آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه

د ليکنو په دې لړۍ کې موږ آنلاين د ميرمنو پر آزار غږيږو، په لومړۍ برخه کې موږ پر هغه مواردو وغږيدو چې د ميرمنو د آزار او عذاب سبب ګرځي، لومړئ برخه دلته ولولئ، پدې برخه کې موږ پر دې غږيږو چې څه بايد وشي، او کاروونکي د خپلو معلوماتو ساتلو او خوندتيا لپاره بايد کومو مواردو ته پام وکړي.

څه بايد وشي؟

موږ کولای شو دا پوښتنه له درې اړخه وڅيړو: ۱دولت/ قانوني چوکاټ ۲کورنۍ/ ټولنه ۳ شخص

۱ دولتي ونډه او قانوني چوکاټ

سره لدې چې ټکنالوژي په ډېره ګړنديوالي سره بدليږي، مګر اړونده قوانين بيا په هماغه سرعت نه پلي کيږي، خو بيا هم پدې دليل د قوانينو نه لرل عذر نشي کيدلای، اکثره هېوادونه په يوه نه بله نامه دې موضوع لپاره قوانين لري، خو دلته اصل ستونزه د دا ډول جرمونو نړيوال شکل او تخنيکي پيچلوالی دی، ځينې وخت تخنيکي پيچلوالي لري د قانون پلي کوونکو پرې سر نه خلاصيږي، او بيا داسې هم کيږي چې له بل هېواده دا ډول جرمونه سرچينه اخلي او يا داسې ښودل کيږي چې له بل هېواد څخه دا عمل اجرا شوی دی.

له ټولو جنجالونو سره بيا هم قوانين شته چې د دا ډول ناوړه چارو مخه نيسي، پاکستان په دې نږدې وخت کې مخابراتي مقرره/ قانون عملي کړ، چې هلته يې ديارلسمه ماده د ميرمنو ځانګړې ساتنه د ميرمنو په وړاندې همدا ډول تريخوالي مخنيوي لپاره پکې ځای شوې ده، خو دا ډول قوانين ټول اړخيزه چوکاټ غواړي، چې په هغې کې قانون عملي کوونکی ادارې او قضا دواړه شامل وي، اکثره هېوادونه قوانين لري خو په عمل کې يې له ننګونو سره مخ کيږي، خو په عمومي ډول د قوانينو له جوړولو سره د اړونده ادارو ظرفيت بهترول يو تر ټولو ښه کاري موډل بلل کيږي.

زموږ په هېواد کې چيرې چې آن بريښناليک يا د ويبپاڼې معلوماتو قانوني شکل هم د پوښتنې لاندی دی، موږ قوانينو، سلوکونو بدلولو او اړونده کړنلارو لپاره اوږد مزل په وړاندې لرو، داسې نه ده چې دلته دا ډول پيښې نه کيږي، زموږ د پارلمان ځينې ميرمنې وکيلانې له دا ډول ستونزو سره مخ شوي دي، خو د خپل سياسي نفوذ پر برکت دولت ورته يو څه د حل لاره راویستی ده، خو په عمومي ډول موږ داسې روښانه قانون يا کړنلارې آن پراخه ادارې نه لرو چيرې چې په ځانګړې توګه دا ډول جرمونو او پيښو سره قانوني چلند وشي.

۲ کورنۍ/ ټولنه

يو له لوی ستونزو سره چې قرباني مخ کيږي هغه د ټولنې تيارې ټاپی دي، که څوک د دا ډول ناوړه پيښو سره مخ شي، نو د ټولنې هر غړې هم قاضي او هم مفتش شي، اکثره وختونه قربانيان دومره خپله جرم نه دي کړولي لکه څومره چې د ټولنې ناوړه سلوکونه يې عذابوي، او داسې هم کيږي چې مجرم ونيول شي، او هغه دوسيه يا پيښه هم وتړل شي، خو بيا هم ټولنه قرباني تر ډېره بدنامه ګڼي.

ځکه ځينو هېوادونو کې داسې قوانین هم شته که چيرې څوک له داسې کړوونکو پيښو سره څوک مخ شي، نو بيا دولت يا بله اداره ورته رواني مرسته برابروي، چې د هغې په مرسته هڅه کيږي قرباني بيرته عادي ژوند ته راوګرځول شي.

موږ د ټولنيزه ژوند او په ځانګړي ډول د کورنيو غښتلی سيسټم لرو، دلته د کورنئ دنده نوره هم مهمه کيږي، لومړی بايد خپل اولاد يا د ټکنالوژئ کاروونکي پوه کړي، هغه زموږ د ژبې متل دی چې منګی هره ورځ نه ماتيږي، مخکې لدې چې د کورنئ له کوم غړي سره دا ډول پيښه وشي، بهتره ده اړونده معلومات، پوهه او مهارتونه وروښودل شي، ټکنالوژي په خپل ذات کې بد شی نه دی، خو لکه د ټوپک په څير د هغې استعمال هغه ښه يا بد کوي.

که چيرې خدای مکړه د کورنئ غړی له داسې کومې پيښې سره مخ شي، د کورنۍ ملاتړ ډېر زيات ضرور کيږي، زموږ دا سلوک چې مجرم او قرباني په يوه تله تلو باید بدل شي، او اکثره وختونه چې ميرمنې له دا ډول ناوړه پيښو سره مخ شي، له ډېر بد حالت سره مخ وي، او پدې وخت د کورنئ او ملګرو ملاتړ په ژوند کې ډېره مهمه مرستندویه وسيله برابروي.

۳ شخص

د دې ټول بحث تر ټولو مهم اړخ شخص دی، که چېرې له داسې پيښو سره مخ شي نو پر قرباني بدليږي، ټکنالوژي زموږ د ژوند هر اړخ رانغاړي، او چاره ترې نشته، نو ځکه نه استعمال يې هم شخصی او مسلکي تاوانونه لري، خو که چيرې ښه استعمال شي، نو د زده کړې، اړيکو نيولو، پرمختګ، ژوند آسانولو او ساعتيرولو يو تر ټولو ښه وسيله ده.

person using laptop

مخکې لدې چې يو څوک په ټکنالوژئ کې غرق شي، بهتره ده، دې ټکو ته پام وکړي:

ځان پوه کړئ: ضرور نه ده چې هر څوک دې د ټکنالوژئ مسلکي په توګه په هر څه پوه شي، خو لکه د موټروانئ په څېر موږ اکثره يې يوازې چلوو، مستريان يې نه يو، همداسې د ټکنالوژئ ښه استعمال بايد ټول زده کړي، نن سبا زده کړه ډېره آسانه ده پر هره موضوع آنلاين کورسونه پيدا کيږي، آنلاين زده کړه وکړئ، مطالعه وکړئ، د خپل آنلاين حسابونو لکه فيسبوک او نورو محرميت/ Privacy ټاکنې وګورئ، ځان پوه کړئ هر هغه څه چې تاسې آنلاين پوسټ کوئ يا بل چا سره شريکوئ چيرې ځي، څه پرې کيږي، که نه پوهيږئ پوښتنه وکړئ، دا ليکنه د همدې هڅې يوه برخه ده، همداسې نور په زرګونه مضامين شته چې تاسې يې موندلی او لوستلی شئ.

هره هغه څه چې شريکوئ، له ځان وپوښتئ آیا شريکول يې ډېر مهم دي؟ ولې يې شريکوم؟ که دا لدې شخص/ډلې له چا سره يې چې شريکوم، پرته بل څوک وګوري پر ما به څه اغېزه وکړي؟ که د دې هرې پوښتنې ځواب مو خوښ نه شو، نو له شريکولو يې تير شئ، ورسره که څوک د سهار چای څښلو څخه تر ماښامه بيرته کور ته راګرځيدو لپاره هر څه شريک کړي، نو بیا دې دا تمه نه ساتي چې خلک دې زما له کړه وړو خبر نه وي، يا دوی بايد پوه نه شي چې زه څه کوم او پر کومه لار کور او دفتر ته ځم.

خپلې ټکنالوژئ وسيلې سره احتياط وکړئ: که فلش يا هارډيسک لرئ، موبايل لرئ يا نور له هغې سره احتياط وکړئ، هر ناپيژندلی شی مو له کمپيوټر سره مه وصلوئ، داسې پيښې هم شته چې يو پيژندلي شخص د بل په کمپيوټر کې وايرس يا نور څارونکي پروګرامونه ځای کړي وي، اوس چې آیا هغه شخص د چا وسيلې په مرسته چې دا هر څه ځای په ځای شو، لدې خبر وو يا نه، دا بحث به بل وخت ته پرېږدو.

خپل آنلاين شتون همداسې وساتئ لکه څرنګه چې خپل فزيکي وجود ساتئ: او هغه پدې معنا چې له خپلو آنلاين محتوياتو، حسابونو، معلوماتو او نورو سره احتياط وکړئ، او وخت پر وخت د هغوی تشريحات بدل کړئ، او څو چې ضرور نه وي، له هر چا سره يې مه شريکوئ، او تر څو چې اړتيا نه وي، آنلاين بازار موندنی، اخبارونو، ویبپاڼو او نورو کې خپل بريښناليکونو آدرسونه يا ټليفون شمېرې مه ورکوئ.

دا فکر مه کوئ، چې دا کار له ما سره نه کيږي: وايي هوښياره مرغئ له دواړو پښو نښلي، يا خپل کور ساته ګاونډي ته مه وايه چې غل يې.

له ځيرک ټليفون سره مو احتياط وکړئ: سره لدې چې ټليفون د عکسونو اخيستل، بريښناليکونو، فيسبوک او نورو ته لاسرسی ډېر آسان کړی دی، خو ورسره يې د خپل ارزښت له کبله د ورکيدو او تاوان خطر هم ډېر لوړ کړی دی، د نن ټليفون له مالي ارزښته زیات معنوي ارزښت ډېر دی، عکسونه، شخصي او مسلکي اړيکې، فيسبوک، بريښناليکونه او نور مهم ټول معلومات مو هملته خوندي دي، نو ځکه سره لدې چې له ورکيدو سره يې احتياط وشي، خو بيا هم بايد د ورکيدو په صورت کې څه بايد وشي، بايد په پام کې ولرئ.

د نن سبا ټليفونونه د غلا مخنيوي میکانيزمونه لري، پر هغې ځان پوه کړئ، ورسره دا هم امکان لري که چېرې يو څوک ستاسې د ټليفون پټنوم له يو څو ځلو زيات غلط داخل کړي، ټليفون ځان پخپله پاکوي، که اړتيا يې وي دا او ورته نور توانونه يې فعال کړئ.

silver Android smartphone

  مخنيوې له درملنی ښه دی، داسې ډېرې آنلاين ټولنې شته چې د دا ډول قربانيانو سره مرسته کوي، ورسره د دا ډول پيښو په مخنيوي کې هم مرسته کوي، که د ټکنالوژئ وسيله کاروئ، نو هڅه وکړئ ځان پرې پوره پوه کړئ، دا ډول ټولنې په هره ساحه شته، آن ډېر يې فيسبوک پاڼې هم لري، تعقيب يې کړئ معلومات به يې وخت پر وخت درته راځي.

د ګوګل مشر او آن نور د آنلاين نړئ مخکښان وايي، که نه غواړئ يو څه رسوا شي، نو بهتره ده چې هيڅ يې آنلاين نه کړئ، ټکنالوژي که مناسبه استعماله نشي ډېره بې اعتباره ده، او هغوی چې پرې ډېر پوهيږي د هغوی په پرتله چې نسبتاً نه پوهيږي په ګټه کې دي، تل به يو څوک وي چې وغواړي ستاسې له شتون ناوړه ګټه واخلي، نو ځکه تر ټولو بهتره لار يې همدا ده چې ځان همدومره پوه کړئ چې ستاسې آنلاين شتون خوندتيا لپاره مهم وي.

قوانين، د پاکستان سايبر ايکټ ځانګړی ماده لري، چې د ميرمنو په وړاندې د دا ډول تريخوالي مخه ونيسي، خو پدا ټول بحث کې اکثره وخت قوانين یوازينی حل نه وي، ځکه تر ډېره حده که قوانين سخت شي نو بيا بل لور ته د بيان آزادئ ډنډورچيان خپه کيږي، نو ځکه په ډېرو مواردو کې قوانين له داسې حالاتو سره مخ کيږي چې روښانه لارښودونه او حل لاری پکې نه وي.

د دې ډول جرمونو مرتکبين اکثره باسواده وي ځکه د ټکنالوژئ وسيلې په مرسته بل استعمالوونکی تير باسي، ورسره په خپله کوټه کې ناست وي د قرباني هغه فزيکي درد او کړاوو نه ويني چې يو څوک ترې تيريږي، داسې هم کيږي چې دا جرمونه يوازې د ساعتيرئ يا خپلو مهارتونو ښودلو لپاره کيږي، که ځينې وخت مجرم قرباني شخصاً وپيژني نو هغه وخت کې بيا دا د بدل او انتقام شکل نيسي، خو که هر دلیل وي دا يو ناوړه، سپک عمل او جرم دی، مهمه نه ده چې قوانين څه وايي خو هغه بل لور ته يې قرباني يو شخص دی، چې دا د هغې په وړاندې ظلم، پر حريم يې بريد او سپکاوی دی.

د دې ډول پيښو مخنيوي لپاره احتياط ډېر مهم دی، آنلاين بې حسابه مواد شته چې کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي، چې څرنګه ترې ځان وساتئ او نور پوه کړئ، ورسره يو عموم اصل دی چې په ټکنالوژئ کې پر هيچا اعتبار مه کوئ، خپل پټنومونه، آنلاين حسابونو معلومات او نور خپل ځان سره وساتئ، يو څوک چا ته په دې نه ګرانيږي، چې له هر څه يې خبر وي، يا دا بايد د اعتبار نښه نه وي چې زه د بل له هر حسابه او پټنوم خبر يم، او که چيرې شريکول يې ډېر مهم وي، بايد حدود او د استعمال چوکاټ يې معلوم کړئ.

له ټکنالوژئ خوند واخلئ، ځان پوه کړئ، ويې کاروئ، خو خپل احتياط او هوښياري وکړئ…

پدې ليکنه کې د ملګرو ملتونو (UN Report on Violence Against women/ Cyber Violence agains women) له راپور څخه ګټه اخيستل شوې

(ورته ليکنی: آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – لومړئ برخه، آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – دوهمه برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه، مشري او جنسیت)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , ,

8 replies

Trackbacks

  1. آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. د آنلاين لوبو بندول – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  7. څرنګه په نړيواله توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  8. د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: