له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي ده

نن د بشر په تاريخ کې زده کړه تر هر وخت آسانه او ارزانه ده. هر څوک کورسونو ته لاسرسی لري، پر هره موضوع مسلکي سندونه شته، پوهه پراخه او د څو خلکو په واک کې نه ده – هرچيرې ډيره او اکثره يې وړيا ده.

خو له دومره زده کړې سره، بيا هم يوه نيمګړتيا شته، د خلکو عمل ورځ تر بلې کميږي.

د نن د مسلکي ژوند يو ستر تضاد هم دا دی، چې معلومات او پوهه مو ډيريږي، اما ظرفیتونه پر ځای ولاړ دي.

د پرمختګ تيرويستونکی تصور

زده کړه پرمختګ ګڼل کيږي، د تحصيلي سند تر لاسه کول وده ښکاري، په ساعتونو د درسي موادو ليدل د وخت ښه استعمال احساس ورکوي، خو دا هر څه د بدلون سبب نه ګرځي.

اصل پوښتنه د زده کړې نه ده، بلکه دا ده چې، له دومره معلوماتو او پوهې سره مو ژوند له کوم اړخه ښه شوی دی، په فکر، عمل او پريکړو کې مو څه بهتري راغلې ده؟

اوس که وایاست چې څه دومره فرق مې نه دی کړی، نو زده کړه مو يوازې مفکوروي او تيوري ده، عمل ته کړې مو نه ده، او هره هغه پوهه چې عملي نه شي، محدوده ګټه لري.

3d illustration of modern laptop with empty screen near stack of books with graduation cap against beige background

خلک ولې له عمل نه کړي

نو که چيرې زده کړه دومره آسانه شوې ده، عمل ولې سخت دی؟

ځکه چې په عمل کې بايد له هغه څه تير شي، چې په زده کړه کې ترې څوک نه تيریږي:

  • نارامي – د يوه نوي څه عملي کول تل نارامي لري او هم د ناکامئ ويره ورسره مل وي.
  • مسؤليت – شخص د خپل عمل مسؤل وي، نه دا چې يوازې پر يو څه سر خلاص کړي، بلکه پر هغې بايد عمل هم وکړي، او هغه نتيجه ترې واخلي چې دا يې تمه لري.
  • دوام – د يوه عمل تکرارول تر څو چې پر ظرفیت بدل شي، او دا وخت نيسي، او له خلکو سره وخت ډير دی، خو تمرکز او د دوام حوصله نه لري.
  • تفکر – له نيمګړتياوو زده کړه، هر څوک دا کمال نه لري، اکثره ځان له نيمګړتياوو او ناکاميو ساتي، خو دا په اصل کې د زده کړې بهترينې وسيلې دي.

زده کړه د شخص په واک کې وي، معلومه وي، خو عمل يو ابهام او نامعلومتيا لري، او د خلکو خوښيږي چې هلته واوسي چيرې چې د ده واک ډير وي، هر څه ورته معلوم وي، او ځينې وخت تل لپاره هملته پاتيږي.

مسلکي زده کوونکی 

نن سبا له دوامداره زده کړې سره د مسلکي زده کوونکي فکر هم مخ په عام کيدو دی، داسې يو څوک چې دوامداره يې زده کوي، هر وخت په يوه نه يوه کورس او درس کې شامل وي، خو… د عمل يې درک نه وي.

دوی په مفکوروي توګه هر څه درته ښه تشريح کولای شي، پر عمومياتو ښه پوهيږي، د ماهرو او تجربه لرونکو خلکو ژبه او ټکي کاروي، خو کله چې خبره د عمل شي، نو بیا وارخطا او د شاه محمود لټ وي.

او د نن په زمانه کې دا د عمل او وينا تر منځ واټن مخ په ډيریدو او ګرانیدونکی دی.

نن يوازې پوهه کفايت نه کړي

يوه زمانه کې پوهه برکتي وه، ارزښتمنه وه، خو نن يوازې پوهه کفايت نه کړي.

د جيمنای، کلاډ، چيټ جي پي ټي او د مصنوعي ځيرکتيا بې شميره وسيلو په زمانه کې معلومات عام دي، هر څوک تعريفونو، عمومياتو او ګام په ګام لارښودونو ته په ثانيو کې لاسرسی لري.

نو په داسې حالاتو کې پوښتنه دا نه ده چې پر څه پوهيږئ؟ بلکه اصل پوښتنه دا ده چې: پر هغه څه چې پوهيږئ له هغې څرنګه ګټه اخيستلای شئ؟ له هغې سره څه کولای شئ؟

نن سبا اصل توپير د عمل دی.

له زده کړې تر ظرفیته

دغې توپير راکمولو لپاره، بايد پر زده کړه له سره فکر وشي.

زده کړه پر پوهه نه خلاصيږي، بلکه پر عمل کمال ته رسيږي، هغه څه چې مو زده کړي دي، په باوري توګه يې په يوه ريښتوني حالت کې عملي کړئ.

د دې پر ځای چې تل نوي څه زده کولو لپاره ولټوئ، له ځانه وپوښتئ څه چې مې زده کړل يا زده دي، هغه څرنګه کولای شي، زما ژوند بهتره کړي، او څرنګه د هغې پر عملي کولو مخ په وړاندې ولاړ شم؟

څرنګه يې عملی کولای شو

که چيرې د زده کړې عملي کول غواړئ، نو دا ګامونه مرسته کړي:

۱. له زده کړې ډير پر عمل تمرکز وکړئ.

د هر څه زده کولو پر ځای محدود څه زده کړئ، خو هغه پر عملي توګه وکاروئ. هره هغه پوهه چې ګټوره نه وي، د عمل وړ نه وي، او ژوند مو نه بهتره کوي، له هغې ډډه ښه ده.

۲. سمدلاسه يې عملی کړئ

انسان د پاملرنې محدود ظرفیت لري، څه چې زده کړي، هغه ترې ډير ژر هيریږي، نو ځکه څه چې مو زده کړل، او فکر کوئ چې د عمل وړ دي، عملي يې کړئ.

۳. کوچني ګامونه واخلئ

هر بدلون وخت نيسي، ضرور نه ده چې ستر يې پيل کړئ، کوچني ګامونه واخلئ، او بیا همداسې مخ په وړاندې ولاړ شئ. موږ ګام پر ګام منزل ته لنډيږو.

۴. څه کار کړي، څه نه کړي

په دوامداره توګه دې ته وګورئ، چې څه کار کړي، څه نه کړي، او څرنګه هغه څه چې کار کړي، هغه ډير کړم.

۵. بدلون مو وارزوئ

که چيرې له دومره زده کړې سره بيا هم، هیڅ نه بدليږئ، نو ښکاري چې زده کړې ځای نه دی نيولی، پر خپلو طريقو او فکر بيا کار وکړئ.

نن عملي شوې پوهه بدلوونکې ده. د نن ادارې دې پسې نه ګرځي چې څومره پوهيږئ، هغه داسې څوک لټوي چې خپله زده کړه عملي کړای شي، داسې څوک چې ډير عمل ولري، ځان عيار کړای شي، او ښو پايلو پسې وګرځي.

په پخوا زمانه کې بیسوادي د لیک او لوست توان نه درلودل وو، د نن بیسوادي د پوهې عملي کولو توان نه لرل دي. تاسې نورو معلوماتو ته اړتيا نه لرئ، بلکه ډير عمل او ښې نتيجې بايد ولرئ، ځکه پوهه يوازې هغه وخت غښتلې او پیاوړې کوونکی ده چې ستاسې عمل او کار ښه کړي او عملي اړخ ولري.

ورته ليکنی: د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading