آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری

انټرنېټ پراخه نړئ ده، هر څوک د برابر استعمال حق لري خو هغوی چې پر دې وسيله له نورو ډېر پوهيږي ځان واکداره او د دې وسيلې ټيکداران احساسوي، ورسره داسې خلک هم شته چې غواړي د نورو پر استعمال او له هغوی څخه د ګټې اخيستنې له لارې خپلې ګټې خوندي کړي، چې د دې له کبله ځينو لپاره د انټرنېټ او آنلاين نړئ استعمال ډېر تريخ شي.

آنلاين آزار او ويرول يو واقعيت دی، او ځينې ډلې لکه ميرمنې او ماشومان د دې له نورو ډېر ښکار کيږي، چې بدبختانه اغېزې يې آنلاين او ورسره په واقعي ژوند دواړو کې احساسيږي.

د دا ډول ناوړه پيښو پر وړاندې يو تر ټولو ښه وسيله د معلوماتو او پوهې شريکول دي، موږ تيرو لیکنو کې هم هڅه کړې وه چې اړونده ليکنې ولرو، دلته هم ورته ليکنه وړاندې کوو، دلته موږ له تاسې سره ۹ عملي مشورې شريکوو چې کولای شي ستاسې د انټرنېټ آزار مخه ونيسي او ورسره وکولای شئ له نورو سره چې دا ډول ستونزو سره مخ کيږي مرسته وکړئ:

پر ساحه ځان بلد کړئ: انټرنېټ د اړيکو او افهام او تفهيم غښتلی وسيله ده. استعمال يې زده کړئ، ښو او بدو پر وړاندې ځان هوښيار وساتئ او هڅه وکړئ له انټرنېټه اعظمي ګټه واخلئ. د زده کړې لپاره کولای شئ له آنلاين وسيلو کار واخلئ، ورسره معلومه کړئ چې د څه لپاره يې کاروئ او هماغه لور ته منظمه هڅه وکړئ، سره لدې چې يوه ښه وسيله ده خو ځينې حالاتو کې ډېر وخت ضايع  کوي او له شخصه اصل هدف ورکوي. 

شخصي ژوند شخصي وساتئ: د شخصي او مسلکي ژوند معلومات بيل وساتئ، هر څه د آنلاين شريکولو نه وي، ورسره د شخصي ژوند او مسلکي ژوند لپاره دوه بيلې پيژندنی وکاروئ، هر آنلاين پيژندونکی مو نه ملګری ده او نه دښمن. لکه چې په فزيکي ژوند کې د ټولو لپاره يو فرمول نه وي، همداسې آنلاين نړئ کې هم هر چا سره د هغې د تعلق پر اساس اړيکه وساتئ، او عامه ولس لپاره هیڅ شخصي معلومات مه راسپړئ.

خپلې اړيکې او افهام او تفهيم خوندي کړئ: د افهام او تفهیم وسيلې لکه مسينجرې او نورو کې له انکرپشن کار واخلئ، د پسورډو او نورو ساتلو لپاره د خوندتيا له دوه فکتوره ميکانيزمونو کار واخلئ، ورسره پوه شئ چې که چيرې مو آنلاين حساب غلا شي يا بل څوک ورته لاسرسی پيدا کړي، څرنګه يې بيرته خوندي کړئ.

خپل آدرس پټ کړئ: له عامه پوسټونو، عکسونو، ويډيوګانو او نورو خپل آدرس ليرې کړئ. د موبايل يا کمپيوټر پروګرامونو ستاسې آدرس ته لاسرسی محدود کړئ. په عامه پوسټونو کې خپل آدرس مه ښاياست/ ليکئ.

د خپلو وسيلو ساتنه وکړئ: نن سبا دا وسيلې له طلاوو او نورو بهادارو هم مهمې او باارزښته دي. له فزيکي او ډيجيټال لاسوهنی يې خوندي کړئ. له انکرپشن او بې ځايه لاسرسئ مخنيوي له غښتليو ميکانيزمونو کار واخلئ.

بريد/ غلا ته تل تيار اوسئ: ځان سره ملګري ولرئ او د آنلاين ځورونی، ښکنځلو او نورو ورته رټلو په وړاندې پلان ولرئ. آنلاين سپکولو او ښکنځلو ته ځواب مه واياست، دا په ځواب نه ارزي، دا لکه د اور مثال لري څومره چې پکې لکړه وهې همدومره تازه پاتيږي.

پر خپل موقف ثابت اوسئ: آنلاين ځورونی له کبله خپل موقف او کار مه بدلوئ. ورته وښاياست چې نه ويريږئ، چې ثابت پاتې شئ نور هم درسره دريږي، او د اړتيا پر مهال په مرسته کې شرم نشته، مرسته وغواړئ که احساس کوئ، څوک مو لاسنيوی کولای شي.

له ناوړو ځان وساتئ: د وجود په څير انټرنېټ هم له ميکروبونو او ناوړو نمونو ډک دی. مخکې لدې چې نوي چا سره وصل شئ، ځان مطمئن کړئ. که پر څه شکمن ياست يا له ضرورته ډېر درته ښه ښکاري نو پلټنه وکړئ. راوړاندې شئ او نورو ته وواياست چې تاسې ورسره مرسته کولای شئ. خپل تجارب له نورو سره شريک او له نورو زده کړئ.

نور وساتئ: که تاسې کومه پاڼه يا ګروپ لرئ، يا د نورو محتوا کوربه ياست، هڅه وکړئ چې نور له بدو ردو او ښکنځلو منع کړئ يا بل د سپکاوئ مخه ونيسئ. له نورو سره مرسته وکړئ چې خپل شخصي معلومات خوندي کړي تر څو د آزار سبب يې نه شي. بد مه پټوئ او عامل څرګند کړئ، او که چيرې ووينئ چې له بل سره آنلاين ظلم کيږي، غلي مه کينئ د بل لاس ونيسئ چې د اړتيا پر وخت ستاسې مرستې ته هم څوک راشي.

(ورته ليکنې: د ميرمنو آنلاين آزارول؛ د دوه مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو اعتبار، پر ماشومانو د ټکنالوژئ استعمال اغېزې)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

9 responses to “آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری”

  1. Najib Asmaty Avatar
    Najib Asmaty

    A very good article, but if you could elaborate, probably in separate
    articles the issues related to encryption, two-factor authentication, and
    removing location/address from pictures and videos. The IT guys knows all
    these but I understand your audience is general public and most of them
    will be interested in “how to do it”. It is nice to know, but how do I do
    it.

    Like

  2. قدرت الله هېوادپال - Qudratullah Hiwadpal Avatar

    Thank you Asmaty Saib for the positive feedback; yes I agree there are some technical terms, which we will address in our future writings as kindly suggested, meanwhile to elaborate the issue further similar topics links are also provided. Thanks again for your comment

    Like

  3. دروغ خبرونه، انټرنېټ، فيسبوک او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو اعتبار، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، آنلاين نړۍ، د ميرمنو […]

    Like

  4. خپل موبايل له بايسکلي غلاوو وساتئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې […]

    Like

  5. پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، دولتي مامورين او […]

    Like

  6. په افغانستان کې دبریښنایی یا الکترونیکی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی […]

    Like

  7. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (ورته ليکنی: د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – لومړئ برخه، ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي، پر ماشومانو د ټکنالوژئ استعمال اغېزې، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری) […]

    Like

  8. د نن ټکنالوژئ لس ننګونی | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (ورته ليکنه: آنلاين د ځان او معلوماتو ساتنی نهه عملي لارې چاری) […]

    Like

  9. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ضياع، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، د دوه مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو […]

    Like

Leave a reply to خپل موبايل له بايسکلي غلاوو وساتئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading