پراخه نړۍ، څرنګه له نړيوالو مختلطو ډلو سره کار وکړو

ليکونکی: انوپم تيواري، پي ايم پي

ژباړه: عبدالواحد سهاک

څرنګه کولای شو چی بيلابيلو نړيوالو ډلو او ګروپونو سره کار وکړو؟

۱. د یوی پروژی مدیر لپاره

د يوه داسې پروژې مدير لپاره چې له محلي ډلو سره د کار تجربه لري، له نړيوالو د کار لومړئ تجربه به يې له ټکان يا له شاک کمه نه وي. ناڅاپه، تاسې پاشلي خلک، چې بيلابيلې ژبې وايي، مختلف پس منظرونه لري او د وخت په نه برابريدونکي ساحو کې اوسي، بايد په يوه ښه کاري ډله کې راغونډ کړئ. دلته موږ د ځينو بهترين تمرينات او تجارب وړاندې کوو چې له تاسې سره پدې چاره کې مرسته کولای شي.

۲. ويډيو کنفرانس کارول

البته، اکثره انسانی اړيکی غیر شفاهي وي چې د انسان د څيرې، اشارو او وجود حرکاتو له لارې صورت نيسي. که چېرې تاسو یوازې بريښناليک او ټليفون له لارې خپل د نړیوال ټیم د مديريت هڅه وکړئ، نو پروژه د ناکامئ په لور درومي. لومړی، پر مخامخ ناسته يا فزيکي غونډه پروژه پرانيزئ، ورپسې د نورو غونډو لپاره دوهم بهترين حل، ويډيو کنفرانس غوره کړئ. چې د ټيم غړو تر منځ د بهتره مفاهمې سبب ګرځي او غلط افهام او تفهيم مخه نيسي. دغه غونډی ثبت او له یادښتونو سره يوځای يې وويشئ. همدارنګه، د پروژی ډلو غړي وهڅوئ چې د ټليفون او برېښلیکونو دواړو له لاری هم سر وغږيږي. ټليفونونه غږيدا ته شخصيوالی راوړي او بريښناليکونه د وضاحت سبب ګرځي. معلوماتو ته چټک لاسرسئ لپاره سمدستي پيغامونه يا چټنګ وکاروئ. بازار کې ګڼ شمېر تجارتي وسيلی شته چې غونډی، چټنګ او ويډيو کنفرانسونه ټول لري.

۳. کالیزه/ جنتري يوځاي کړئ

منځني ختيځ کې جمعه او شنبه رخصت وي، او په اوړي کې اکثره اروپا پر کلنيو رخصتيو ځي، د سيمه ييزو رخصتيو احوال ساتلو لپاره داسې وسيله وکاروئ چې د بيلابيلو جنتريو يوځای کولو توان درکړي. اکثره آنلاين د غونډو اداره کولو پروګرامونه تاسې ته د بيلابيلو جنتريو يوځای کولو توان درکوي.

۴. پر کلتوري توپيرونو پوه شئ

ډیرو اسیایی، کلتورونو کې هو يا د سر خوځول د درناوي ښودلو لپاره وي، او ضرور نه ده چې ستاسې له خبری سره موافق وي. باوري کړئ چې ستاسې د پروژې غړي پر بيلابيلو کلتورونو پوهيږي يا يې روزنه ليدلي وي، تر څو د غلط افهام مخه مو نيولي او پروژه مو له ناکامئ ژغورلي وي. فرهنګي/ کلتوري زده کړو ویډیوګانو کولای شو آن لائن پيدا کړو.

۵. د ژباړن په اړه فکر وکړئ

که څه هم انګلیسی سوداګرۍ نړيواله ژبه ده، خو قوي لهجی بيا هم کولای شي د سمی پوهيدنې مخه ونيسي. سوداګرۍ لپاره مهمو مشتري خبرواترو دا ډول تشويش ممکن پروژه له ګواښ سره مخامخ کړي.  په داسې حالاتو دا مهمه ده چې ژبې ژباړن ولرئ تر څو د افهام او تفهيم لريوالی له منځه يوسي. که د ژباړن موندل ستونزمن وي، خپل د خرڅلاو ډلی سره په اړيکه کې شئ، دوی عموماً محلي خلک وي او د ساحی په ژبه کې مهارت لري.

۶. د ډلی ټول غړي شامل کړئ

د ډېرو لرو پرتو سيمو ټيمونه اکثره شکايت کوي، چې هغوی په ډېر څه کې نه شامليږي او او دوهمه کچه کار ورکول کيږي. د دې مخنيوي لپاره د پروژې په پيل کې لارښوونکي اصول کيږدئ چې څوک به څه کړي او کومی پرېکړی به کوي. همداسې په ياد ولرئ، له لرې پرتو سيمو غړو څخه وخت پر وخت نظر وغواړئ تر څو هر څوک د خپلو تجاربو شريکولو وخت ولري، ورسره دا به مرسته وکړي تر څو اړونده مهارتونو خلک له مناسبو کارونو سره يوځای شي.

۷. بيلابيلو (نړيوالو) وختونو کې کار وکړئ

زما په يوه اوسنئ پروژه کې له امريکا، انګلستان، هانګ کانګ، هند او اسټراليا څخه خلکو ګډون کاوه، چې د ټولو حاضرول يو ستونزمن حالت وو، اخيره کې مو حالت داسې برابر کړ هغوی چې وخت ورته نامناسب وو يوازې محدود او مهم وخت لپاره له موږ سره شريکيدل. ځان پوه کړئ چې د ډلی کوم غړي په نامناسب وخت کې له تاسې سره شريکيږي، او ورسره وګورئ که چيرې کولای شئ چې د پروژې ډلی په دوه مهمو وختونو وويشئ.

۸. د کار له محلي قوانينو ځان خبر کړئ

په یاد ولرئ چې محلي قوانينو يا ګمرکات د زيرمو د اضافي لګښت ګرځيدای شي. د بیلګې په توګه، په ډیرو هیوادونو کې، ډلې هغه غړي چې د ماښام له پنځو اخوا کار کوي د اضافه کارئ مستحق ګڼل کيږي. هڅه وکړئ کار داسې تنظيم کړئ چې په رسمي ساعتونو کې خلاص شي، ورسره د ډلو تر منځ مناسبه همغږي هم د کار د سرعت او ښه والي سبب ګرځيدای شي.

(PM Network, PMI monthly magazine, August 2015)


ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: