افغانستان اساسي قانون د شپاړسمی مادی پر اساس اته ژبې رسمي دي، دوه، پښتو او دري، يې ملي رسمي دي او شپږ نورې، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، او پاميري يې ساحوي رسمي دي، دلته موږ پدې بحث کوو هغه اداری چې په ملي سطحه کاروبار يا فعاليت لري آيا د دې ژبو ويونکو ته د هغوی په ژبه خدمات برابروي که نه!
که لومړي له دولته پيل کړو، نو څومره دولتي مامورين پدې ټولو پوهيږي؟ او څومره محلي استخدام شوي مامورين پر دې ژبو له خپلو مراجعينو سره غږيدای شي؟ اکثره وختونه دا ملي رسمي ژبې هم څوک نشي ليکلای، دولتي بريښناليکونه په پريکنده توګه انګليسي دي او لیکلي مکتوبونه يې داسې رسمي ژبو ادابياتو کې ليکل کيږي چې که په دولت کې دې سر نه وي سپين کړی نو ډېره په سخته به دې پرې سر خلاص شي، اکثره وختونه فکر کوی چې دولتي مکتوب له افهام او تفهيم زيات د ګرامر تدريس لپاره کارول کيږي.
هر کله چې تاسې کومې مخابراتي شرکت ته زنګ ووهئ او طالع مو ښه وه چې له شل پنځه ويشت دقيقو وروسته چا ځواب درکړ، نو هلته هم د ژبو جنګ درسره کړي چې وروره ژبه دې غلطه کړې ده، دې بلې شمېرې ته زنګ ووهه، ورسره مخکې لدې چې ستاسې اړيکه وصل شي، له پښتو او دري پرته د بلې هيڅ ژبی اختيارولو امکان هم نه لرئ، نو که پدې دواړو ژبو نه پوهيږئ نو بيا مو الله مل شه.
ورسره که تاسې دولتي ویبپاڼو ته ولاړ شئ، نو يوازې انګليسي، دري او پښتو ژبی پکې وينئ، سره لدی چې ويبپاڼه رسمي او ملی بڼه لري، که يو څوک لدې ځايونو څخه د اړونده معلوماتو په تمه ويبپاڼې ولټوي نو ممکن له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.
هره اداره چې د ملي پوښښ دعويداره وي، هغه مجبوره ده چې ولسي کلتورونو ته درناوي په رڼا کې د محلي ژبې ويناوال په خپل کارکوونکو کې ولري، سره لدی چې موږ ډېر غني کلتور او بيلابیلی ژبې لرو، داسې ژبې هم شته چې له پنځه سوه کم ويناوال لري، خو د هغوی لپاره ممکن د ويناوالو ګمارل به اقتصادي نه وي، خو هغه ژبې چې پراخه محلي شتون لري، او قانوني پوښښ هم لري بايد ورته درناوی وشي.
هر کله چې اساسي قانون د ژبو له محلي رسميت بحث کوي نو په پريکنده توګه ټولو دولتي او شخصي ادارو ته لارښوونه ده چې که په دغه ساحه کې کار کوئ تاسې بايد پدې ژبو پوه شئ، په ځانګړي ډول تجارتي شرکتونو لپاره چې د هغې ساحې له کاروونکي ښه زړه د اخلاصه پيسې اخلي، د خدمتونو کيفيت يې تر پوښتنې لاندی وي، خو چې کله ترې په خپله ژبه خدمت وغواړي، نو له ستونزو سره مخ وي.
د هر څه تمه له دولته نه کيږي، زموږ غريب هېواد دی، له يوه فيصده هم کم خلک ماليه ورکوي، دلته د نورو بنسټيزه خدمتونو لپاره هم وسايل کميږي، خو که مناسبی کړنلاری او اوږدمهاله فکر وشي دولت کولای شي دا هر څه هم د کاروباري اړتياوو برخه کړي، هر هغه څوک چې له محلي ولس پيسې اخلي او مات ګوډ خدمت ورته برابروي، مکلف دی د ولس په ژبه پوه شي، دا ډول موږ کولای شو خپلې محلي ژبې هم راژوندئ او غښتلي کړو او ورسره مسؤله کاروباري راکړه ورکړه او ښه خدمتونه هم رواج کړو.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ