د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې

يو څو ورځې وړاندې يوه دولتي وزير په خپل فيسبوک کې ليکلي چې د ده وزارت ښه مفکورو لپاره جايزې لري او کولای شئ زموږ له وزرات سره اړيکه ونيسئ، که لدې يې تير هم شو چې دا ښاغلی سرپرست وزير لنډ وخت کې دې چوکئ ته راغلی، او دا د جايزو پروګرام د تمويلوونکي پر پيسو له څو کالو را روان دی، او پخواني مړي خرڅوي، او دې پوښتنې ته راشو، چې آیا نوښت يوازې پر مفکورو راځي.

د مفکورو خو دا حال دی، فيسبوک راپرانيزئ هر يو درته دا وايي چې که زه ولسمشر شم نو په درې مياشتو کې درته له هېواده امريکا جوړوم، خو چې ترې وپوښتې په اوسنئ دنده کې دې څه توری کړی چې اوس هېواد راجوړوی، په پخوانيو ولسمشريزو ټاکنو کې يوه ميرمنه کانديده وه، د هغې د پوهنتون همصنفئ ويل چې زه رای نه ورکوم، ځکه چې په اوسني حال کې يې دواړه بچي بې نظمه او نظافت نه مراعتوي کور يې ډېر بې نظمه دی، د کور يې دا حال دی له ملکه به راته څه جوړ کړي.innovation-support

د فکر ورکول او هغې پر کاروبار بدلول دوه ډېر مختلف څه دي، دا له کړاوه ډکه مزل دی چې هر څوک يې د ګاللو توان نه لري، فکر له شخصه پيليږي، خو ورسره د دولت او کاروبارونو او ټولنې پر ملاتړ پر بريالي کاروبار بدليږي.

د نوښت پخول يا کاروباورنو پر پښو درول په عمومي توګه له دريو پراخو پړاوونو تيريږي، ۱ مفکوره، ۲پخول يې او ۳ کاروباري کول، سره لدې چې په دې پړاوونو کې نورې ډېرې ببولالې هم شته، خو زه يې دلته د لوستونکو لپاره ساده کوم.

الف: د مفکورې پړاو

ډېر عام متل دی چې مفکورې خاوند پيسې نه لري، او څوک چې پيسې لري هغه نه پوهيږي چې څرنګه يې مصرف کړي. د مفکورې له پړاوه عمومي هدف دا وي چې يو متشبث ستونزه درکوي او د هغې د حل لپاره مفکوره وړاندې کوي، په عمومي توګه بيلابيلو څيړنو ښودلې چې عموماً د پوهنتونو نوي فارغين يا زده کوونکي يې نوې مفکورو زيږولو کې تکړه وي، او يو تر ټولو لوی دليل يې دادی چې دوی د نوې مفکورې بيې پریکولو توان لري، يعنې د خلکو خنداوی زغملی شي، وخت لري چې پر خپله مفکوره کار وکړي، نوو ټکنالوژيو او میتودونو ته لاسرسی لري پوهيږي چې د دوی ستونزه چا نه ده حل کړی او تر ټولو مهمه وخت لري، خو پدې ټولو کې لويه نيمګړتيا پيسه او لارښوونه نه لري.

ب: د مفکورې پخول

دلته عموماً د مفکورې له زيږوونکي پرته نور اشخاص هم دخليږي او پر مفکوره پانګونه کوي، ځينې وخت د بازار موندنی يعنې د مفکورې ښايسته کولو لپاره خلک استخداميږي تر څو يې پر مالدارو وپلوري، يا دا هم امکان لری چې امتحاني وازمويل شي، د خلاقو خلکو تر ټولو لويه ستونزه له خپلې مفکورې اخوا فکر کول دي، که چيرې مو پرې انتقاد وکړ نو د خپل سر خير غواړئ او که چيرې ژوندي پاتې شوئ نو بیا هغوی زړه ماتوي، د مفکورې پخولو په پړاوو کې دا کتل کيږي چې آیا دا مفکوره بازاري ارزښت لري يا نه، آیا داسې يو خدمت رامنځ ته کولای شي چې څوک پرې پيسې ورکړي، آیا داسې يو څه ترې جوړولای شم چې خلک يې پر لرلو ونازيږي، او دا پوښتنې بايد د مفکورې له خاوند پرته نور خلک ځواب کړي، ځکه هر چا ته خپل بچی شهزاده دی، خو مهمه دا ده چې نورو ته هم شهزاده يا لږ تر لږ د انسان بچی ښکاري.

ج: د مفکورې کاروباري کول

په نورو هېوادونو کې سټاک ايکسچنجی وي چيرې چې تاسې د خپل شرکت سهام خرڅوئ، خو موږ شکر د دولتي ړندو له برکته له هغې هم خلاص يو، خو دلته د مفکورې لپاره له پراخه نفوس پيسې راغونډيږي، چې لنډه لار يې د سهامو خرڅول دي او اوږده لاره يې د هغو اجناسو او پيداوارو خرڅول دي چې د هغې لومړې مفکورې له برکته رامنځ ته کيږي، د مفکورې کاروباري کول تر ټولو ستونزمن، جنجالي او اوږدمهاله کار وي، اکثره وختونه پدې پړاو کې خلک هر څه له لاسه ورکوي او لیونتوب هم ليرې خبره نه ده.

داسې ګڼل کيږي چې په نړيواله اوسط د مفکورې پر کاروبارونو بدلولو امکان په ډېر خوشبینانه حالت کې په ۱۰۰۰ کې يو دی، يعنې که نيکبخته يې نو په زرو کې يوه مفکوره پر بريالي کاروبار بدليږي، ځينې وختونه خو دا شمېره آن ۳۰۰۰ او ۲۷۰۰ ته هم لوړه شوې ده.

اوس که بيرته د خپل بحث لومړئ برخې ته راشو، چې په دې هر څه کې د دولت او لويو ادارو رول څه دی، نو هغه د هر پړاو پر اساس فرق کوي، د مفکورو زيږولو لپاره کوچنئ ډلې او داسې عمر چيرې چې يو څوک ډېر زيات وخت او انرژي ولري ښه کار کوي، له داسې خلکو تاريخ ډک دی چې سل دوه سوه مفکورې يې مشهورې يا ثبتې کړی وي، ایډيسن پورې خو آن لس زره مفکورې تړل کيږي، زموږ افغاني مخترع د دوه نيم سوو مفکورو خبره کوي.

مفکوره د دې کړئ آسانه او لومړئ ګام دی، دلته خپله مبتکر او نوښتګر رامخکې کيږي او آيډيا ورکوي، ورپسې بايد څوک پيدا کړي چې پر دې مفکوره مصرف وکړي، په نورو هېوادونو کې بانکونه يا نورې مالي ادارې مشخص همدا کار کوي، چې بيلابيلو نوښتګرو سره ويني او د هغوی مفکورې د پانګونې لپاره ارزوي، امريکا د دې سیسټم تر ټولو مخکښه دي خو نور هېوادونه هم داسې جوړښتونه لري، هند، اسرايل، لبنان، پاکستان، فنلنډ، آيرلنډ، او نور ورته هېوادونه يې هم مثالونه کيدای شي.

د مفکورې پخولو په پړاوو کې مشخصه اندازه پيسې د بانک یا شخصي پانګوونکي لخوا پر مفکوره مصرفيږي، دواړه د مفکورې خاوند او پانګوال سره په يوه فيصدي جوړيږي، داسې هم کيږي چې د دې تجارت چلولو لپاره له بهره يو څوک استخدام شي، او داسې هم کيږي چې آن له لس فيصده کم سهم د مفکورې خاوند ته پريښودل شي، نور ټول اسهام په بازار کې وپلورل شي، خو دا هر څه د تجارت او هغې سکتور له مخې فرق کوي، يو څه چې دلته مهم وي هغه د دولت لخوا داسې قوانينو، لارښوونو او ميکانيزمونو رامنځ ته کول دي چې دوه پردي سره پر يوه مفکوره چې هیڅ فزيکي يا مالي وجود نه لري سره جوړ راشي، ځکه د مفکورې خاوند بايد پوه شي چې څوک يې نظر نه غلا کوي او د پيسو خاوند بايد د خپلو پيسو له ډوبيدو ځان خوندي احساس کړي.

light-bulbs-1875384د مفکورې په کاروباري کيدو کې، مفکوره پر يوه خدمت يا پیداوار اوړي او بازار ته وړاندې کيږي، هلته خلک دا خدمت رانيسي او مقابل کې پيسې ورکوي، پدې حالت کې بيا مهمه ده چې دولت داسې چاپيریال رامنځ ته کړي، چې دا نوې خدمت په بازار کې موجود پخوانيو خدمتونو سره سالم رقابت او سيالي وکړای شي، ورسره دا هم باوري کوي چې دا نوې خدمت يا پيداوار هغه څه خرڅوي څه چې دوی يې اعلانوي او تر ټولو مهمه د بازار او نورو هڅولو لپاره کوښښ کوي چې د مفکورې خاوند او ورسره د هغې پانګوال په مناسبه توګه له خپل کاروبار ګټه واخلي او پيسې وګټي، او که اړتيا وي نو نور فرصتونه لکه ماليو کمول، انټرنېټ، بريښنا، کرايو او نورو هم ورته آسانوي يا برابروي.

هر هېواد خپلې ستونزې لري، چې هغه د هېواد کاروباريانو لپاره فرصت برابروي چې همدې ستونزو لپاره مشخص د حل لارې وړاندې کړي، تر اوسه زموږ آی سي ټي سکتور نه دولتي او نه شخصي ادارو هغه برياوې لرلې د کومو چې دوی توان درلود او لري، شخصي سکتور په پريکنده توګه پر پروژو چليږي، هر يوه د آی سي ټي کمپنئ دې پسې ګرځي چې ډيټابيس جوړ کړي او پر دولت يې خرڅ کړي، موږ داسې پيداوار يا خدمت وړاندې نه کړ چې هغه په مشخصه توګه وکولای شي په يوازې ځان وچليږي، ډېر لوی شرکتونه شته چې په نامه سوفټوير يا هارډوير شرکتونه دي، خو ټولې سترګې يې دی ته وي چې کومه اداره به راباندې ډيټابيس جوړ کړي يا به راڅخه کمپيوټرې واخلي.

پدې کې دولت هم خپله لاره ورکه کړې ده، نه يې اوږدمهاله ستراتيژي برابره کړه، نه يې خلکو ته وښودل چې د دې سکتور او ټکنالوژئ په مرسته څه کيدلای شي، هر وزير د پخواني وزير لاسته راوړنې خرڅوي، او ملامتي نه مني، سره لدې چې د ټکنالوژئ پرېکنده کار له معلوماتو او پوهې سره دی، خو بدبختانه هغه پوهه او معلومات چې د دې سکتور دولتي مامورين يې بايد وزيږوي يا امکانات د زيږولو ورته برابر او له نورو سره شريک کړي په هغې پاتې دي.

نورو ډېرو هېوادونو په لس پنځلسو کلونو کې دا سکتور په پښو درولای دی، هند مخکې لدې چې دی ځای ته راورسيږي يوه پراخه او اوږدمهاله څيړنه يې وکړه چې دا هېواد بايد چيرې ولاړ شي، نن په سوفټوير او اړونده خدمتونو کې لوړ نوم لري، پاکستان لس کاله وړاندې له ځان سره معلومه کړه چې خپل ځوان نسل ته پر کتلو بايد د آی سي ټي په سکتور کې څه وکړو، نن په ابتکاراتو او نوښت کې د نړئ په لسو ممتازو هېوادونو کې ياديږي، دا دواړه هېوادونه له اوله پوه وو چې د نړئ فابريکه يعنې چين سره يې په هارډوير جوړولو کې نشو ګز کولی، نو ښه ده چې پر پروګرام جوړولو يا نورو لارو تمرکز وشي، ورسره يې د هماغه تمرکز په رڼا کې اړونده بشري ځواک وروزو.

دا ډېر د بدبختئ ځای دی چې داسې يو سکتور چې کولای شي هېواد ته بې شمېره کار، پيسې او ابتکارات راوړي تر اوسه د ډونرانو پر پيسو چليږي او مفکورې لپاره شخصي نغدې ورکول کيږي، لکه يو څوک چې ماشومانو ته د اختر مبارکئ يا چاکليټونه ورکوي، مالي چارې بايد مالي مسلکيانو يعنې بانکونو ته پريښودل شي چې راشي او هره مفکوره د هغې د ظرفيت پر اساس وارزوي او پانګونه پرې وکړي، دولت دې داسې قوانين، کړنلارې او میکانيزمونه جوړ کړي چې هر څوک په آزاد فکر مفکوره وړاندې کړي، ځان لپاره پانګوال پيدا کړي او يو دوامداره پر پښو ولاړ کاروبار ترې جوړ کړي.

که چيرې پاکستان، لبنان، اردن، هند، ويتنام او داسې نور هېوادونو له بهره يوازې د مفکورې پر بنسټ پانګوال راجذبولای شي، نو دا زموږ د چکرو او ناڅاپي چاپو شوقي دولتي مامورين په غونډو کې سلفيانو او ژاوولو جويلو پرځای دې خلکو ته د کار خبره وکړي او دې ځوان ظرفيتونو لپاره دې پانګوال پيدا کړي، موږ د ظرفيت او استعداد کمئ نه لرو، يوازې له ټولو لاره ورکه ده، ځکه زموږ د دې سکتور د قافلې دولتي ادارې مشر او چارواکي خپله ړانده دي او نه پوهيږي په اوږدمهال کې چيرې ولاړ شو.



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

4 replies

Trackbacks

  1. پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. په افغانستان کې د بریښنایی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه، لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. په افغانستان کې دبریښنایی یا الکترونیکی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: