د ضعيفه تعليم اوږدمهاله اغیزی

زموږ هېواد په تعلیم کې څه دومره ښه نوم نه لري، خير په هر څه کې مو توره کړې ده، خو تعليم سره لدې چې تيرو پنځلس کلونو کې شميريزه ډېرې لاسته راوړنې ولرلی خو په کيفي او معياري لحاظ اوس هم ډېر وروسته پاتې دی، که د خپلې سيمې ته پام وکړو نو آن له خپلو ګاونډيانو هم ډېر وروسته پاتې يو. 

حکومتونو هر کار ځان ته آسان کړی دی، تل شمېرې خرڅوي، چې په تير نظام کې هيڅ شخصي پوهنتون نه وو، يا هیڅ جنئ ښوونځي ته نه تلله يا د زده کوونکو تعداد ډېر کم وو، خو دا درته نه وايي چې په هغه نظام کې څه کم يو ميليارد ډالر له تعليمه نه غلا کيدل او له دومره تعداد فارغينو څخه څومره يې ساينسدانان شول، څومره يې ښه لیکوالان شو، څومره يې ښه سياستمداران شو، څومره لوی تجارتونو پر پښو ودرول، څومرو يې دې هېواد ته نیک نوم راوړ، د مامورينو او ماشيني کارکوونکو روزل د تعليمي نظام بريا نه ده، دا فارغين بايد د خپلو مهارتونو، پوهې او عقل استعمال چم زده کړي.

تعليم د ټول ژوند لپاره کيږي، د نن شاګرد د سبا ښوونکی او مشر دی، د همدې تعليم پر اساس دا شاګرد سبا د هېواد ولسمشر، وزير، سياستمدار او تجار دی، هغه بايد پوه شي چې دا هېواد څرنګه وچلوي، تر څو به موږ له بهره مشاورین واردوو، تر څو به د ارګ غوږ ته خارجي مشاور ناست وي، تر څو به زموږ تجار د غربي تجارتونو چينايي نقلونه دلته پياده کوي، او تر څو به زموږ نسل وازه خوله بيلئ سترګې غرب ته کشفياتو لپاره ګوري.

زموږ تعليمي نظام سست، فاسده او ناهله دی، سست پدې چې د بازار اړتياوو ته ځوابده نه ده، هغه مهارتونه چې بازار کې کاريږي هغه حتی استاذان نه لري، شاګرد ته به څه وښيي. فاسد ځکه دی چې نه ښوونکی ځان په عذابوي او نه زده کوونکی، ښوونکی هماغه د پريزنټشنونو او انټرنيټي موادو تدريس دی چې يو ځل يې برابر کړي تر پنځو او لسو کالو يې خرڅوي، او شاګرد يوازې دې لپاره درس وايي چې د امتحان له توری ژوندی ووځي، د دې تاوان هغه وخت معلوميږي چې زده کوونکی له داسې ستونزې سره مخ شي چې په کتاب کې نه وي، بيا هم ځان او هم ښوونکي ته ښکنځل کا.

ناهله ځکه دی چې بيځايه پړسيدلی او د ځوابدهئ ميکانيږم نه لري، ښوونکی راځي درس ورکوي، او بيا بل صنف ته درومي، درس ته بايد ارزښت ورکول شي او دا پوښتنه ځواب کړي هغه څه چې تدريسيږي آیا د زده کوونکي ژوند کې بهتري راولي يا نه، تر اوسه زموږ نظام پر ښوونکي متمرکز دی، ښوونکی هم معنوي پلار، هم پوه او هم نابغه دی، چې د دې سبب کيږي چې ځان نور ونه کړوي هغه څه چې وايي بايد په پټو سترګو قبول شي، او حکومتونو ځان ته ځکه آسانه کړی هغه چا ته چې معاش ورکول کيږي د هغوی کنټرول آسانه وي، نو خپله دا ښوونکي د زده کړې پر ځای د خپلې بقا په غم کې ورک وي، او که چيرې يو څه د نظام ضد ووايي يا له ځانه نوښت وښيي نو د نظام داخل باتوران يې مخه نيسي چې موږ ته څه له جنجالي کوی.

ورسره د زده کړې مواد لسګونو کلونو زاړه او له غربه رانقل شوي دي، نن سبا د هر څه امريکايي او غربي کولو ناکامې هڅې کيږي، که د غرب تعليمي نظام ښه دی نو د هغوی لپاره ښه دی، نه دا چې په ړنده توګه همدلته رانقل او عملي شي، تعليم د ټولنې شتو ستونزو حل لپاره کيږي، تعليم هغه وخت ښه دی چې د ټولنې ستونزې حل کړي، که د هېواد له سطحې حتی ولایاتو ته ولاړ شو نو آن د ولاياتو ستونزې له يو بل سره توپير لري، باسواده بايد د خپلې ساحې ستونزې حل کړي، اوس چې په ړنده توګه او د غربيانو خوشحالولو لپاره د هغوی سند لرونکي استخدام او تعليمي نظام دلته رانقليږي، نو ستونزې زيږوي.

بهترين تعليمي د هېواد ستونزو او جنجالونو حل لپاره جوړيږي او مهمه نه ده چې د نورو هېوادونو د خوښې او نظام سره دی سم وي، دا نظام چې تر څو د هېواد له اړتياوو سره برابر نه شي بيا هم ناقص دی، او همداسې که دا نظام شل کاله وړاندې سم وو نو نن نه دی، دا بايد دوامداره نوی او د ټولنې ستونزو لپاره بايد دوامداره حل ومومي، چې بهترينه لار يې دوامداره څيړنې او د روښانه ذهنونو روزل دي.

د دې ټولو نتيجه همدا ده چې نن يې ګورو، د بېکارئ فيصدي تر ۴۰ رسيدلې ده، خو هر يو د ماهره کارکوونکي په لټه کې دی، دلته د بازار اړتياوو او فارغيدونکو تر منځ لوی توپير شته، او لوی لامل يې د تعليمي نظام د هېواد له اړتياوو او ضرورتونو سره نه برابريدل دي، ورسره آن هغه مات ګوډ ماهره کارکوونکي چې لرو د هغوی تعداد هم کم او هم د خپلې ساحې تجربې او پوهې له کمبود سره مخ دي.

سلما بند راته هندوان جوړوي، تخنيکي ماهرين يې هم له هلته راځي، لمريزه انرژئ لپاره له بهره خلک راځي، لويې ټکنالوژئ پروژې بهرني سلاکاران لري، د بريښنا مزي ارزونه کيږي جرمنان راغواړي، د زراعت لپاره کړنلارې جوړيږي نور يې راته سرته رسوي، داسې بې شمېره نمونې شته چې بهرنيان دلته دخيل دي، آن که ليرې لاړ نه شو نو ښاروالئ تر اوسه پدې نه پوهيږي چې له ښاره کثافت څنګه پاک کړي، د دې لپاره به هم سبا خارجي مشاور نيسي.

سره لدې چې زموږ تعليمي نظام ستونزې لري او دی ړندو حکومتونو او تعليمي ادارو ته پر کتو دا ستونزې به دوام ولري، خو که آن نن هم موږ دا ستونزې حل کړو، تر څو چې پر خپلو پښو دريږو نو شل پنځه ويشت کاله به راباندې تير وي، پکار ده چې په پراخه سطحه ورته وګورو او وپوښتو چې د ټکنالوژئ او پوهې په نړئ کې وروسته پاتې والې اکثره هېوادونو ته د اقتصادي او سياسي آزادئ پر بيه تماميږي، آیا موږ د دې ناکامئ دومره لويې بيې پرې کولو ته تيار يو او د نننیو ناهله او فاسدو له لاسه راتلونکي نسلونه ګرو ساتلی شو؟؟؟

(اړونده ليکنی د نړيوال تعليمي نظام ناکامي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟، د تعليم او دندې واټن)



ټولي:مديريت Management

2 replies

Trackbacks

  1. د پوهې مديريت | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – درېيمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: