ښه مشر د نورو اوري، خو نهايي پريکړه پخپله کړي 

له مشرانو تمه وي چې غوږ ونيسي. له خلکو يې واوري. له تجربه لرونکو مسلکیانو، خپلې کاري ډلې او نورو سره کيني، هغوی ته غوږ شي او په يوازې پریکړې ونه کړي. دا يوه ښه نظر دی، هغه مشر چې يوازې خپله کړي، له وخت تيريدو سره يوازې پاتيږي.

خو، مشران متل کړي چې پلانکی يوازې غږونه لري، خپل عقل نه کاروي. که مشر د هر چا واوري نو بيا هم ترې مشري پاتې ده. پریکړې به څوک کوي.

مشوره د پريکړې د بهترئ سبب ګرځي، په خپل ذات کې پریکړه نه ده. سلا ورکوونکي د موضوع بیلابيل اړخونه ويني، ځينې يې تخنيکي اړخ راسپړي، ځينې پر خلکو پوهيږي، ځينې يې پر بيه غږيږي، ځينې به يې ګواښونه او ابهامات ويني. د دوی ټولو وړانديزونه به په خپل ذات کې سم وي، خو بیا به هم له يو بل سره مخالف او نيمګړي وي، جامع به نه وي.

د مشر مسؤليت يوازې د مشورو اوریدل نه دي. بلکې پر هرې مشورې پوهيدل، د هغوی راسپړل او پارچه پارچه کول او په پای کې د هغوی پر ارزولو او تللو نهايي پريکړه کول دي.

a light bulb being held by a hand

مشوره معلومات دي، لارښونه نه ده

مشوره يو چا ته د موضوع بل لوری روښانوي. ښايي ګواښونه، بديلونه يا هغه پايلې راوسپړي چې مشر ورته متوجه نه وو. خو، مشاورين د پريکړې له مسؤليته خوندي وي، دا بار د مشر او پریکړې کوونکي پر اوږو پروت دی.

نو ځکه، له پاملرنې او درناوي سره غوږ نيول د يو څه د منلو او عملي کولو پر معنا نه دي.

هره مشوره له يو لوري نه وي

مشوره ښايي د تجربې، تخنيکي پوهې، شخصي ګټې، د نه بدلون يا بدلون د ويرې، مشر ته د وفادارئ، اداري سياستونو، نيمګړيو معلوماتو يا صادقانه خو پر ناقصو معلوماتو بناوو اړخونو څخه راولاړه شي.

مشر بايد نه يوازې دې ته وګوري چې د څه مشوره ورکول کيږي، بلکه دا هم وويني چې دا مشوره د کومو تجاربو، معلوماتو او مفکورو پر اساس رامنځ ته شوې ده؟

پر ځان باوري مشر له مشورې سره مخالف کولای شي، خو متکبره يې هیڅ نه اوري

پر ځان باوري مشر د مخالف نظر اوريدو زغم لري، ځان ته يې ګواښ نه بولي، خو متکبره آمر يا مشر يې آن د اوريدو زغم هم نه لري او له اوريدا وړاندې يې شړلی وي.

خو، لدې سره دا اړخ هم شته چې اکثراً ضعيفه مشران د خپلو غښتليو مشاورينو هره خبره اوري او مني او ځان پکې له مسؤليته پاک او خوندي ګڼي.

پر ځان باور د تکبر يا اطاعت پر معنا نه دی، دا د مشر هغه ظرفيت او وړتيا ده چې بیلابيل نظرونه پر زغم اوري، او بیا هم يوه مناسبه پريکړه کوي.

ډيرې مشورې د ښې پريکړې پر معنا نه دي

پنځه يا آن پنځوس نفره هماغه يوه نيمګړې خبره تکرارولی شي. يوه غونډه ښايي مشورتي ښکاره شي، خو ټول برخوال به يې د يوه فکر، پوهې، نظريې، ويرو او ګټو خلک وي، دوی به هماغه يوه خبره شاربي.

ښايي يوه ډله کې ټول برخوال د نورو د خپه کولو له ويرې هیڅ‌مخالف نظر ور نه کړي. پريکړه به د يوه نفر وي، خو خلکو ته به اجتماعي او ډله ييزه ښکاري.

له هر مشوره ورکوونکي د هغې پوهه وپوښتئ

تخنيکي ماهر به پر تخنيکي اړخ ښه پوهيږي خو عامه قبوليت څخه به بې خبره وي. مالي مشاور به يې له بيې خبر وي خو بشري اړخ ته به يې پام نه کړي. لوړ پوړی مدير يا آمر به يې پر ستراتيژيک اړخ خبر وي، خو د ټيټ پوړو له مشتريانو سره د مخامخ کيدو له ننګونو به ناخبره وي.

ښه پریکړه د هر لوري نظر رااخلي او ټول سره داسې يوځای کوي چې هیڅ لوری پکې حاکم نه وي خو د ټولو ننګونو تر يوه حده ځواب ورکوي.

شواهد له باور بيل کړئ

اکثراً خلک باور له سمې مشورې سره ګډوډوي. يو څوک به ښه غږيږي، خلک به يې مشوره مناسبه بولي، خو ښايي يو بل چې د خبرو چم يې ضعيفه وي يا کراره غږيږي، د هغې مشوره به له دې بله څو ځلې ښه وي.

مشوره اوریدونکی يا مشر بايد د هرې مشورې لپاره وپوښتي، چې:

  • د دې وړانديز د ملاتړ لپاره څه شواهد شته؟
  • دا وړانديز پر کومو مفکورو او نظريو ولاړ دی؟
  • څه يې ننګولی او غلط ثابتولای شي؟
  • څوک ترې اغيزمن کيدای شي؟
  • کوم بديلونه په پام کې نيول شوي دي؟ پر کومو يې سترګې پټې کړي دي؟
  • آیا پریکړه بيرته راګرځيدای شي؟

له مشورې وروسته پریکړه تشريح کړئ 

کله چې مشر مشوره وغواړي خو بيا مشاورينو ته ونه وايي چې پر مشوره يې څه وکړل، نو ښايي راتلونکي کې له مشوره ورکوونکو سره احساس پيدا شي چې هسې د ښودلو لپاره مشوره کيږي.

ضرور نه ده چې مشر دې هره مشوره ومني، خو غوره ده چې دا ټکي روښانه کړي:

  • پر څه پوه شو، له مشورې وروسته پر څه يې سر خلاص شو
  • پریکړې لپاره يې څه په پام کې ونيول، پریکړه له څه اغيزمنه شوه
  • ولې يو وړانديز ومنل شو، بل مسترد يا اصلاح شو
  • پر څه تر اوسه بحث روان دی او ښايي وروسته بيا مشورې وشي

دا د راتلونکي لپاره باور خوندي کوي، آن که له پریکړې سره څوک مخالف هم وي، پوهيږي چې د دوی نظرونه پام کې نيول شوي دي او مشورو ته يې ارزښت ورکول کيږي.

مشران ځان له مسؤليته نه شي خلاصولای

ځينې مشران مشاورين لري، له هر يو نظر اخلي، او بيا چې خبره ورانه شي، وايي چې ما ته همدا مشوره راکړل شوې وه. مشوره څوک له مسؤليته نه خلاصوي.

هغوی چې د پریکړې مسؤلیت لري، بايد هره مشوره وارزوي، د هغې منفي او مثبت اړخونه راوسپړي او نهايي پریکړه وکړي، او د پریکړې مسؤليت واخلي او بيه يې پرې کړي.

مشران عموماً ذکي او هوښيار مشاورين لري، هر نظر پر اخلاص، پوهه او تجربه ولاړ وي، هر لوری خپل منفي او مثبت اړخونه لري، او اکثراً هیڅ پريکړه پريکنده ښه او بده نه وي.

په داسې حالاتو کې مشري د سل په سلو کې د بې خطره او باوري پریکړې لټول نه دي. دلته دا اراده او هڅه لرل دي چې له هر لوري واوريدل شي، له ځان سره فکر وشي، د شتو معلوماتو په رڼا کې پر صداقت او توکل بنا ښه پریکړه وشي او د نتايجو پر وړاندې يې ځان مسؤل او ځوابده وګڼل شي.

د مشر د شتون اساس پر پريکړه دی، هر هغه مشر چې ځان له پریکړې پټوي، ناقص مشر دی، او ضرور نه ده چې هره پریکړه دې د هر چا پر خوښه او طبعه برابره وي.

ورته ليکنی: وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، اصول په يوازې سلوک نه بدلوي، د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط،  ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  مشري: مشوره، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading