د دوه مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو اعتبار

زموږ د وطن فيسبوک او ټولنيز ميډيا نورې پاڼې تر ډېره د جنګ اول خط په څير وي، ډېر محدود به ښه بحثونه وګوری اکثريت وخت هغه موضوعات ډنګيږي چې جنجالي، ويشونکي او سياسي وي، خو د ټولنيزې ميډيا اصل د خلکو پر محتوياتو دی، خلک دا محتويات زيږوي، خپله يې مصرفوي او خپله يې شريکوي، نو که چيرې زموږ پاڼې له دا ډول معلوماتو ډکې وي، نو طبعاً لدې بريښي چې دا ډول محتويات زيږول کيږي، شريکيږي او مصرفيږي.

وايي د منافق سړي يوه نښه د معلوماتو له ريښتينولي پرته بل ته رسول دي، دلته ممکن ډېر خلک له دا تعريف او پيژندنی سره موافق ونه اوسي، ډېر به فکر وکړي چې هغه څه موږ شريکوو نورو هم کړي دي، خو دلته خبره د ريښتينولئ پر تعريف ده، چې يو څوک د خبر ريښتينولي څرنګه تعريفوي، او دا زموږ د دې ليکنې هدف هم نه دی، خو تر ډېره بايد هڅه وشي چې پر يو څه څوک اعتباري ونه اوسي، د هغې له شريکولو ډډه وکړي.

آنلاين کيدل زموږ د ژوند برخه ده، نن خو حتی که موږ ټليفون هم کاروو نو هلته هم بايد خپل بريښناليک په مرسته حساب جوړ کړو، چې همدا حساب جوړول زموږ تاريخچه پيلوي او هر هغه څه چې کوو ثبتيږي، نو که چيرې تاسې د يوه چا باره کې معلومات غواړئ هغه ګوګل کړئ، نو ټوله اعمالنامه يې درته راسپړي، اوس د دې اعمالنامی معلومات تاسې څومره منئ دا بايد له ځان سره فکر وکړئ.

ورسره زموږ مسلکي ژوند پر لنکډآن، شخصي ژوند مو پر فيسبوک او پاتې حساب کتاب درته ګوګل راسپړي، دلته دا خبره او سلوک ډېر مهميږي چې انسان وړاندې لدې چې هر آنلاين څه ومني بايد له ځان سره فکر وکړي که چيرې زه آنلاين ولټول شم، نو څه به پيدا کړم یا نور به زما باره کې څه پيدا کړي، او آیا هغه څه چې نورو زما په اړه ليکلي دي، زه يې منم او څومره يې رښتيا ګڼم.

د نن په ژوند کې د يو چا باره کې معلومات موندل ستونزمن نه دي، ستونزه د انسان شخصي سلوک دی چې هغه معلومات څرنګه معنا کوي، که يوازې د ټولنيزې ميډيا په ژبه نړۍ ته وګورو نو په ټوله دنیا کې سور اور بل دی نن ده که سبا ټول به پکې ژوندي وسوځيږي.

په افغانستان کې داسې ډېر ليدل شوي دي چې فيسبوک آن پر سیاسي پريکړو خپله اغېزه لرلي وي، داسې هم ښکاري چې کله کوم دولتي چارواکي پسې تبليغات ډېر شي، هغه خپله د فيسبوک پاڼه جوړه او سپانسر کړي، ورپسې د ډنډورې خپل کانال پرانيزي، بيا تا ويل ما ويل ته دروازه پرانيزي.

د ټولنيزې ميډيا محتوياتو پر ارزښت اکثره پوهيږي، يو څه موده وړاندې د فيسبوک څو پاڼې امنيتي ارګانونو تر پوښتنې لاندی راغلی، ورسره داسې تبليغات هم هره ورځ اورئ چې ګاونډي هېوادونو استخباراتو يا نورو په بيلابيلو نومونو پاڼې جوړې کړي دي او زموږ تفرقې او بدنامئ لپاره ترې کار اخلي، ورسره داسې مشهورې فیسبوک پاڼې دې هېواد کې شته چې ځانګړی ادارې يې د پردې تر شا ملاتړوي، او خپلو تبليغاتو لپاره ترې کار اخلي.

هر کله چې موږ د محتوياتو بحث کوو، نو دلته دوه اړخه مهم دي، يو د محتوياتو زيږوونکی دی، او بل يې مصرفوونکی دی، پخوا به د ډنډورو لپاره له راډيو، ټلويزون او اعلانونو کار اخيستل کيده، چې په مسلکي ژبه به ليکل شوي وو، او لدې ژبې سره ډيرو ځان آرامه نه احساسوو، ورپسې ټلويزوني ډرامو او فلمونو هم تبليغاتي شکل غوره کړ، چې له برکته يې هر يو ته ځان پولاد علمدار او جيمزبانډ ښکاري، خو نن سبا په ډيريدونکي ډول د کاروونکي جوړ شوو محتوياتو ارزښت احساسيږي، ځکه کاروونکی عادي نفر دی، ژبه يې بدله نه ده، لوستونکی ورسره اړيکه احساسولی شي او اداری يا نور يوازې دا پيغام شريکوي، چې ما خو نه دي ويلي ستا خلک يې وايي.

نو اوس، که موږ دلته پنځه ميليونه کاروونکي ولرو، په اصل کې پنځه ميليونه اشخاص فيسبوک لپاره محتويات ليکي يا برابروي، دا هيڅ امکان نه لري چې دا ټول محتويات دې د هر يوه په ذوق او شوق برابر وي، نو ځکه هر څوک د خپلې طبعې محتويات رااخلي او وړاندې يې خپروي، هر هغه څه چې ډېر خپاره شي ډېر هم ليدل کيږي، او دا يوه دايروي شکل کې داسې خلکو ته هم رسيږي چې هغه لدې محتوياتو سره هيڅ اړخ نه لري.

چې، د هغوی د غبرګون سبب ګرځي، آوازه شي چې په جرمني کې افغان څه کړي دلته ورته يو قاضي بل وکيل شي، که څوک د رومي عکس رواخلي شريک يې کړي، ټول پکې د خلقت معجزې لټوي، که په بل هېواد کې ټاکنی وي زموږ خلک ورته دلته اتڼ اچوي، چې که چيرې دا غبرګونونه يوازې تر فيسبوکه پاتې شي نو بيا به هم دومره زيانمن نه وي، خو د دې اغېزې د انسان پر سلوک، سايکالوژي، عادتونو، سياسي نظريو او آن په کورني او ټولنيز ژوند له ډېرو څيړنو ښکاره شوي دي.

موږ ټول د دې وسيلې کاروونکي يو، بهتره ده چې د کارولو پر مهال يې ځينې ټکو ته پام وکړو:

۱ – هر څه د منلو نه دي: پر فيسبوک د دروغجنو خبرونو خپرول يوه لويه ستونزه ده، تر اوسه خپله دې شرکت پدې اړه څه نه کول، خو د امريکا اوسنيو ټاکنو وروسته داسې ګڼل کيږي چې پر دوی فشار ډېر شوی تر څو د درواغو مخه ونيسي، خو دغه مخه نيول بيا هم سليقوي شکل ولري، او امکان لري چې ستونزه همداسې پر ځای پاتې شي.

نو بهتره ده چې فيسبوک او د ټولنيزې ميډيا نورو وسيلو څخه د خبر اخيستنې يا خبري زيرمې په توګه کار وانخيستل شي، بهتره ده چې له يوې بلې لارې د خبر ريښتينوالی معلوم شي.

۲ – هر څه د شريکولو نه وي: ځينې وخت به داسې څه وويني چې په سر او پښو به يې هيڅ نه پوهيږی، خو که بل شخص هر څه شريکوي، دا پدې معنا نه ده چې موږ دې هم پر هر څه خپل نظر ورکړو، لکه څنګه چې د مقابل لوری محتويات د شريکولو نه وو، همداسې ممکن په هر څه کې زموږ د نظر شريکول هم مهم نه وي، ورسره لدې وسيلو د خپلوئ او ملګرتوب پاللو وسيلې په توګه کار مه اخلئ، چې که چيرې پلانکي زما يو څه لايک يا شريک کړل زه يې هم بايد هر څه لايک او شريک کړم.

۳ – شخصي يې مه اخلئ: داسې ګڼل کيږي چې په اوسط ډول د فيسبوک هر کاروونکی نږدې ۲۰۰ ملګري لري، نو که موږ د ۲۰۰ ملګرو منځ کې کومه خبره کوو، طبعاً ځينې نظرونه به زموږ د مبارک مزاج خلاف وي، له ځينو سره به موافق يو، خو هر يوه پسې توره راويستل او ورسره ملګرتوب خرابول به فکر کوم ښه نه وي. وايي ټوکی څوک نه وژني، خو که په ټوکو مو څوک په قهر شو، نو بيا مو الله مل شه.

۴ – ضرور نه ده هر يو مو خوښ شي: که له يو چا سره مو نه جوړيږي، ضرور نه ده چې هميش درسره په ليست کې پاتی شي، نه مو خوښيږي د ملګرتوب له ليسته يې ليرې کړئ، که د ليرې کولو سياسي مصرف يې ډېر وي، انفالو يا له تعقيبه يې وباسئ، يعنې ملګری به مو وي خو خبرونه/ اپډيټ به يې تاسې ته نه راځي.

۵ – ځان وساتئ: فيسبوک يا نورې ټولنيزې ميډياوی زموږ د ژوند برخه ده، زموږ پيژندنه ده، لکه څرنګه چې له خپلو جامو، نوم، تحصيل، تربيې او نورو سره احتياط کوئ، بهتره ده چې خپل آنلاين هويت سره هم همدومره احتياط وکړئ، داسې ډېر موارد ليدل شوي، چې يو چا پنځه کاله وړاندې توره کړي وي يو څه يې شريک کړې وي، خو برکتونه يې نن راوځي، مخکې لدې چې پر يو چا آنلاين زړه تش کړئ، بهتره ده چې له ځان سره ښه فکر وکړئ چې آیا زما پر پيژندنه به يې انعکاس او اغېزه څه وي.

لدې ټولو سره، د آنلاين نړئ يو اصل تل پاتيدل دي، که تاسې واياست چې سمه ده يو څه مې شريک کړل، سبا به يې پاک کړم، داسې نه ده، يو ځل چې آنلاين شو، بيا نو څوک نه پوهيږي چې کوم کوم ځايونو کې به يې نقلونه پراته وي، نو ځکه مخکې لدې چې يو څه نړئ ته ورښکاره کړئ، له ځان سره پرې ښه فکر وکړئ.

په اخيره کې، د فيسبوک او نورو ټولنيزو ميډياوو اغېزه د انسان پر سلوک له څو څيړنو راښکاره شوې ده، که يو څوک په زرګونو تعقيبوونکي لري، او هرې روا نا روا ته يې واه واه وايي خو دا پدې معنا نه ده چې دا د نبوغ له پوهنتونه فارغ دی، هر څوک بايد وخت ناوخته په خپل ګريوان کې وګوري، چې نه د ټول هېواد ټيکدار دی، نه د ټول ملت مسؤل دی، او نه هر فن مولا دی چې په هر څه پوهيږي، ځينې وخت له نزاکته به هم څوک د بلې روا ناروا ته واه واه وايي.



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, ,

3 replies

Trackbacks

  1. دولتي مامورين او فیسبوک | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. دروغ خبرونه، انټرنېټ، فيسبوک او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: