يو کلي کې بزګر وو چې تل به يې د جوارو ښه فصل درلود، دی جوارو به ورته ښه ګټه او جوايز راوړل.
هر کال به ده د ولايت په سطحه د ښه فصل جايزی ګټلی.
يو کال يوی ورځپاڼی وغوښتل چې د دی بزګر په راز پوه شي، مرکه يې ورسره برابره کړه.
خبريال له بزګر څخه د هغې د برياليتوب راز پوښتنه وکړه.
بزګر خبريال ته وويل: چې زه د خپلو ښه جوارو تخم له ګاونډي بزګر سره هم شريکوم او هڅوم يې چې ويې کري.
خبريال: تاسې څرنګه د خپل بهترين جوارو تخم له ګاونډي سره شريکوئ، پداسې حال کې چې هغه هم په سيالئ کې ستاسې سيال دی.
ولی؟ بزګر وويل تاسې نه پوهيږئ، چې سيلئ د بوټي د ګل ګرد/دوړه الوزوي، او پټي په پټي يې شيندي، که زما ګاونډی ټيټ او خراب جوار ولري، نو د هوا له کبله الوتلی ګرد زما فصل هم خرابوي او د جوار کيفيت مې اغېزمنوي.
نو ځکه که زه ښه فصل غواړم، نو زما ګاونډي هم بايد ښه فصل ولري، تر څو يو له بل زیانه ځان وساتو، او د یو بل ملاتړي شو.
برياليتوب او مزل يې پر همکارئ ولاړ وي.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ