د پریکړې توان

پريکړه اساساً ټاکل دي، يعنې د څو ټاکنو تر منځ د يوه خوښول او پرې عمل کول دي. د متضادو او مختلفو تر منځ‌د يوه ټاکنه ممکن آسانه وي، خو د ورته او ښو تر منځ د يوه ښه يا د بدو تر منځ‌د يوه بد ټاکل ستونزمن وي.

په نن زمانه کې چيرې چې موږ ډيرو زیاتو معلوماتو او ارزونو ته لاسرسی لرو، د پريکنده پریکړو اخيستنه ارزښت ورځ تر بلې ډيریږي، خو ورسره پرې عمل بيا سختيږي.

انډريو کارنيګي نامتو ليکوال او د کاروبارونو او مشريو روزنکی وو، هغه به ويل چې ما ته يو څوک راوښاياست چې پريکړه کولای شي، بيا پر هغه پریکړه عمل او دوام کړي، نو زه به داسې يو شخص دروښيم چې بريالی وي. د بریاليتوب اصل پر پریکړه او پر هغې استقامت دی.

پريکړه د پروسې او نتيجې دواړو له اړخه ارزيدلی شي.

two roads between trees

د پريکړې پروسه له اوسني حالته د وتلو یا بدلون له احساسه پيلیږي، چې يو څوک ووايي اوسنی حالت د منلو وړ نه دی او يوې پریکړې ته اړتيا لري. ورپسې موږ د خپلو ټاکنو او اختياراتو په اړه معلومات راټولوو، کله چې معلومات راټول شو، دغه معلومات ارزول کيږي، او د خپلې شتې پوهې او معلوماتو ارزونې څخه لاسته راوړل شوو حکمتونو په رڼا کې پریکړه کړو.

د نتيجې له اړخه د پريکړې ارزونه هغه لاسته راوړنې يا نتیجې ته ګوري چې د پریکړې له کبله رامنځ ته شوې ده.

ښه پریکړه له يوې پروسې تيريږي او عموماً ښې نتيجې ته رسیږي، ښې ټاکنې لپاره دواړه پروسه او نتیجه مهمه ده.

فکر وکړئ يو څوک موټر اخلي، دا شخص د موټر په اړه ټول معلومات راټولوي، له مسلکي او بلدو خلکو سره مشوره کړي او د هغې په رڼا کې پریکړه کوي، موټر رانيسي. ده د ښې پریکړې لپاره ټول اړونده ګامونه واخيستل.

د نتيجې له اړخه به دا پریکړه داسې وي، چې يو څوک موټر ته اړتیا لري، بل څوک يې پلوري، دوی دواړه سره جوړيږي او موټر پرې خرڅوي، پدې حالت کې نه معلومات راټول شو، نه وارزول شو او نه دا معلومه شوه چې نتیجه به يې څه وي.

اکثراً به مو په بازار کې ليدلي وي چې يو څوک په لاس کې ټليفون يا بل څه ګرځوي او وايي چې لاس مې بند دی، او ارزانه يې خرڅوم، خو چا چې دا سودا کړې ده، هغه وروسته ليدلي دي چې له ده سره څه وشو.

هر کله چې موږ مخکې لدې چې د پریکړې حالت ته ورسيږو، د اوسني حالت په اړه معلومات راټولوو، هر هغه څه چې په ښه توګه وکړای شي موږ له اوسني حالته وباسي، ښه انتخاب دی. نو ځکه د برياليو او ښو پریکړو لپاره دا مهمه ده چې شخص دې پر خپل اوسني حالت هم پوه شي.

د پریکړې لپاره باید د پروسې او نتیجې اړخونه بیل شي، يعنې له پریکړې وروسته د نتيجې په پړاوو کې که چيرې موږ له خپلې پریکړې او نتیجې خوښ وو، نو فکر کوو چې پریکړه مو ښه ده، خو که چیرې ترې خوښ نه وو فکر کړو چې پریکړه مو بده وه.

خو بايد دې ته وګورو چې آیا د پریکړې لپاره مو خپله منظمه پروسه پر مخ يوړه، ټول ممکنه معلومات مو راټول کړل، ومو ارزول او د هغې پر استناد مو پریکړه وکړه، نو که چيرې په دې حالت کې پريکړه سمه هم نه وي، زموږ پروسه سمه وه او د وخت له تيریدو سره مو د پریکړې توان ښه کيږي.

خو که چيرې له ارزولو او فکر پرته پر يو څه وردانګو، او بيا مو هغه نتیجه هم ښه وي، نو فکر کوو چې تل بايد همداسې پريکړې وکړو، چې ممکن د داسې ساحو پریکړو لپاره مناسبه نه وي چېرې چې کافي پوهه او تجربه ونه لرو.

راتلونکی تل ابهام لري، او موږ د خپلې نننۍ پوهې او تجربې په رڼا کې د راتلونکي په اړه پريکړه کوو، د پریکړې په اړه زموږ جرأت، باور او عمل لدې راځي چې د پریکړې هر اړخ مو ارزولی دی او نيمګړتياوو ته يې ذهناً تيار يو.

برياليتوب پر پریکړه بنا دی، او ښه پریکړه يوه طريقه او پروسه غواړي، بريالي خلک دغه پروسه تنظيموي، پر خپلو پريکړو باور لري او هر کله چې يو څه وټاکي، له توکل او پوره تيارئ سره پر هغې عمل کړي.

ورته ليکنی: مهارتونه پر کومه روان دي، مشري: پريکړې او پوهه، متضاد – Paradox، ظرفیت جوړونه، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading