مصنوعي ځيرکتيا به مو ځای ونه نيسي، خو هغوی چې ښه يې کاروي، به پرمختګ وکړي

مصنوعي ځيرکتيا به د خلکو ځای ونه نيسي، او اصل بحث هم دا نه دی بلکه پوښتنه دا ده چې آیا موږ به وکولای شو چې لدغې وسيلې څخه د خپل شخصي، مسلکي او کاروباري ژوند بهترئ لپاره سمه ګټه واخلو. د بشر د تاريخ هرې نوې وسيلې په توګه، مصنوعي ځيرکتيا هم يوه وسيله ده او هغوی چې ښه يې کاروي، به له هغوی ډير وړاندې وي چې هیڅ ترې ګټه نه اخلي، يا يې سمه نه کاروي.

نړيوالې څيړنې ښيي چې د مصنوعي ځيرکتيا کارول او قبلول مساوي نه دي، او هغه هېوادونه چې له ضعيفه زيربناوو، ټيټو ډيجيټلی مهارتونو او د سيمه ييزو ژبو له محدودو وسيلو کړيږي، ممکن وروسته پاتې شي، که چيرې د نوو وسيلو پر عملي کولو او خپلولو تمرکز ونه کړي.

مصنوعي ځيرکتيا پخپله دومره غښتلې نه ده، خو چې انسان يې ښه استعمال زده او ځان پرې غښتلی کړي. بشر به تل د خپل قضاوت، تجربو، اخلاقياتو، ابتکار او مسؤليتونو واک ولري، خو د همدې چارو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې کولای شي، ښه مرستیالان واوسي.

ستونزه د مصنوعي ځيرکتيا نه ده، ستونزه دا ده پداسې حال کې چې د مسلکي ژوند تمې او چارې بدليږي، چې له کبله يې د کار وسيلې او طريقې هم شکل بدلوي، اما موږ ورسره بدل نه شو، او له دغو وسيلو غوره ګټه وانخلو، وروسته به پاتې يو، او ملامته به وسيلې وي.

Man processes data for artificial intelligence on a conveyor belt.

دا وسيلې د چا لپاره دي؟

دغه اکثره تجارتي وسيلې دي، او د هر تجارتي محصول او خدمت په څير دوی لپاره پراخه تبليغات او بازار موندنه کيږي، خو لدې سره د دوی له ارزښته انکار نه کيږي، او دا نه يوازې چې پرمختلليو هيوادونو او سترو شرکتونو لپاره ګټورې وي، موږ لپاره هم خپلې ګټې لري.

په داسې چاپيریال کې چې زيرمې محدودې وي، هلته دا وسيلې نورې هم ګټورې واقع کيدای شي، زده کوونکي ترې د پيچليو موضوعاتو ساده کولو لپاره ګټه اخيستلای شي، کوچني کاروبارونه يې د خپلو محصولاتو ښه بيان او بازار موندنې لپاره کارولی شي، مديران پرې بهتره راپورونه او مفاهمې وسيلې جوړولای شي، همداسې نورې ډيرې ګټې او کارونې لري.

بیا هم اصل بحث د وسيلې نه دی، بلکه د کاروونکي دی، که يو څوک ښه الوتکه يا موټر ولري او د چلولو توان او مهارت يې ونه لري، نو ستونزه د وسيلې نه بلکې د کاروونکي ده.

د افغانستان په څير چاپيریال کې ممکن د انټرنيټ محدوديت او بې ثباتئ، د ډيجيټل مهارتونو ټيټوالي، د ژبې ستونزو، د وسيلو بيو او اړيکو او په کاري او مسلکي چاپيريال کې يې د مسلکي کارونې د محدودو فرصتونو له کبله کارول دومره عام يا ښه ونه ګڼل شي، خو په نړيواله توګه بيلابيلې څيړنې ښيي، هغوی چې له دې وسيلو ښه او غوره ګټه اخلي د شخص او هم د کاروبار په توګه له هغوی چې دا وسيلې نه کاروي، څخه وړاندې او ګټور دي.

ګړندی پرمختګ

لدې سره موږ ښه بيلګه د ټليفونونو د ترويج لرو، هغه هېوادونو چې د سیم لرونکو ټليفونونو لپاره يې چاپيريال مناسب نه وو، يا يې هلته پانګونه نه وه کړې، مستقيماً ګرځنده او بې سيمه ټليفونونو په لور ولاړل، چې افغانستان يې ښه بيلګه ده، نن د هېواد پریکنده برخه د ګرځنده ټليفونونو تر پوښښ لاندې ده.

همدې ته ورته، ضرور نه ده چې ادارې او خلک دی د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو پوخوالي او خپلې طبعې ته برابريدو ته ځنډ وکړي، دوی کولای شي چې هر څومره یې هر چیرې کارولی شي، ترې ګټه واخلي.

له ساده اړيکو نيولې، د سندونو تر اختصارولو، د غونډو او مجالسو احوال نيولو، مفکورو رامنځ ته کولو، د ژباړې او ژبې بهترولو، د مشتريانو اړيکو او پيغامونو ښه کولو او د تجارتي پلانونو تر جوړولو هر څه لپاره کارولی شي.

دا تر ډيره د مهارت تشه ده

ډيرو سره دا پوښتنه وي چې د مصنوعي ځيرکتيا کومه وسيله وکاروم؟، مهمه وسيله نه ده، مهم د هغې استعمال يا ګټه ده چې تاسې يې لدې وسيلې غواړئ، او پدې کې تر ټولو مهم مهارت د سمې پوښتنې پوښتل دي.

دا وسيلې ډيرې غښتلي دي، خو غښتلتيا يې تر کاروونکي محدوده ده، کاروونکی بايد پوه شي چې څرنګه ښې پوښتنې وکړي، له ښه قضاوته کار واخلي، معلومات باوري کړي، پر چاپيريال پوه شي، ورسره د هر څه تمه لدې وسيلې ونه لري او تر پايه له خپلو اخلاقي حدودو وانه وړي.

د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې د فکر او قضاوت ځای نه نيسي، دا يوازې له تاسې سره په ښه فکر او قضاوت کې مرسته کړي.

سره لدې چې دا وسيلې خپلې ګټې لري، خو ورسره نوی څيړنې دا هم ښيی چې دوامداره استعمال يې د فکر او خلاقيت د ضعف او لټئ سبب ګرځي. خلکو ته غلط معلومات هم ورکوي، د کاروونکي شخصيت پړسونه هم ترې ثابته ده، کاپي پيسټ فکر هڅوي، د فکر يووالي او ورته والي په لور شخص بيايي او که چيرې محرمو او شخصي معلوماتو ته ورته لاسرسی ورکړل شي، نو شخصي حريم هم نقصوي.

لدې پرته زموږ په څير ژبو، دودونو او سيمو په اړه يې معلومات نيمګړي او تر ډيره ناقص دي، نو که چيرې کاروونکی يې په کارولو کې احتياط ونه کړي، ښايي له ګټې ورته تاوان ورسوي.

څرنګه ترې ګټه واخلئ؟

  • هره ورځ يې کوچنيو چارو لپاره وکاروئ
  • د مفکورو په پيل کې يې وکاروئ، نهايي پریکړه پخپله کوئ
  • د ښو پوښتنو او معلوماتو راټولولو چم زده کړئ
  • هیڅکله یې د خپلو تجربو بديل مه بولئ، هر څه چې درته وايي له ځان سره يې وارزوئ، چې څومره په تول برابر دي.
  • هيڅکله ورسره محرم معلومات مه شريکوئ.
  • د کار له بهترئ او ښه والي لپاره يې وکاروئ، خپل کار پر دوی مه کوئ.

همداسې يې کولای شئ، خپلو کاروبارونو او مسلکي چارو لپاره هم وکاروئ، د کاروباري اعلانونو او مشتريانو خدمتونو ښه کولو لپاره پراخه استعمال لري.

نن سبا زده کړه ډيره عامه ده، انټرنيټ او همدا مصنوعي ځيرکتيا وسيلې د هر څه ځواب لري، بريالي هغوی دي چې د دغې پوهې د عملي کولو چم يې زده وي، او له وخت سره ځان بدل او عيار کړي.

ورته ليکنی: ولې اکثراً ښه کارکوونکي پر ښو مشرانو نه بدليږي، ټکنالوژي او عقيده، ټکنالوژي او ذهني وده،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟، د فکر تپل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading