پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)

ژباړه: عبدالواحد سهاک

موږ د پروژی مدیریت مسلکيانو څخه وپوښتل: چې څرنګه کولای شو د کاري ډلې غړي پدې قانع کړو چې د پروژې په ټولو پړاوونو کې ستراتيژيک فکر وکړياو کله چې احساس کړي د پروژې تجارتي/ کاروباري اړخ او ارزښت ضعیفه شوی، وغږيږي

روښانه اوسئ (Express Yourself)

په رواني توګه خوندي کلتور یو شرط د رغنده پوښتنو هڅول دي. په زیاتره موسسو یا د پروژی په ټیمونو کی، د حقیقت/رښتيا د اوریدلو لپاره یو نازړه والی وي، یا د ډلی غړو تر منځد ځان بیانولو ډار وي او هغوی ترې ډډه کوي. د خوندتيا کلتور رامنځته کولو هڅو سره، د پروژی مدیر باید دا ډاډه کړي چی د ټیم غړی د پروژی کاروباري اصل او ستراتيژيک همغږئ څخه تل خبر وي. د کاروبار څښتن یا سپانسر لخوا د دی معلوماتو دوامداره يادولو او تنظیمولو له لارې به تل د ټیم د غړو په ياد وي. همداسې د پروژی مدیر کولای شی له وقفو سره د پروژې له ګټو د ډلې په غونډو کې د نظر لپاره يادونه وکړي.

د توان ازميښت (Strength Exercise)

هر څوک باید د کار لاندې پروژی ارزښت په اړه پوښتنی وکړي. پروژه څه ارزښت راوړي؟ دا څرنګه د اداری د لید او اهدافو سره تړاو لري؟ دا د کاري ډلې لپاره مهمه ده چې لدې لارې دخيل پاتې شي تر څو پوه شي چې د دوی پوښتنی د سپانسر/ پروژې مالک لخوا اوريدل کيږي. د مفاهمی او پوښتنو توان پروژې کاري ډله غښتلې کوي، چې دا بیا د اداری د غښتلتیا سبب ګرځي

دوامداره یادداشتونه (Relentless Reminder)

مهمه ده چې پروژې په پيل او همداسې د کاري ډلې دخيلولو پر مهال، د پروژې کاروباري ارزښت روښانه شي. په دی کی د پروژي پيلولو، متوقع ګټی او څرنګه د پروژی پایلی د کاروباري پایلو سره سبب چې له ستراتیژیکو موخو سره عيار وي، پکې شامل دي. پر لويه موضوع پوهيدل د پريکړې کولو پروسې لپاره مهم دي او دې باوري کولو کی مرسته کوی چی د ټیم غړی ملکیت او مسوولیت لری چې په ورځني ډول د پروژې په ژوند کې کاروباري نتایج لاسته راوړي.

د کاروباري ګټو بحثونه د پروژي د ټیم په غونډو، چیک پوانټونو، بیا کتنی، او د ريسک د ارزونو یا په غیر رسمی خبرو اترو کی کیدای شی. دا خبری اتری د ارتباط یوه خلاصه او صادقانه کرښه هم رامینځته کوی چی د ټیم غړو ته د اندیښنو بيانولو آسانه لار برابروياو هر وخت کاروباري قضيې اړونده ستونزې او ريسکونه د بحث میز ته راوړلای شي.

درې ګاميزه همغږي (Three-Step Alignment)

زما په اند درې ګامونه دي چی د پروژی د مدیریت دفتر مديران کولای شي د پروژې د مدیرانو په مرسته د کاري ډلې په هره سطحه فعاليتونه په ستراتيژيکه توګه همغږي وساتي. لومړی، د پروژې مديرانو لپاره د پروژې ټاکلو او لومړيتوب ميکانيزم باید واوسي. دوهم، پر ستراتيژئ متمرکز د پلی کولو لارښوونی بايد واوسي چې ټیم وکولای شی د شخړې په صورت کې هغې ته مراجعه وکړي. په پای کې، د کار او نتایجو اړونده ټولو بدلونونو څارنه او ثبت. د نتایجو بدلون دا څارنه مرسته کوي تر څو د پروژې ژوند پر مهال د اداری له ستراتيژئ سره همغږي باوري کوي او همداسې په نورو پروژو، پروګرامونو يا پورټفوليو کې د بدلونونو اغېزو په ارزولو کې مرسته کوي.

Sustaining Strategy

د تګلاری جوړول (Create a Path)

لومړی د پروژی مدیران باید په روښانه توګه د پروژی پر اهدافو او اړتیاوو وغږيږي، تر څو د ټیم غړو فکر ستراتيژئ ته عيار کړي. د ټيم غړو تر منځ بايد اړیکی او همغږي هم وهڅول شي، تر څو وکولای شي د کاروباري قضيې ضعف په صورت کې وغږيږي.

هوښيار پیل وکړئ (Start Smart)

د پروژی په پیل کی د همغږئ ښه غونډه باید وکولای شي چې د پروژې ټول دخيل خلک همغږي کړي. خو، د پلي کولو پر مهال دا عادي خبره ده چې ځينې به ستراتيژيک له لاسه ورکړي. د حل لپاره، د پروژی مدیر باید ښه څارونکی وي او وکولای شي هر څوک بیرته د پروژې کاروباري ارزښت ته راستانه کړي. له کاري ډلی سره اوونيزه غونډی کولای شي په ستراتيژيکه توګه د ټولو همغږي ساتلو لپاره يوه ښه وسيله وي.

(د PMI Network اګسټ ۲۰۱۷ ګڼې پر اساس ژباړلی او خلاصه شوی دی)

(ورته ليکنی له شخړی تر شراکت، د پروژې د کاميابئ بیلابيل رنګونه، ريسک و ستراتيژیهای مديريت آن، د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)”

  1. ډیر ناوخته نه ده، څرنګه خپل مسلک ته راوګرځئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري […]

    Like

  2. (On Common Ground) پر عمومي اساساتو | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت، ټولنيزه دايره، سلوکونه او […]

    Like

  3. مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، د برياليتوب تعريف که معیار، د ځان اداره او پيژندل – […]

    Like

  4. خیریه ريسکونه (Charitable Risks) | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: څه غلطيدای شي، پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت، د پروژې په ډله کې د اعتبار رامنځ ته […]

    Like

  5. سمې تګلارې ټاکل | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: خیریه ريسکونه (Charitable Risks)، څه غلطيدای شي، پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر […]

    Like

  6. په قضاوت کې عجله مه کوئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] تګلارې ټاکل، اته عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، پروژې ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل، زهري کارځای/ دفتري چاپيريال – لس […]

    Like

Leave a reply to (On Common Ground) پر عمومي اساساتو | مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading