ضعيفه کاري کلتور او بې ځايه رخصتئ

هېوادونه پر اجتماعي کارونو آباديږي داسې ډېرې بيلګې شته چې مشرانو او شاهانو په دوامداره توګه ساعتونه کار کړی تر څو يې هېوادونه د پرمختګونو پر لاره سيخ کړي دي، ډېرو جګړه ځپلو يا جګړې راوتليو هېوادونو بيلګې شته چې بادشاهانو/ واکمنانو يې له دوهمی نړيوالې جګړې وروسته شل ساعته کار کاوه، له ولسه يې يوازينئ غوښتنه دا وه چې تاسې لږ تر لږه دولس ساعته کار وکړئ.

دلته په هره بهانه رخصت وي، د يوې وينا لپاره له نيم ډېر دولت بنديږي، په هره اونئ کې دوه ورځې رخصت وي او هغوی چې له نړيوالو سره کار کوي څلور ورځې رخصت زغمي، زموږ اونئ چې شروع شي د نورې نړئ اونيزه رخصتئ پيل شي، که چيرې زما مال د کوم بهرني هېواد په ګمرک کې انتقال لپاره پروت وي زه پرې هره ورځ پيسه ورکوم، نو بيا مو الله مل شه چې د يوې ورځې لپاره څلور چنده تاوانونه زغمئ، داسې نورې ډېرې بيلګې شته چې بيځايه رخصتيو له کبله هم مالي او هم کاروباري جنجالونه راپيدا شوي دي.

موږ ډېر غني تاريخ او ولس لرو، که چيرې د هر چا ورځې ولمانځو نو بس همدا کار به راپاتی وي، ورسره دا لمانځنی تر ډېره سياسي اړخونه او د ځينو خوشحالولو لپاره ورکول کيږي، نه دا چې د ملي پيژندنی او ملت جوړونی سبب شي، موږ هندوان لرو، سيکان شته، يهود مو هم درلودل، داسې نور ډېر قومونه دلته ژوند کوي، مات ګوډ حقوق هم لري، آیا يوه وينا يا د انقلاب ورځ لمانځل د دوی له حقوقو يا خوښيو لمانځلو ډېر مهم دي، موږ هيڅ داسې ملي ورځ نه لرو چې يوازی دوی لپاره ځانګړې شوي وي.

زموږ کاري تمرينات په ځانګړي ډول دولتي ارګانونو کې له اوله هم سست دي، ورسره په عمومي توګه د ملت په حيث موږ د زحمت او کار قدر نه کوو، که د سنګاپور يا جنوبي کوريا مثالونه که ور هم نه کړو چې د ښوونځي زده کوونکی يې سهار اووه بجې له کوره وځي او ماخوستن لس بجې کور ته له بنډل کورني کار سره راځي، که د ځينو نورو سوسيال ډول هېوادونو بيلګې هم راواخلو نو هلته په اوسط ډول خلک له لسو ساعتونو ډېر کار کوي، ورسره زموږ د کار کلتور ډېر ضعيفه ده، داسې استثناً به ډېر کم خلک پيدا کړې چې له ښوونځي سره کار هم کوي، د پوهنتونونو ځينې زده کوونکي له زده کړې سره وظيفې هم لري چې يو ښه دود دی.

هېوادونه او پرمختګ اجتماعي زحمت غواړي، ټول بايد په شريکه هڅه وکړي چې د هېواد خښته يې په خښته شي، دلته د هر مړي، ژوندي او انقلاب لمانځل او هغه هم پداسې هېواد کې چې هره ورځ شهيد ورکوو او د ولس هر دويمګړی يې د انقلاب شوقي دی دلته د رخصتيو ليست په اوږدو دی نه په لنډيدو، ورسره موږ د پنځه زره کلن تاريخ وياړ لرو خو تر ټولو زړه رخصتئ مو د آزادئ لمانځل دي، چې څو سوه کاله قدامت لري، نوی کال خو شاوخوا نور هېوادونه هم لمانځي، زموږ له ديرش څلويښت کاله تاريخ اخوا نوری ورځې څه شوی؟

رخصتئ د ملت جوړونی او زحمت کشه ولس آرامئ لپاره کاريږي، خو نن زموږ له رخصتيو داسې حالت جوړ دی، چې د رخصتيو په منځ کې کله کله کاري ورځ هم راځي، يا لکه چې پدې ټلويزونونو کې تفريحي پروګرام يا سپورتي لوبه ګورئ چې د اعلانونو په منځ کې کله کله پروګرام هم راښکاره شي.



ټولي:مديريت Management

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: