اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي

آیا کله مو له ځان سره فکر کړی چې ولې مسلکي وده نه کوئ يا پر يوه ځای ولاړ ياست، پرمختګ پر مهال صرفنظر کيږئ يا مهمې پروژې نه درسپارل کيږي. ښايي بیلابیل دلایل ولري، خو تر ټولو مهم عنصر شخصي دی، يعنې شخص ځان پخپله وروسته ساتي، دلته موږ پر هغه اته مهمو عادتونو او دلايلو غږيږو، چې مسلکي خلک يې له ځان څخه قصداً یا غير قصدي ښيي، او د هغوی د مسلکي ودې د سستوالي سبب ګرځي.

۱. د خپل کار پر ارزښت نه پوهيدل

يو عام منل شوی اصل دی، هغوی چې څه ورته باارزښته ښکاري هغه هڅوي او وده ورکوي. ښايي تاسې ډير ښه کار کوئ خو آیا نور ترې خبر دي، آیا تاسې د ادارې لپاره د خپل کار پر ارزښت پوهيږئ. خپل آمر له خپلو برياوو خبر کړئ، پوه يې کړئ چې څرنګه تاسې له خپل مسؤلیت اخوا چاره اجرا او ادارې ته مو ګټه راوړه، که د هغه د مشتري راضي کول وو يا د ادارې د نيکنامئ کومه بله چاره وه.

همداسې که چيرې داسې څه نه کوئ چې نورو ته يې وواياست، يا داسې چاره مو نه وي کړي چې د دندې مسؤليتونو بهتره اجرا وښيي یا اضافی کار وي، نو هڅه وکړئ چې داسې چارې پيدا کړئ چې وکولای شئ نورو ته يې بيان کړئ.

black flat screen monitor

۲. دفاعي کيدل

نيوکه د هیڅ چا نه خوښيږي خو د ودې او پرمختګ لپاره ترې چاره نشته، که چيرې تاسې د منفي يا ناخوښي غبرګون/ نيوکې پر وړاندې جدي او له اړتيا ډير غبرګون ښيي، نو پخپله د خپلې وده مخه نيسئ. اکثره خلک له جنجالي خلکو سره نه غواړي چې وغږيږي، که ستاسې همکاران پوه شي چې د نيوکې يا مخالف نظر اوريدو توان نه لرئ، نو ښايي ډير له تاسې لاره چپه کړي، يا ونه غواړي داسې څه درته ووايي چې سبا درسره په جنجال واوړي.

په طبعي توګه هر هغه څه چې موږ آزاروي موږ ترې ځان ساتو، خو د ودې لپاره ضرور ده چې شخص خپل د هوساينې له ساحې راووځي، داسې چارو ته لاس واچوي چې د پرمختګ او بهترئ سبب يې ګرځي، ښايي تاسې د نيوکې په وړاندې وواياست چې ښه نظر دی، خو وروسته خپل تعلق له هغه شخص سره خراب کړئ، هڅه وکړئ نيوکه يا ناخوښې غبرګون د خپلې ودې او پرمختګ يو فرصت په توګه وکاروئ، او د حضرت عمر (رض) پر دې وينا عمل وکړئ: چې زما اصل ملګرې هغه دی چې زما په وړاندې له غوړه مالئ ځان وساتي او ترخه خبره راته وکړي (رښتيا راته ووايي)

۳. بې فکره پرېکړې

که د خپل آمر په وړاندې غبرګون ښودل وي يا له فکر پرته د دندې قبلول وي، له بې فکره پريکړو بايد ډډه وشي. د مسلکي ژوند هره پریکړه اوږدمهاله اغېزې لري، او کولای شي ستاسې پر مالي حالت، شهرت، ورځني ژوند او کورنۍ اوږدمهاله اغېزې ولري، له هرې پرېکړې وړاندې ښه فکر او دقت پښيماني نه لري.

۴. قاطعيت نه لرل

ښايي ځينې فکر وکړي چې په مسلکي چارو کې بې طرفه پاتې کیدل به ښه وي، خو په اوږده کې د شخص په زیان تماميږي. که چيرې فکر کوئ چې يوه پريکړه غلطه ده، يا پروژه ناکامئ ته روانه ده، یا ستاسې معاش بايد ډير شي، يا داسې نورې مسلکي چارې چې نظر پکې لرئ، بهتره ده پرې وغږيږئ.

د مسلکي او څرګنده نظر قدر کيږي، خو هڅه بايد وشي چې نظر تر نظره پاتې شي، او مقابل لورې ته د تحميل احساس ورنکړل شي.

۵. ډير منفي کيدل

که چيرې په هر څه کې نقص لټوئ، يا نوو پروژو، د دفتر پاليسيو يا آی ټي د ستونزو حلولو سستوالي په اړه دوامداره شکايتونه لرئ، نو د نورو لپاره کاري چاپيريال خرابولو سبب ګرځئ. همداسې که تل په بل کې نقص لټوئ او نورو پسې خاندئ نو بیا ډېر امکان لري چې خلک درڅخه ډډه وکړي، مشران وايي چې ستاسې په مخ کې د بل چا پسې لګيا وي، ډير امکان لري چې د بل چا په مخ کې به تاسې پسې هم بد وايي.

د بل چا خندولو يا ساعت تيرولو لپاره خپل مسلکي ژوند مه خرابوئ، ډير امکان لري چې همدا د نورو خندا او غايبو پسې بد ويل ستاسې د مسلکي بدنامئ سبب شي.

person touching and pointing MacBook Pro

۶. دروغ

دروغ په هر صورت کې دروغ دي، هر څه دليل چې ورته شخص ولري، آن که کوچني دروغ هم رسوا شي، د شخص شخصيت داغداره کوي، او لکه چې متل کا خامه ميوه پخيږي، خو چې شخص يو ځل خام شو، بیا نه پخيږي.

که په دروغو ويلو مشهور شوئ، يا مو دروغ ويل پيل کړل، مهمه نه ده چې څومره کوچني وي، يا آن که وروسته قسم خوره ريښتوني هم شئ، بيا به مو هم خلک پر دروغجن شخص پيژني، يا هغه چې پخوا يې درواغ ويل.

۷. بیحده بې نظمه

نظم د مسلکي ژوند د ودې يو تر ټولو کلیدي عنصر دی، خلک دې ته ګوري چې آیا تاسې څه واياست هغه کوئ يا نه. شخص بايد لومړی پخپله د خپلو ويناوو او ژمنو قدر وکړي، پخپله يې بايد ومني، که چيرې تاسې پخپله پر خپله خبره نه دريږئ نو له نورو تمه مه ساتئ چې ستاسې پر وينا دې عمل وکړي. که چيرې چا سره د سند وعده کوئ چې ورليږئ يې، يا ورته واياست چې د ورځې له ختمه وړاندې ورته احوال ورکوئ يا بل څه، تل هڅه وکړئ چې پر وخت او خپله خبره وفا وکړئ.

که چيرې پر خپله خبره ودريږئ، آن که کوچني ټکي هم وي شهرت مو ښه کيږي او خلک درباندې باور کوي، که نه نو ممکن خپل اعتبار له لاسه ورکړئ، او خلک په مهمو چارو کې پر تاسې ملا ونه تړي.

photo of rectangular black wooden desk

۸. د نوو څه نه زده کول

انسان بايد دوامداره زده کړه وکړي، عموماً خلک زده کړه له پوهنتون او ښوونځي سره تړي، خو له زده کړې هدف دوامداره بهتري ده، چې په هغې کې نوې ټکنالوژي، نوي مهارتونه، پوهه او هر څه راځي، همداسې د نن ګړندي بدليدونکي کاروباري چاپيريال کې تاسې ممکن په اوسني حالت کې ځان ډيره راحته احساس کړئ، خو يو وخت به هغه څه چې ستاسې زده وي، هغه به له بازار وتلې وي، لکه که يو څوک د فاکس ماشينونو هر څومره ماهر مستري وي، خو چې فاکس ماشين نشته نو دا به خپل مهارت چيرې وکاروي.

iPhone X beside MacBook

که اوس هم لوستلو لپاره بريښناليک چاپوئ، يا د يو څه لټولو لپاره کتابونه ګورئ او له ګوګل کار نه اخلئ، يا بیا هم له مسينجرو او نورو وسيلو کارولو ډډه کوئ، نو ممکن په تيره لسيزه کې بند پاتې ياست، ټکنالوژي به ډیر نواقص ولري، خو د مسلکي ودې لپاره يې زده کول حياتي دي.

پخپله به نه غواړئ نوي څه زده کړئ، خو ستاسې سيالان يې زده کوي، او که غواړئ چې په سيالئ کې پاتې شئ، بايد هماغه مهارتونه ولرئ چې په بازار کې ارزښت لري.

(ورته ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، پوهه: پر کومه بيه، د ځان بندي – تجار او بت جوړوونکی، مخ په وړاندې)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

21 responses to “اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي”

  1. Faheem Avatar
    Faheem

    Zabardast hiwadpal sahb
    Masha allah der malomati ao faida
    warkawonke leekal kawe hamesha
    Haqeeqat de che tole tole khabare ao 8 points de da khwakhedo ao stayane qabil di. Great job bro. Keep it up tal kamyaab ose. Stay blessed

    Like

  2. د کارځای ملګرتوب: ښه که بد؟ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، له شخړی تر […]

    Like

  3. په قضاوت کې عجله مه کوئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی سمې تګلارې ټاکل، اته عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، پروژې ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل، زهري کارځای/ […]

    Like

  4. خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د برياليتوب تعريف که معیار، د ځان اداره او پيژندل – […]

    Like

  5. […] ليکنی اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د برياليتوب تعريف که معیار، د ځان اداره او […]

    Like

  6. ضرور نه ده چې د وظيفې د اعلان هر شرط پوره کړئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: تعليمي نظام – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه، وظيفه […]

    Like

  7. د دندې مهمه مرکه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] د اعلان هر شرط پوره کړئ، تعليمي نظام – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه، وظيفه […]

    Like

  8. غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، وظيفه اخلئ، له معاش پرته […]

    Like

  9. دندې د اعلان نيمګړتياوی | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] مرکه، ضرور نه ده چې د وظيفې د اعلان هر شرط پوره کړئ،  اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه، وظيفه […]

    Like

  10. ستراتيژي مو ولې کار نه کړي – دې ۷ خنډونو او لاملونو ته وګورئ – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه، مشري او جنسیت، خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي […]

    Like

  11. څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه، مشري او جنسیت، خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي […]

    Like

  12. د مسلک ټاکنه – اوله برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، ډیر ناوخته نه ده، څرنګه خپل مسلک ته راوګرځئ، د مسلک […]

    Like

  13. تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره […]

    Like

  14. د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره […]

    Like

  15. واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره […]

    Like

  16. د بې وسئ زده کړه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: واک او اغيزه،  د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، […]

    Like

  17. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او د ټولنيزو شبکو هوښيار، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، […]

    Like

  18. د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره […]

    Like

  19. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، […]

    Like

  20. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ويش، پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د ښې مشرۍ […]

    Like

Leave a reply to خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ – Barya Consulting Services ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading