، بهتره دا ده هغوی چې د عمل مسؤل وي، بايد د پریکړې توان هم ولري، ضرور نه ده چې هره پريکړه دې د مؤسسې يا کاروبار تر ټولو لوړې مرجع ته راجع شي.

هر څومره چې پریکړې پورته روانې وي، همدومره اداره سستيږي. د کميونيسټي سیسټم د ناکامۍ يو تر ټولو ستر لامل هم دا وو چې هر څه به مرکزي کميټې ته ليږدول کيدل.

فکر وکړئ تاسې پنځه مديران لرئ، هر مدير دوه پريکړې خپل آمر ته ليږي، آمر بايد په يوه وخت کې لس پریکړې وکړي، که چيرې همدا آمر بل مشر ولري، نو دا يې هغه ته سپاري.

هر څومره چې پر يو چا پریکړې ډيريږي، همدومره ستړی کيږي او چارې سستيږي او پر پريکړو فکر کميږي. د همدې سستوالي له کبله له کارکوونکي نيولي تر مشتري او قراردادي ټول ځنډ وي چې کله پریکړه راځي.

ځينې وخت کار له دې کبله نه سستيږي چې خلک کار په کراره کړي، بلکه له دې کبله وي چې هره پریکړه پورته روانه وي، او تر څو چې احوال راځي، ورځ پرې تيره وي.

صلاحيت بايد بې حسابه او بې کتابه نه وي.

مسؤليت کافي صلاحيت غواړي، نه د بې اختياره صلاحيت. يعنې فکر وکړئ محاسب به یوازې د پيسو احوال ساتلو مسؤل او صلاحيت داره وي، دا به دا نه ټاکي چې شرکت دې چيرې پانګونه وکړي. ولايتي مسؤل به له تمويلوونکي يا نړيوال قراردادي سره ستر قراردادونه نه لاسليکوي. يا د پروژې مسؤل په يوازې د پروژې اهداف او بودجه نه بدلوي.

نو ځکه، صلاحيت به له موقف، استعداد، تجربې، وړتياوو، مالي اغيزو او آن د پریکړې بيرته اخيستلو يا اصلاح کولو له امکان سره مستقيمه اړيکه ولري.

هیڅوک بايد بې حسابه او بې پوښتنې صلاحيتونه ونه لري، خو هر څه بايد پورته هم ونه ليږدول شي، بريالئ ادارې او کاروبارونه د دې دواړو تر منځ يو تلپاتې توازن ساتي.

د پريکړو يا صلاحيت درې پوړيزه جوړښت

يو آمر يا مدير کولای شي، خپلو همکارانو ته ووايي چې خپلې پریکړې پر دريو کتګوريو يا پوړونو وويشئ.

لومړی پوړ، دا چارې پخپله پرمخ يوسئ، مثلاً عادي عملياتي موضوعات، د ټاکلي حد مصارف، عادي اړيکې او ارتباطات، د چارو لپاره د مناسب ضرب الاجل ټاکنه.

دوهم پوړ، دلته له ما سره د آمر په توګه مشوره وکړئ، مثلاً د کارکوونکو اړوند موضوعات، له مشتريانو يا مراجعينو اړوند ستر شکايتونه، په بودجه کې مهم بدلونونه يا هغه پريکړې چې پر نورو څانګو هم اغيزه کړي يا پکې رادخيليږي.

درېيم پوړ، دا پريکړې يوازې مشر آمرينو ته پریږدئ، مثلاً ستر قراردادونه، حقوقي ژمنې، ستراتيژيک يا اوږدمهاله بدلونونه، راتلونکي اړوند ستر ابهامات يا ريسکونه، ستر لګښتونه او نور.

صلاحيت بايد له مسؤليت سره پراخه شي

زده کړه وخت نيسي، هیڅکله استاد په لومړئ ورځ شاګرد ته د کاروبار کليانې نه سپاري. ويني چې کله يې دا ظرفيت پيدا کړ چې کاروبار چلولی شي، په هغه ورځ يې د استادئ او مسؤليت ځای کې کينوي.

صلاحيت له وخت سره راځي، او هغې لپاره معلوماتو ته اړتيا وي. هر کله چې پریکړه کيږي نو يو څوک د پریکړې اختيار غواړي، بيا هغې لپاره اړوند معلوماتو ته اړتيا وي، ورپسې هغه زيرمې په کار وي چې پریکړه عملي کړي، بيا نورو سره کار کيږي چې پريکړه خپلې نتيجې ته ورسیږي او په پای کې له مصارفو سره پريکړه په ټاکلي چوکاټ کې عمل ته ځي.

ځينې وخت موږ خلکو ته مسؤليت او موقف ورکوو، خو هغه وسيلې چې هغه وکولای شي خپل اختيار او صلاحيت وکاروي، نه ورسپارو.

له صلاحيت سره ځوابدهي هم راځي

ښايي ځينې وپوښتي چې که چيرې موږ خلکو ته صلاحيتونه ورکړو، نو آیا ناوړه به يې نه کاروي، يو څوک دا بايد ونه وايي چې دا زما صلاحيت دی او هر څرنګه چې مې زړه وي، هماغسې عمل کړم.

بلکه، بايد پوه شي چې هغه د پريکړې صلاحيت لري خو ورسره بايد دې ته هم تيار وي چې خپله پريکړه د پوښتنې پر وخت تشريح کړي او نتايجو ته يې تيار وي. صلاحيت شخصي امتياز نه دی، بلکه هغه اعتماد دی چې له مسؤليت سره يو چا ته سپارل کيږي.

صلاحيت امانت دی، او امين خلک يې پر قدر پوهيږي.

صلاحيت سپارنه په اداره کې د ابتکار سبب ګرځي، او دا بهانه له منځه وړي چې زه صلاحيت نه لرم، هر څه موږ ته له پاسه ويل کيږي او موږ يې عملي کوو. يا دا زما پریکړه نه ده.

د مشرانو لخوا هر څه په واک کې لرل هم هغوی لپاره منطقي دي ځکه چې دا کاروبار يا اداره يې پخپله پر پښو درولې ده، پخوا يې چې چا ته واک سپارلی دی هغوی ترې ناوړه ګټه اخيستې ده، ښايي اشتباهات کاروبار ته درانده تمام شي، کارکوونکي به کافي تجربه ونه لري يا که هر څه خراب شي نو بيا هم ملامتيا مشر ته راجع کيږي.

بحث دا نه دی چې هر څه په واک کې لرل تل بد وي، اصل پوښتنه دا ده چې هر څه نن په واک کې لرل آیا د سبا لپاره دا د کاروبار يا ادارې لپاره ښه دي يا بد، سبا به دا کاروبار غښتلی وي يا ضعيفه.

پر دې پوښتنو يې ختموو کله چې تاسې يو چا ته مسؤليت وسپارئ، آیا اړوند صلاحيت هم ورکوئ؟، دوهم، کله چې تاسې ته صلاحيت درکړل شي آیا ښه ګټه ترې اخلئ، يا يوازې ځان خپلواکه احساسوئ او له ځواب ورکونې ځان پټوئ؟

بريالئ او روغې ادارې/ کاروبارونه مسؤليت او صلاحيت نه بيلوي. بلکه دواړه سره نښلوي. هغه څوک چې د مسؤليت بار يې پر اوږو وي بايد د عمل مناسب صلاحيت هم ولري، او ورسره هغوی چې د عمل واک لري بايد د هغې د نتايجو زغملو او ځان تر پوښتنې لاندې هم وبولي. بايد پوه شي چې نتايج يې د ده پر غاړه دي او خلک يې پريکړه ننګولې او پوښتلې شي.

ورته ليکنی: يوازې روزنه د ظرفيت جوړونې پر معنا نه ده، ښه مشر د نورو اوري، خو نهايي پريکړه پخپله کړي،  وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، اصول په يوازې سلوک نه بدلوي، د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط،  ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  مشري: مشوره، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي”

  1. […] ليکنی: مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، اصول په يوازې سلوک نه […]

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading