پر مخابراتي خدمتونو نوی ماليه

Tax Question markد افغانستان ماليې وزارت د نوې مقررې له مخې پر مخابراتي اړيکو او انټرنېټ لس فيصده ماليه ورډېره کړه، (دلته يې ولولئ http://mof.gov.af/fa/news/50095) په پخواني سيستم کې شرکتونو د خپلو پيرودونکو/ استعمالوونکو د شمېرو په رڼا کې خپله ماليه محاسبه کوله، چې هغې کې هم د اعلانونو شمېره به تل په مليونو کې وه، هر يوه به ځان له نورو شرکتونو څخه د خپلو مشتريانو د شمېر پر اساس مخکې ګاڼه، خو هغه ماليه چې به يې دولت ته ورکوله هغې کې لدې څو چنده کم مشتريان حسابيدل، خير پدې نه غږيږو چې څوک ملامته وو يا ولې داسې کيدل.

په دې نوي حساب کې چې کله تاسې سل افغانئ کارت اخلئ يا مخابراتي خدمت کاروئ ۹۰ افغانئ تاسې ته دررسيږي او لس افغانئ په هوا کې دولت ته ځي، پر مخابراتي خدمتونو ماليه په ډېرو هېوادونو کې رواج ده، اکثره هېوادونه يې د خدمت له استعمال وړاندې اخلي، لکه نږدې پاکستان کې کله چې تاسې د مصرف کارت داخلوئ ۳۵٪ يې ماليه کې ځي، دې ته مه خوشحاليږئ چې له هغوی زموږ ماليه کمه ده، زموږ د پيسو د دوه چنده ارزښت په رڼا کې هغه ماليه دلته د نيمې په معنا ده ورسره د هغوی مخابراتي بيې په اوسط ډول له موږ څخه ۶۰٪ ټيټې دي او کيفيت يې لوړ او بديلونه ډېر دي.

دا نوی ماليه د کارکوونکي نورو زبيښلو پر معنا ده، د افغانستان مخابراتي خدمتونه له وړاندې د لوړو بيو، ضعيفه کيفيت، ناوړه مديريت او مشتريانو ناقصه خدماتو څخه ځوريږي، اوس پدې تالان کې د ماليې وزارت هم ورګډ شو، د ماليو په راغونډولو کې تر ټولو آسانه ماليه راټولول د مخابراتو وي ځکه مشتريان، استعمال شوی خدمت او شرکت ټول معلوم وي، يوازې د دولت خزانې ته يې سپارل پاتی وي.

هر کله چې دولت ماليې وضع کوي هلته مشتري ته دا روښانه امکان وي چې له څو بديلونو يو څه خوښ کړي او ورسره دولت د کيفيت باوري کولو اعتبار ولس ته ورکوي، د مخابراتو په ځانګړي ډول د ګرځنده ټليفوني خدمتونو بازار ته په ليدو دا امکان کم ښکاري چې لدې ماليې سره دی د دې خدماتو کيفيت لوړ شي، سړې يوازې همدومره ويلای شي چې لنګه غوا ده ماليي وزارت هم وليدل چې راځه د دې غوا شيدو ته، ته هم سطل کيږده.

پداسې يوه هېواد کې چې نږدې يوازې يو فيصد ولس ماليه ورکوي، او هغوی چې ماليه ورکوي، خپله د ماليې وزارت مامورين ورته د غلا بیلابیلې لارې چارې ښيي ستونزې ورته زيږوي چې شخصي ګټې يې خوندي شي، په داسې حالت کې د ماليې ورکولو سيسټم بهترول او د ماليه ورکوونکو شمېر ډېرول بايد لومړيتوب وي، نه دا چې د خپلې ادارې اصلاح پر ځای پر ولس اضافي ماليې وتپل شي.

د هېواد پرمختګ لپاره ماليه ضرور ده، او په ځانګړي ډول زموږ په هېواد کې چې د حکومتونو د ناقصه اقتصادي کړنلارو له کبله ونشو کړای د ملي خزانې غني کولو لپاره کاروبارونه، لويې راکړې ورکړی، صنعتي پرمختګ او نور وهڅوي، دلته د ملي بودجې درآمد يوه کليدي برخه ماليه ده، خو که چيرې همدا ماليه په سمه توګه وضع نه شي او له ټولو باانصافه راغونډه نه وي نو خپله ملاماتوونکی او صنعتونو د رکود سبب ګرځي.

مخابرات يو کليدي سکتور دی، او د نن په اقتصادي منډه کې چې کارګران په دوامداره توګه باسواده کيږي او ټولنې/ اقتصادونه پر پوهه متمرکز کيږي هلته ارزانه مخابراتي خدمتونه تر ټولو ښه اقتصادي کتلست ثابتيږي، دا صنعت پخپله نور صنعتونه ملاتړوي، اکثره وخت د نوي اقتصادي جوړښت لپاره له تيلو سره مقايسه کيږي چې که تيل ګران شي نو هر څه ورسره قيمته کيږي، زموږ اوسني مخابراتي خدمتونه له اوله ډېر ګران دي چې زموږ د ضعيفه ټکنالوژئ سکتور يو اساسي دليل دی، ورسره په داسې حال کې د ماليې تپل چې مخابراتي شرکتونو ګټه د افغانستان د اقتصادي ټپوالي له کبله کمه او دا شرکتونه له جدي تاوانونو سره مخ دي، دلته د نوي ماليې وضع کول يو مصنوعي او د لنډې ګټې يو ګام بلل کيدای شي.

په پاکستان کې تېر (زرداري) حکومت پر مخابراتي خدمتونو اضافي ماليه وضع کړه، خلکو به زرداري ټکس باله، خدای دې وکړي چې دا نوې ماليه دې سهامي شرکت حکومت د کوم يو برخې لپاره نه وي وضع کړي، او په پای کې د مخابراتو کاروونکو/ مشتريانو الله دې درباندې ورحميږي، لومړی مو د مخابراتو ټيټ کيفيت، مشتريانو ناوړه خدمتونو او چارواکو کوڼوالي سر ټکوو اوس به د همدې له پاره اضافي ماليه هم ورکوو!!



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:,

2 replies

Trackbacks

  1. مخابراتو مزي لرونکي اړيکې پر ارزښت سترګی پټول | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د نن ټکنالوژئ لس ننګونی | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: