مينه او ټکنالوژي

يو ساعت کيږي چې مسيج مې درته کړی هيڅ ځواب نه راکوی،  دا عکس دی لايک کړی وو دا څوک دی، ورکوه يې چندان سړی نه دی اکاونټ يې ټوله ورځ له چټياتو ډک وي، داسې شيان پر پروفايل مه شئير کوه سړی بدي ښکاري، دا نومره د چا ده چې تا ته زنګ وهي، پلانکي ولې ستا عکس لايک کړ پوهيږی چې هغې سره وران يم، ولی چې زه څه شئير کړم ته سمدستي بل څه شئير کوی چې زما د هغې ارزښت کم شي…

په لاره به روان اوسئ ګورئ به چې له وړاندی يو څوک راروان دی له ځان سره موسکئ دی او په هيډفون يا ټليفون کې پسيږي، په بيلابيلو نومونو لکه زړه سواند، با احساسه، ښه هلک، ښاپيرئ، ملکه، اتل او نورو داسې نومونو پروفايلونه او بريښناليکونه جوړ وي، پدې لټه يا تمه چې يو څوک پيدا شي او ځواب ورکړي.

داسې او نورې بيشميره بيلګې چې له زموږ وړاندی نسل ورسره د مينې په ډګر کې نه وو مخ شوی، داسې يو حالات چې زموږ شاعرانو او اديبانو پیشبيني کولای نه شو، د نن ځوان نسل ورسره مخ دی، د نن زمانی مجنون په خپل دفتر يا د خوب په کوټه کې ناست دی او پر انټرنيټ مينه لټوي، يو نيم ځوان خو له ميرمنې سره ناست په مجازي نړئ کې بلې پسې ګرځي.

ټکنالوژي پر هر څه اغيزه کړی، او لدې اغېزې زموږ احساسات هم مستثنی نه دي، د ټليفوني پيغام، فيسبوک آپډيټ، ټويټر ټويټ، بريښناليک او نورو اغېزه د انسان پر رواني او فزيکي احساساتو له بيلابيلو څيړنو روښانه ده، خو هر څوک ترې بيلابيل ډول اغېزمنيږي، ممکن د فلمي لوبغاړو يا سياسي مداريانو د فيسبوک پيغام پر بيلابيلو اشخاصو مختلفه اغېزه وکړي، خو ټول اغېزمنوي.

همداسې سره لدی چې انټرنيټ ډېرو ته د مينې پراخه نړئ راسپړلی، او پر يوه کليک يې د کوه قاف ښاپيرئ هر چا ته رسولي، خو ورسره يې د مينې رسوايي هم آسانه کړې ده، له څو څيړنو څرګنده شوی چې په زلمکيانو (له شل کالو کم عمره) کې د فیسبوک استعمال مخ په کميدو دی، چې لوی دليل يې هلته د هغوی د مور او پلار شتون دی، دوی وايي چې موږ هر څه ليکو نو له ليلا يا مجنون وړاندې ترې زموږ مور او پلار خبر وي، لدې پرته ډېر هيوادونه اوس د ټکنالوژئ اړونده قوانين لري چې که چيرې يو چا ته د هغوی له اجازې پرته غير اخلاقي يا له تمې خلاف پيغام ورشي نو کولای شي خبره محکمې ته راکاږي، او مخابراتي شرکتونه کولای شي د محکمې د حکم پر اساس لېږدول شوي پيغامونه راڅرګنده کړي، مهمه نه ده چې څو ځل وران يا له منځه وړل شوي وي، هر څه چې يو ځل پر انټرنېټ واستول شو هغه بيا د پيدا کيدو وي.

لدې سره داسې هم ګڼل کيږي چې د نن ځوان نسل نسبت پخوانيو ته لږې خبری کوي، يعنې د مخامخې مکالمې توان يې کم شوی دی، ځکه چې د دوی ټکنالوژئ ته لاسرسی ډېر دی، او هر وخت د دې وسيلې له لارې خپلو ملګرو سره په اړيکه کې وي، اوس د مينې د اوږدو پړپړو زمانه تلی، يو د زړه نښان ليږل د مينې اقرار دی، ورسره دا عادت هم په ډېريدو دی چې خلک آنلاين (مسينجرو، او نورو) له لارې ډېر غږيږي خو چې کله مخامخ شي نو خوله ترې تللې وي او غږ يې نه راوځي، تر ډېره به خلک وګوری چې ناست دلته او پر انټرنېټ له فليپنئ سره د مينې اقرارونه کوي.

ټکنالوژئ سره لدې چې ډېرې آسانتياوی راوړي خو په ځينو مواردو کې يې منفي اغېزې هم لرلي دي، پر اجتماعيت يې ناوړه اغېزه ډېرې ټولنې ځوروي، په جاپان کې داسې خلک مخ په ډېريدو دي چې په مياشتو له خپلو خونو نه راوځي هملته د انټرنيټ له لارې ځان په څير نورو اشخاصو سره بوخت وي، داسې ډېرې پيښې شته چې آنلاين خلک ځورول کيږي چې دا قربانيان بيا په اجتماعي او فزيکي ژوند کې له ستونزو سره مخ وي، داسې نورې پيښې هم شته چې د خلکو محرم عکسونه او مکالمې راسپړلی شوي وي، او داسې نور ډېر موارد چې ټکنالوژي په منفي اړخ کې څرګنده رول لوبولی دی.

خو لدې ټولو سره، پدې ساحه کې د ټکنالوژئ استعمال مخ په ډېریدو دی، داسې ډېر پروګرامونه او ویبپاڼې شته چې يوازې مشخص عمر او شوق خلک يې کاروي، داسې مسينجری شته چې د استعمالوونکو پريکنده فيصدي يې ځوانان دي، ورسره داسې خدمات هم شته چې ټول اساس يې محرميت دی او پر دې ځان خرڅوي چې د دوو لورو تر منځ مکالمه همدوی تر منځ پاتې کيږي، د نن مينه د حوصلې مينه نه ده، نن د شيدو لپاره غرونه نه سوري کيږي، او نه د ليلا خال لپاره شوګيرئ کيږي، د نن ځوان د ټکنالوژئ (يو جمع يو) پر اصل روان دي، يعنې که يو خراب شي بل خو شته، او وروسته پاتې هغه بولي چې يوې ته يې ځان زوړ کړ.


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

9 responses to “مينه او ټکنالوژي”

  1. سايبري مينه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: مينه او ټکنالوژي،  اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ […]

    Like

  2. پر ټکنالوژئ میین  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  3. آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  4. ستاسې ډيجيټل نقل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  5. ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  6. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  7. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  8. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  9. معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

Leave a reply to معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading