د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل

By: Bhanu Vadlakonda, CAPM

ژباړهعبدالواحد سهاک

د خپل راتلونکي/ کيرير پيلول په خپل ذات کې له پروژې کمه نه دي، دوه څه چې نوو ځوانو پروژو مديرانو سره په وړاندې تګ کې مرسته کولای شي.

د نړۍ بيلابيل صنعتونه د پروژې مديريت د استعدادونو او اړتيا له واټن سره مخامخ دي، يعنې ټول د پروژو بهتره مديرانو ته اړتيا لري، ورسره دا په دی مانا هم چې ځوان مسلکیانو لپاره پدې مسلک کې يو ښه او روښانه راتلونکی په تمه دی، خو د هر مسلک د پيل په څېر بی تجربه توب او د اړيکو کوچنۍ شبکه د ځوانانو پدې مسلک کې پرمختګ تهدیدوي.

د دې تهدیدونو د حل تر ټولو آسانې دوه لارې شته: داوطلبي او اړيکې (Volunteering and Networking)

له ځان او بل سره مرسته

د داوطلبئ يا رضاکارانه کار لپاره وخت موندل رښتيا هم ستونزمن دي، خو بې شمېره ګټې لري، ورسره دا مرسته هم کوي چې پوه شئ په څه کې ډېر ښه ياست او نوې مهارت زده کړئ. رضاکارانه کار او اړيکې ښایی دوه مختلف موضوعات معلوم شي، خو زما لپاره، دواړه سره تړلي دي. کله چې تاسو رضاکارانه کار کوئ، تاسې له نوو خلکو سره وينئ. دا خلک ښایی ستاسې په مسلک، رشته یا تجارت کې نه وي، خو دا په دی مانا نده چې دا اړيکې ګټورې نه دي، ورسره ممکن يو ښوونکی يا مربي پیداکړئ څوک چی کولای شی تاسو ته مسلکي لارښوونه وکړي او د ستونزې پر وخت مو رهنمايي کړي.

ما د خپل مسلک په پيل کې، د پي ایم آی ځایی څانګې سره رضاکارانه کار پيل کړ، ما وکولای شو د مسلک له پوهانو او تجربه لرونکو سره وغږيږم او د تجربې ډېرولو لپاره يې ارزښتمنې لارښوونې وکړی. مثلاً، دې څانګی د ورځنيو چارو لپاره د ټکنالوژئ يو شرکت استخدام کړ، ما د ټکنالوژئ د اړتياوو راغونډولو له مسؤل سره کار وکړ، زه هغه وخت د کوچنيو مواردو له يو بل سره پر نښلولو پوه شوم. ما د اړتياوو راغونډول د دې رضاکارانه کار له لارې زده کړل، او خپل مسلکي تجربه مې ډېره کړه.

نن ورځ هم، له هغو اړيکو چې د رضاکارئ پر مهال مې جوړې کړې وی، د لارښوونو لپاره کار اخلم.

څرنګه کولای شی چې د پروژې د مدیریت ټولنې سره مرسته وکړئ، چې ستاسې د پوهې او اړيکو هم سبب شي. په محلي څانګه کې د تمويلوونکو لوی کنفرانس پلان او عملي کړئ، يا د نورو رضاکارانو روزنه او کار وڅارئ.

خپله شخصی شبکه (اړيکې) ټينګه کړئ

خپلو رضاکارانه کارونو څخه د نوو خلکو سره ليدلو يو فرصت په توګه کار واخلئ، څومره چې له نورو سره وينئ همدومره مو خلک پيژني. د اړتيا په صورت کې مرسته وغواړئ، او که چيرې ضرورت وي نو له نورو سره هم مرسته وکړئ.

که نوې پيل کوئ، نو د اړيکو تر ټولو لويه ګټه د دندو موندل دي، څومره چې وصل ياست همدومره له دندو څخه د خبريدو امکان مو ډيريږي (ما خپله لومړئ نړيواله وظيفه هم د يوې پيژندنې له لارې چې د رضاکارانه کارونو پر مهال مې پيدا کړې وه، وموندله)

خو تل په یاد ولرئ چی اړيکې ټينګول يوازې ستاسې په اړه نه وي. هيره يې نه کړئ چې خپلې اړيکې له يوه بل سره پر معرفي کولو نورې هم پراخې کړئ. اکثره شرکتونه شخصي پيژندګلويو او اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي، نو ممکن ستاسې لخوا ساده معرفي د اوږدمهاله ګټې سبب شي.

هر بريالی مسلک پر غښتليو اړيکو ولاړ وي، نن يې پيل کړئ، نه پوهيږئ چې څه به درته پرانيزي.

(PM Network, March 2016, PMI Monthly magazine)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

5 responses to “د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل”

  1. abdul mateen hejran Avatar
    abdul mateen hejran

    مننه هیواد پال صیب تاسو زموږ ویاړ یاست

    Like

    1. قدرت الله هېوادپال - Qudratullah Hiwadpal Avatar

      له پيرزوينې مو ډېره مننه هجران صیب، مهربانه ياست

      Like

  2. Mohammad Rahim Totakhil Avatar
    Mohammad Rahim Totakhil

    ستاسو لیکنه زما لپاره یوه بهترینه رهنما دی نو باید دغه کلتور په تولنه کی عام شی .ترسو د شته ستونزو حل پیدا شی

    Like

  3. آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مزد او کار، د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل، مخ په وړاندې، د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه، د […]

    Like

  4. د مسلک ټاکنه – اوله برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] خرابوي، ډیر ناوخته نه ده، څرنګه خپل مسلک ته راوګرځئ، د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل، د برياليتوب […]

    Like

Leave a reply to قدرت الله هېوادپال – Qudratullah Hiwadpal ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading