د ځان بندي – تجار او بت جوړوونکی

وايي په يوه ښار کې بت جوړوونکی اوسيده، چې په خپل کسب او مهارت کې يې نوم درلود، هغه به غره ته ولاړ له تيږی به يې ښکلې بت جوړ کړ، اول به يې خپله د هغې عبادت وکړ، پر خپل ښه کار به ونازيده، بيا به يې په بازار کې خرڅ کړ، همداسې د بت پرسته په نامه مشهور شو، د چا چې به ښه بت پکار وو، ده پسې به راته.

په همدې ښار کې يو بل تجار اوسیده چې پر بت پرستئ يې باور نه درلود، خو په خپل تجارت کې دی هم نامتو وو، يوه ورځ د دې تجار يو ملګری له بل ښاره راغی او ويې غوښتل چې يو ښه بت راونيسي، له ده څخه يې وغوښتل چې ورسره بت پلورنکي خوا ته ولاړ شي.

دوی د بت پرسته دوکان ته ورغلل، تر څو چې د دوی بت برابريده او له دې يې مشخصات اخيستل تر هغې بايد دوی يو څه ځنډ کړی وای، تجار اخوا ديخوا وکتل، ښکلي بتان په دوکان کې پراته ول، خو يو هم د عبادت نه وو، له بت جوړوونکي يې وپوښتل چې خلک ولې دومره ساده شي چې د بت عبادت وکړي، چې څرنګه په خپل لاس بت جوړ کړی او بيا د هغې عبادت کوی، ما ته ګوره د هيڅ څه عبادت نه کوم.

بت پرست چې پر خپل کار بوخت وو، تجار ته يې وکتل، يو دوه دقيقې يې فکر وکړ بيا ورته وويل، چې هر څوک د يوه څه عبادت کوي يا يې محترم ګڼي، زه پر خپل لاس دا بت جوړ کړم، اول د خپل کار قدر وکړم، بيا يې پر نورو خرڅوم، ته وايي چې زه د هيڅ عبادت نه کړم، سهار وخته له کوره راوځی، سرګردانه د خپل مال خرڅولو لپاره ګرځی، بيا چې يو څه وګټی هغه ته له ځان ډېر ارزښت ورکوی، د سر په بيه يې ساتی، او ځان ته د خپل مال د ډيروالي او کموالي له نقطه نظره قدر ټاکی، که مالداره وی خوښ يې که تاوان وکړی خپه کيږی.

تجار وويل چې دا خو عبادت نه شو، هر څوک د خپل زحمت پر ضايع کيدلو خپه کيږي.

هو، بت جوړوونکي ورته وويل، هر څوک د خپل زحمت ثمر غواړي، خو ستاسې سلوک له خلکو سره د هغوی مال، چوکئ، قدرت، ښايست، جنس او نورو له مخې فرق کوي، که تاسې واياست چې مال يا قدرت مهم نه وي، نو ولې مالدارو يا واکدارو کورونو مخې ته قطار خلک ولاړ وي، ولې د هغوی لاسونه او پښې ښکليږي. عبادت ضرور نه ده چې يوازې د سجدې مثال دې ولري، د ډيرو قبله هغه طرف ته وي له کوم لوری چې دوی دولت، شهرت يا واک ګټي.

مال پخپله وګټئ، شهرت خپله حاصل کړئ، واک ته ځان ورسوئ، خو همدا څه تاسې يرغمل کړي، پر مال مو زړه ځوريږي، شهرت نه خرابيدو لپاره منافقتونه پيليږي، او واک کې پاتې کيدو لپاره هره روا ناروا کيږي.

تجار د بت جوړوونکي له خبرو سره په خپل چرت کې ولاړ، همدې وخت کې د دوی بت جوړ او وروسپارل شو، سره لدې چې غوښتل يې دې بحث ته دوام ورکړي، خو ملګري يې له لاسه ونيو او سره روان شو.

له ځان سره پدې فکر له دوکانه راووت، چې بده نه وايي، موږ ټول بتان لرو، د ځینو بتان ښکاري عبادت يې کړي، خو د ځينو نه ښکاري او د خپل مهارت، عبادت، مال، ښکلا، پوهې، عمر، چوکئ، خواهشاتو او نورو په نامه يې عبادت کړي، سره لدې چې که ښه يا حق خبره واوري پدې نامه يې نه مني چې زما له پوهې سره برابره نه ده يا دا خلک به څه وايي.

ملګری چې خپل ښکلي بت ته خوښ وو، ده ته يې وکتل، ويې ويل چې ما ته دې څه وويل، ده ورته ويل نه!، همداسې له ځان سره بوڼيده چې موږ ټول د ځان بنديوانان يو، ځان ته مو خپله ناليدلي ځنځيرونه اچولي دي، شاوخوا مو بتان درولي دي، کله يوه او کله بل ته ټيټيږو!!

ورته ليکنی پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، مات منګی، ښه جوار، مشر بايد د ناکامۍ منلو زړه ولري)



ټولي:Social, مديريت Management

3 replies

Trackbacks

  1. د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. مشر له څه جوړ وي؟ | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: