محمد ميرويس يوسفزی
له Afghanzwak.com څخه په مننې
په یوویشتمه پيړۍ کې ژوند په ټکنالوجۍ پورې تړلی، څومره چې یو هیواد پرمختللې ټکنالوجیکې اسانتیاوې ولري هغومره یې کارونه چټک، شفاف او له اسانتیاوو ډک وي، ځکه ویل کیږي چې په یوویشتمه پيړۍ کې پرمختللی او متمدن ژوند د هغو ملتونو دی چې مالوماتي ټکنالوجي یې په لاس کې وي.
د افغانستان د مالوماتي ټیکنالوجۍ او مخابراتو وزارت په هیواد کې د دې برخې لومړنۍ مرجع او د خدماتو وړاندې کوونکې اداره ده، دا وزارت چې نورو افغان ادارو او د هیواد ټولو برخو ته د مالوماتي ټیکنالوجۍ د رسولو مسوولیت لري، د دې ټیکنالوجۍ په ښه رسولو سره په چارو کې ګړندیتوب،د اداري فساد په مخنیوي او ښې حکومتولۍ په پیاوړی کولو کې اغېزناک رول لرلی شي.
دغو هیلو ته د رسيدلو لپاره پکار ده، چې په افغانستان کې د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې په لوړه کچه او په نړیوالو معیارونو سمبال یوڅیړنیز مرکز یا (ICT/IT Research Center) جوړ شي.
څيړنیز مرکز (ICT/IT Research Center)
د دې لپاره چې د مالوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو وزارت نورو وزارتونو او ادارو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي، او همدارنګه نور وزارتونه او ادارې خپل ستراتیژیک پلانونه په ښه، مؤثره او مثمره توګه ترلاسه کړي نو یو تحقیقي مرکز ته چې په نړیوالو میعیارونو برابر او په لوړو او ورستیو ټکنالوجیکي وسایلو سمبال وي اړتیا شته.
۱ ـ دا مرکز به په پرمختللو او د و رځې په ټکنالوجیکو وسایلو سمبال وي چې کاري ډله یې خپل پلانونه او پروګرامونه سم پلي کړي.
۲ – دا مرکز باید د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت او یا هم د چارو ادارې په انګړکې وي، چې د انټرنیټي او فزیکي امنیت او برېښنا له اړخه مطمین ځایونه دي.
۳ ـ دا څيړنيز مرکز به یو مشر، دوه مرستیال مشران او د څېړونکو ډله ولري، چې د هرې ادارې ټیکنالوجیکې اړتیاوې او لومړیتوبونه ارځوي او د اوارولو لپاره به یې ګام پورته کوي.
۴- د څيړنو ښه پرمخ بیولو او ښه منجمنت په موخه به په څېړنیز مرکز کې وزارتونه او ادارې په مختلفوکټګوریو وویشل شي.
۵- د وزارتونو او ادارو د اړتیا سره سم دې په هماغه مشخصه برخه کې د ICT/IT متخصیصین وګمارل شي. دا متخصیصین باید لوړې زده کړې ولري اولاندیني کارونه پر مخ بوځي:
د څېړونکو دندې او وړتیاوې:
هر څيړونکی باید په اړونده برخه کې د ماسټرۍ او یاهم دوکتورا زده کړې ولري. په اړوند برخه کې کاری تجربه هم ولري.
د اړوند وزارت د ستراتیژي سره سم په هماغه برخه کې خپل څېړنې پیل کړي. دا څيړنې باید په داسي ډول وي ترڅو اړوند وزارت څنګه کولای شي د ICT/IT پر مټ خپل ستراتیژیک اهداف په مؤثره او مثمره توګه تر لاسه کړي.
هر څيړونکی باید خپل کاري پلان او راپورد خپل مشر له لارې د ICT/IT له ګډ کمیسیون سره -چې د مختلفو وزارتونوله مشرانوبه جوړ وي-شریکوي او د هغوی له نظریو سره سم به څيړنې پرمخ وړي.
د وزارتونوکټګورۍ:
که په کاري ساحه او خدماتو وړاندې کولو کې نږدې وزارتونه په یوه کټګورۍ کې راشي، دا به ګټور په دې وي چې د دوی شریکې ستونزې او نیمګړتیاوې په اسانه ځواب شي.
لوموړی کټګوري- هغه وزارتونه چې ډیری تجاري او اقتصادي چارې پرمخ وړي، لکه اقتصاد، تجارت او صنایع، مالیه، ترانسپورت او هوايي چلند.
دویمه کټګوري- هغه وزارتونه چې زراعتي او د کانونو په برخه کې کار کوي. مالدارۍ او کرنې وزارت، کانونو او صنایعو وزارت، اوبه او برېښنا وزارت.
دریمه کټګوري- هغه وزارتونه چې ټولنیزې او پراختیايي چارې پر مخ بیایي. کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ښځو وزارت، حج او اوقافو وزارت، قبایلو چارو وزارت، د کډوالو چارو وزارت، د نشه یي توکو وزارت، روغتیا وزارت.
څلورمه کټګوري- د پرمختیایي چارو وزارتونه، لکه ښارجوړونې وزارت، فواید عامې وزارت، کلیو پراختیا وزارت، د بېړنیو چارو وزات.
پنځمه کټګوري- کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت،ملي امنیت ریاست.
شپږمه کتګوري- ملي شورا،عدلیې وزارت، ستره محکمه، قضا او څارنوالي.
اوومه کټګوري- د بهرنیو چارو وزارت، له نړیوالو او سیمه ییزو ادارو سره ارتباط.
اتمه کټګوري- د پوهنې، لوړو زدکړو او کلتور وزارتونه.
بودیجه:
د دې لپاره چې هر وزارت یا هم اداره خپل مسولیت او صلاحیت احساس کړي او خاصه پاملرنه د ICT/IT پرمختګ لپاره ولري، نو باید هر کال له خپلې انکشافي بودیجې څخه یوه اندازه د هغوی د تحقیقاتو برخې ته ځانګړې کړي.
دا بودیجه باید د مالي ګډ کمیسیون له لاري په مصرف ورسول شي او راپور يې مالیې او اړوندو وزارتونو او اداروته ورکول شي.
د دې طرحې په عملي کیدو سره به له یوې خوا په افغانستان کې مالوماتي او مخابراتي ټکنالوجي پرمختګ وکړي او له بلې خوا به د افغانستان ټول وزارتونه او ادارې د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوژی پر مټ د نړیوالو معیارونو او تجربو سره سم خپل اهداف په مؤثره او مثمره توګه ترلاسه کړي.
ځواب دلته پرېږدئ