اکثره ادارې پر دې انګيرنه کار کړي چې د ښه کارکوونکي لوړول او ورته ترقي ورکول له هغې ښه مشر جوړوي، له دوی سره دا فکر وي چې په اوسنۍ دنده کې ښه دی، نو د مشرۍ په چارو کې به هم ښه وي.
خو، ښه کار او مشري سره يو نه دي، پراخه توپيرونه لري.
پرمختګ او موقف کې لوړوالی عموماً د تخنيکي مهارتونو، زحمت او تجربې پر اساس وي. خو، مشري نور مختلف مهارتونه غواړي، چې له کبله يې استثناً له ښو کارکوونکو او مامورينو ښه مشران جوړيږي.
د کارکوونکي او مشر د فکر تر منځ توپير وي. کارکوونکی پر کارونو او مسؤلیتونو متمرکز وي، هغه ته شخصي اجرات مهم وي، يعنې له ځانه راتاوو وي او ټول پام يې ورسپارل شوي مسؤليت سمې اجرا ته وي، يوازې له هغه څه سره يې کار وي چې ده ته ښودل شوی وي.
خو، مشر پر خلکو تمرکز کړي، غواړي پوه شي چې څوک څرنګه ښه کار کړي، او هماغسې بيا ورسره معامله کوي. لوری او لومړيتوب ورته مهم وي، پر هغه څه تمرکز کړي چې دا خپلو اهدافو او لومړيتوبونو ته ورسوي. د پريکړې توان لري او له سختو پریکړو ډډه نه کړي، او په ابهام او فشار کې نه وارخطا کيږي. د نورو پرمختګ او وده ورته ځان لپاره ګواښ نه ښکاري، نور هڅوي او پياوړي کوي تر څو وړاندې ولاړ شي.
اصل خبره دا ده چې د کار سر ته رسول، د کار له مشرۍ سره توپير لري.
د مشرانو نيمګړتياوې
کله چې دغه کارکوونکي د مشرۍ موقف ته ورسيږي، نو بيا له دې ننګونو او نيمګړتياوو سره مخ وي:
- هڅه کړي هر څه پخپله وکړي، ځکه چې پخواني کار يې ده ته ګټه کړې وه، نو اوس ورته سخته ښکاري چې خپل دا عادت پريږدي.
- د خپلو همکارانو/ مادونانو په هر کار کې غرض لري، ډيرو کوچنيو کوچنيو موضوعاتو کې يې ځان دخيل کړی وي.
- خلکو ته واک او مسؤليت نه سپاري، که چيرې تاسې خلک ولرئ او له هغوی څخه ګټه وانخلئ، نو بيا د دومره ستر لښکر ګټه څه شوه؟
- له سختو پریکړو ډډه کړي، د مشرۍ په چارو کې ممکن هر پریکړه آسانه نه وي، مشر له ستونزمنو او سختو پریکړو نه تښتي، خپل مسؤليت پيژني او د پریکړو پر عواقبو هم فکر کړي.
- له همکارانو/ کاري ډلې سره ضعيفه اړيکې، ځان له نورو لوړ بولي، ورسره غږيدنه او ورته لاسرسی ستونزمن وي، او که چيرې څوک ورسره غواړي چې وويني نو له څو پوړونو او بيورکراسئ به تيریږي.
- برياليتوب ته د خپلو شخصي لاسته راوړنو له نظره ګوري، د دې پرځای چې د ټولې کاري ډلې بریاليتوب ولمانځي، او شريک عمل يې وبولي اوس هم ورته له خپل شخصي نظره ګوري.
ولې داسې کيږي؟
کله چې يو څوک لوړ موقف ته پرمختګ کوي يا اداره يې هلته مقرروي، نو د هغې پخواني کار ته ګوري، او د هغې پر بنسټ پریکړه کړي، خو دا د راتلونکي کار لپاره هلته ليږل شوی دی، نو بايد راتلونکي ته يې وګوري چې هلته به څرنګه بریالی وي.
له همدې کبله اکثره ادارې د مشرۍ روزنې يا د تيارئ ميکانيزمونه نه لري، ځکه چې فکر کړي مشري طبعي ده او څه خاصې زده کړې یا مهارتونو ته اړتيا نه لري. لدې سره، په شخصي توګه پرمختللی شخص هم خپل فکر نه بدلوي او د مشرۍ فکر ته نه ځي، او هڅه کړي چې هر څه پخپله وکړي او پر هر څه د واک هڅه کړي يا لږ تر لږه ترې ځان خبروي چې په اړه يې پريکړې وکړي.
مشري څه غواړي؟
په پيل کې د ښه کارکوونکي پرمختګ ښه عمل دی، په اداره کې خلکو ته دا احساس ورکوي چې پر استعداد او زحمت څوک پرمختګ کولای شي، خو که چيرې دا بدلون او انتقال ښه مديریت نه شي، نو امکان دې ولري چې د پرمختللي شخص له کبله اداره دوه تاوانونه وويني، لومړی دا چې د دې شخص اوسنئ دنده يا له کومې دندې چې يې پرمختګ کړی دی هم خرابه شي، ځکه د ده په ډول به يې راتلونکی شخص نه شي کولای، او ورسره به په خپل نوي موقف هم ګټور نه وي.
نو، ځکه بايد پوه شو چې مشري څه غواړي، عموماً له مشرانو تمه وي چې:
- له نيمګړو او ناقصو معلوماتو سره پریکړې وکړي، ضرور نه ده چې تاسې سره دې ټول معلومات په لاس کې وي تر څو پریکړه وکړئ، د اړتيا په صورت کې په شتو وسايلو کې بايد پريکړه وشي.
- خلکو مديريت مهم دی، هڅه بايد وشي چې له دندو او مسؤلیتونو سره د خلکو پر مديريت هم کار وشي، د مشر په توګه تاسې له خلکو سره کار کوئ، هغوی سره ستاسې سلوک څرنګه دی، دا تر ډيره ستاسې بریاليتوب ټاکي.
- اعتماد رامنځ ته کړي، اکثره وختونه داسې حالات راځي چې متقابل او د جانبينو تر منځباور او اعتماد پریکړه کوونکی او قاطع عامل وي، مشر تل هڅه کړي چې دغه اعتماد خراب نه شي، او نور يې هم غښتلی کړي.
- لارښونه کړي، له لارښوونو هدف هره پریکړه او له لاسه نيول نه دي، بلکه مشر پوهيږي چې کوم لوري ته درومو، او هغې لور ته اداره، خلک او ځان لنډوي.
- مسؤليت اخيستنه، دغې کې دواړه فردي او ډله ييز مسؤلیت راځي، مشر نه يوازې چې د ځان بلکه د خپلې د کاري ډلې د کار او نتایجو مسؤليت اخلي.
نو که غواړئ ښه مشران شئ:
- له هر څه پخپله کولو څخه د نورو غښتلي کولو په لور ولاړ شئ.
- ځان پوه کړئ چې څرنګه نورو ته مسؤلیتونه او کارونه وسپارئ.
- د همکارانو او ډلې پر لاسته راوړنو تمرکز وکړئ، نه دا چې فردي او شخصي لاسته راوړنې ولمانځئ.
- په خپلو اړيکو کې دوام ولرئ او څرګنده اوسئ.
- پر دې پوه شئ چې د مشر په توګه به ډير څه هر وخت روښانه او څرګنده نه وي، خو بيا به هم کار کوئ.
په پای کې، مشري د ښه کار جايزه او لاسته راوړنه نه دی، بلکه مختلف مسؤلیت او مهارتونه دي. ښه کارکوونکی دې پسې ګرځي چې څرنګه خپل کار په ښه توګه سر ته ورسوي. خو، ښه مشر بيا په دې لټه کې وي چې د ده له کبله څرنګه نور ښه کار کولای شي.
اوس له ځانه وپوښتئ چې آیا غواړئ د مشر په توګه بریالی شئ يا اوس هم غواړئ چې خلک مو د ښه کارکوونکي په توګه وپيژني؟
ورته ليکنی: ولې ځينې کاروبارونه له يوه حده اخوا وده نه کړي، له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي ده، مهارتونه پر کومه روان دي، مشري: پريکړې او پوهه، متضاد – Paradox، ظرفیت جوړونه، د معلوماتو واکداري، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه





Leave a Reply