پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو

يو څه وخت وړاندې مې ډېر ښه مضمون ولوست، پر سمارټفون روږدتيا، زه چې کله درس ورکوم نو په لومړي ورځو کې به مې برخوالو ته smarphone-addiction-1د ټليفون خاموشه کولو ويل، خو وروسته وروسته مې وليدل چې سخته ده، سره لدې چې خلک يې چپ کړي خو بيا هم هر دقيقه يې ګوري، او که چيرې د يوه ټليفون يو غږ وکړي مسيج، زنګ يا نور، نو ټول شعوري يا غېرشعوري توګه ټليفونونه راخلي يو ځل يې ګوري.

داسې ورځ هم ليرې نه ده، چې تاسې به په مجالسو، غونډو يا روزنو کې سګريټو يا چای لپاره وقفې سره ټليفون کتلو وقفې هم ووينئ.

له ځيرک ټليفون پرته ژوند ناشونی بريښي، د ډيرو لپاره دا اولنی شئ دئ چې څوک يې له ويښيدو وروسته ويني او اخيرني څه دي چې له ويدو کیدو وړاندې يې ګوري.

څيړنو داسې ښودلې چې له نيم زيات خلک له خوب وړاندې ټليفون خپل کټ سر ته ږدي، ډېر يې د موټروانئ پر مهال کاروي، ځينې يې آن د لوبو، فلم، او ډرامو ليدلو پر مهال هم ګوري. ورسره ځينو دا هم منلی چې د مينې پر مهال يې هم ټليفون ته سودا وي او يو نيم خو يې آن په جومات کې هم کاروي. په نوره نړئ کې خو اوس يو بل رواج هم مخ په ډيريدو دی چې په تشناب کې عکسونه اخلي، او د هر څه له نقلولو بريښي چې دلته به هم داسې ځوانان راپيدا شي چې پر کمود به ناست عکسونه اخلي.

اوس دا پوښتنه چې آیا پر ګرځنده ټليفون روږدتيا شته، نو په يوه ټکي کې هو!

موږ يو څه وخت وړاندې پر ټکنالوژئ روږدتيا (دلته يې ولولئ) باره کې ليکلي وو، پر ټليفون روږدتيا هم په هماغه د سلوکي روږدتيا فاميل (لکه قمار، سپورت، جنسي اړيکو او نورو) په قطار کې راځي. هر هغه څه چې ستاسې په ماغزو کې د خوښئ احساس پيدا کړي د روږدتيا توان لري، چې پر هغه عادت واک له لاسه ورکول د روږدتيا اصل دی.

څيړنو پر موادو یا سلوک روږدتيا لپاره شپږ نښې ارزښت، مزاج بدليدل، زغم، ډډې ته کيدل، شخړه او بيرته ستنيدل پيژندلې دي، چې ټولې يې پر ګرځنده ټليفون په روږدتيا کې لیدل کيږي.

ښه، نو اوس آیا تاسې روږدي ياست، راځئ چې معلومه يې کړو

د دې شپږواړو نښو تعريفونه لاندې ولولئ، بيا ورپسې جملو/ پوښتنو ته د منم/نه منم ځوابونه ورکړئ. کله چې دا پوښتنې پوره کړئ نو په يوه بهتره حالت کې به ياست چې پوه شئ چې آیا ګرځنده ټليفون درته له ښځې ډېر ګران دی يا نه؟

ارزښت Salience

سلوک هغه وخت خپل ارزښت پيدا کوي، چې ستاسې په ورځنئ چارو کې ونغښتل شي.

۱. له خوبه پاڅيدو وروسته، ټليفون لومړنی شی وي چې زه يې راخلم.

۲. زه به له نيمې لارې بيرته ستون شم، که چيرې مې ټليفون په کور کې پريښې وي.

خوښي Euphoria

آیا د ټليفون ټنګ، تړينګ يا بل غږ ته خوشحاليږئ؟ دلته زموږ هدف د مزاج يا رواني حالت د ټليفون غږ (که د زنګ وي يا مسيج) نه مخکې يا وروسته بدليدو څخه دی، چې د خوښئ سبب ګرځي، يا د ټليفون غږ ته مخکې يا وروسته خوشحاليږئ.

۳. د زړه تنګوالي په صورت کې اکثراً ټليفون کاروم.

۴. له بد ټولنيز حالت کې څخه وتلو لپاره اکثره همداسې ټليفون غوږ ته نيسم، لکه له يو چا سره چې غږيږم.

زغم/ حوصله Tolerance

لکه له نشه يي توکو يا الکولو څخه، زغم څخه هدف هغه ډيريدونکی ډوز يا اندازه ده، چې معتاد يې د خپلې خوښې/ خوند لوړې درجې ته رسيدو لپاره اخلي.

۵. فکر کوم چې په ډېريدونکي ډول له خپل ټليفون سره ډېر وخت تيروم.

۶. زه له اړتيا/ ضرورته ډېر وخت له ټليفون سره تيروم.


د پريښودنی نښې
Withdrawal Symptoms

د بدخويي، فشار، بې تابئ، ناهيلي/نامیدي او آن وارخطايي احساسات شخص احساسوي که له خپل ټليفونه بيل شي، چې دا د نشې پريښودنې نښی هم بلل کيږي.

۷. زه بدخويه يا قهرجن کيږم که ټليفون مې له سترګو پناه وي.

۸. زه وارخطا شوی يم، که مې فکر کړی وي چې ټليفون مې ورک کړ.

شخړه Conflict

پر ټليفون د روږدتيا/ اعتياد يوه عادي نتيجه شخړه ده. آیا ستاسې ميړه/ ميرمن يا ماشومان ګيله کوي چې تل خپل ټليفونه راتاوو يې؟ آیا په شخصي وخت يا رخصتيو کې مسيجونو، زنګونو يا بریښناليکونو ته اجازه ورکوی چې مداخله وکړي؟ آیا ستاسې کاري فعاليتونه د لوبو، فيسبوک کتلو یا نورو ساعتيريو له لارې چې په ټليفون کې ورته لاسرسی لرئ، اخلال کيږي؟

۹. ما د خپل ټليفون استعمال پر بنسټ له خپلې ميرمنې/ميړه، ملګرو، يا کورنئ سره بحث کړی دی.

۱۰. د موټر چلولو پر مهال ټليفون کاروم.

راستنيدل Relapse

کله چې پوه شو، چې خبره ورانه ده او موبايل راته له ضرورته ډېر ګران دئ، نو د استعمال مخنيوي هڅه يې کوو، خو زړه مو صبر نه کا، او بيرته راستنيږو.

۱۱. ما د خپل ګرځنده ټليفون استعمال کمولو هڅه وکړه، خو دا هڅې ډېر دوام نه کوي.

۱۲. زه غواړم خپل د ګرځنده/ موبايل ټليفون استعمال را کم کړم، خو ويريږم چې نه يې شم کولای.

آيا روږدي/ معتاد ياست؟

راځئ چې اوس وګورو آیا ستاسې د موبايل ټليفون استعمال مناسب دی، يا د روږدتيا په لور وراوښتي ياست. د خپلې شمېرې معلومولو لپاره، د پاسنيو دولس پوښتنو لپاره هر هو ځواب سره جمع کړئ، او پايلې مو وګورئsmartphone_addiction-2

له ۸ زيات هو ځوابونه

خبره مو خرابه ده، ځان لپاره د معتادينو په روغتون کې ځای وګورئ

۵ ۷ هو ځوابونه

خبره مو خرابه کړې ده، او په ګړنديوالي سره اعتياد/روږدتيا په لور روان ياست

۳ ۴ هو ځوابونه

تر اوسه د اعتياد نقطې ته نه ياست رسيدلي، خو بايد په جدي توګه خپل ژوند وارزوئ چې څرنګه د ګرځنده ټليفون له لارې اغېزمن شوی دی

۰ ۲ هو ځوابونه

دا يې تر ټولو ټيټ حد دی، دا هم درته نشم ويلای چې په ځنګل کې ژوند کوئ، ځکه هلته هم د ټليفون سيګنل شته، خو استعمال مو ډېر کم دی يا له ټکنالوژئ کرکه لرئ.

ګرځنده ټليفون زموږ د ژوند مهمه برخه ده، او که هر څومره وغواړو له ځانه يې بيل کړو، بيا هم ډېر څه مو پرې متکي دي، خو داسې ډېر وختونه راځي چې زموږ تمی له دې ټليفون ډېرې زياتی شي، څوک پکې مينې لټوي، څوک دنده، څوک ملګرتوب او څوک سياسي ګوند او نظرونه، دلته مهمه خبره داده چې د استعمال پرېکړه يې بايد زموږ په لاس کې واوسي، او دا واک چې کله يې وکاروو او کله نه بايد زموږ له لاسه ونه وځي، نه د روږدي په څېر چې هر کله د خپلې نشې توکي پر ليدو يې يو کش ته زړه کيږي.

(دا مضمون د بايلور پوهنتون، ډاکټر جيمز روبرټس ليکنې پر استناد ليکل شوی، خو لوستونکو لپاره ژباړل، خلاصه او عيار شوی دی)

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

4 responses to “پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو”

  1. […] د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار، د […]

  2. […] ورته ليکنی: ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي – ||-  د نړيوال تعليمي نظام ناکامي – ||- پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي – ||- د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې – ||- پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو […]

  3. […] (ورته ليکنی: پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي، خپل موبايل له بايسکلي غلاوو وساتئ، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو) […]

  4. […] ورته ليکنی آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – لومړئ برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو […]

Leave a Reply to هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ | مشري || ټکنالوژي || مديريتCancel reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading