په کاري ډله کې مسؤليت رواجول

ژباړه: عبدالواحد سهاک

پدې نږدې وختونو کې چې ما په يوه کنفرانس کې وينا کوله، له وينا وروسته يو ګډونوال راغی او راڅخه يې وپوښتل، چې ستاسې ټول تخنيکونه ښه دي، خو زه د مسلکي ژوند يو ريښتونی ستونزه لرم. زه له يوې ډلې خلکو سره له اوو کلونو راهيسې کار کوم، د دوی له ما سره کار کول خوښيږي. خو ځينې وخت زه ډير ښه يم. ډيره حوصله کوم. خلک په کار کې پاتې راځي او زه حوصله کوم. زه خلکو پسې ډير وخت ځغلم تر څو خپل کار وکړي. زه له خلکو سره له سختو خبرو ويريږم، غواړم هغوی ځان ځوابده احساس کړي. اوس نه پوهيږم ځان څرنګه بدل کړم، هغوی ما له ډيرې مودې راهيسې پيژني.

هغه يوازې نه دی، د پروژې ډير مديران خپلې کاري ډلې کار خرابيدو ته پریږدي، د هغوی لخوا د خوښولو پر بيه ښه کار قربانوي. زموږ څيړنې ښيي، چې په دريو کې دوه مديران غواړي چې کاري ډله يې خوښه کړي، نسبت دې ته چې نتايج لاسته راوړي.

يو ځل چې مو دا شهرت ترلاسه کړ چې تاسې له نرمۍ کار اخلئ، بيا بيرته پر لار برابريدل سختيږي. ښه خبره داده چې يو ځل مو اړتيا احساس کړه، بيا کولای شئ له سره يې پيل کړئ. موږ دلته له داسې پنځو ګامونو يادونه کوو، چې ستاسې مشري به بدله او په کاري ډله کې به مو حسابدهي رواج کړي، پداسې صورت کې چې دا کار مو پخوا نه وي کړی.

۱. مسؤليت يې واخلئ

د مسولیت پر اخیستلو یې پیل وکړئ، خپل ټیم ته ووایی: په حقیقت کې، کله چی د حساب ورکونی خبره راځي، ما تر ټولو ښه دنده نده تر سره کړی، مګر  سره له نننه يې بايد بدله کړو، زه تاسې ته مسؤله يم، موږ يو بل ته مسؤل يو، او موږ ټول مشتري ته مسؤل يو.”

۲. بریالیتوب تعریف کړئ

د حساب ورکولو کلمه کیدای شی چې ستاسو د ټیم لپاره ویره لرونکی وي، په ځانګړی ډول که پخوا مو پدې اړه څه نه وي ويلي يا مو تمرين کړي نه وي. نو د خپلو تمو په اړه مشخص واوسئ: د سپارل شوو چارو ضرب الاجل څومره جدي دی، او که کله د سپارل شوو چارو ضرب الاجل خطا وځي، نو څرنګه به وړاندې ځو؟ د ټیم افهام تفهیم او پوښتنو ته د ځواب ورکولو هيلې څه دي؟ ایا ټیم به په غونډو کې د ګډون او ورته د چمتوالي په اړه خپل نورمونه تنظیم کړي؟ ورته وواياست چې لدې وروسته به برياليتوب څرنګه تعريفیږي او کاري ډلې غړي به يو بل ته خپل مسؤليتونه او ژمنی څرنګه پالي.

۳. خپله کاري ډله د مسؤليت او محاسبې بحثونو لپاره وروزئ

د پروژی مدیران یوازی هغه څوک نه دي چې خلک راچپه کوي: دا يوه ډله ييزه لوبه ده. په خپله کاري ډله کې د محاسبې او مسؤليت ښه بحث رامنځ ته کولو لپاره د الهام بښلو يا INSPIRE له موډل څخه کار واخلئ:

الف: پيل (Initiate): د خبرو اترو لپاره يو مناسب چاپيریال رامنځته کړئ، وواياست: زه واقعا د دی پروژې او ستاسو بریاليتوب غواړم، او ما په دی وروستیو کی یو څه ستونزمن لیدلي دي. ایا د يو څو دقيقو خبرو لپاره وخت لرئ؟

ب: پاملرنه (Notice): تر پوښتنې لاندې سلوک وپوښتئ. لکه ووایاست، ما لیدلي چې له ای ټی سره ستاسو خبرو اترې ډیرې لانجمن شوي دي.

ج: ملاتړ (Support): له اړتیا سره سم مشخص شواهد وړاندی کړئ. لکه له ای ټی سره ستاسې د دوو اخيري غونډو په پای کې، ستاسې غږ ډير لوړ شوی وو، او چيغې مو وهلی.

د: څيړنه (Probe): وپوښتئ چې څه روان دي؟یا ورته پوښتنی وکړئ، تر څو مقابل لوری په بحث کې داخل شي. بی طرفه ځان پوهوونکی ژبه وکاروئ تر څو مقابل لوری وغواړي له تاسې سره معلومات شريک کړي، او له پوښتنی څخه وروسته بل شخص ته د خبرو کولو فرصت ورکړئ.

ه: بلنه (Invite): پوښتنه وکړئ چی څرنګه هغوی کولی شی وضعیت حل کړی.

و: ارزونه (Review): ډاډ تر لاسه کړئ چی تاسو د شخص پر ژمنه پوهیدلی یاست. يا ورڅخه وغواړئ چې تکرار يې کړي.

ز: پلی کول (Enforce). تعقیبی ناسته تنظیم کړئ تر څو پوه شئ ژمنی عملي شوي دي او که نه. لکه زه له ای ټی سره ستاسو راتلونکی غونډی وروسته وګورم چې څنګه پرمخ ولاړه.

۴. هر بریاليتوب ولمانځئ

تاسې به هر لمانځلی او هڅول کيدونکی شی ډير ترلاسه کړئ. د مسؤليت اعمالو په لټه کې اوسئ، په ځانګړي ډول کله چې ستاسې د کاري ډلې تاسې مسؤل ګڼي. غونډه ودروئ، هغه کس ته مبارکي ووایاست چی تاسې یا ټیم يې مسؤل وګاڼه او حساب يې وغوښت، ويې هڅوئ چې دوام ورکړي. بیا غونډې ته دوام ورکړئ.

۵. د محاسبې په اړه محاسبه تمرین کړئ

دا د نوی چلند د غښتلتيا لپاره یو پیاوړی فرصت دی. کله چی یوه ډله محاسبه او مسؤلیت نه تمرينوي، سمدلاسه يې ورته پام راواړوئ. تاسو شاید ووایاست موږ به په یوه دقیقه کی د پروژی مهال ویش ته بیرته راستانه شو، خو لومړی بايد پوه شو چې څه پيښ شوي دي. متوجه شوم چی ما له ژمنی سره سم اړونده معلومات له ځان سره دي راوړي، او هیچا هم هیڅ ونه ویل. څه خبره ده؟ تاسې الهامی ماډل کاروئ چې هیچا تاسې ته د مسؤليت احساس در نه کړ.

په کاري ډله کې د مسؤليت رواجولو لپاره هیڅکله ناوخته نه دی. کله چی مسولیت په غاړه اخلئ، توقعات مو له سره تنظیم کړئ، خپل ټیم مو چمتو کړئ چی د حساب ورکول تمرین کړي او څرنګه چې په شريکه نوی چلند کاروئ، ويې لمانځئ، تاسې په زړه پورې نتايجو لپاره يو غښتلی بنسټ رامنځ ته کوئ.

متووکړي تر څو د پروژو ۱۵۳ د پالنې او نوي کولو پاتې چارو ته د پلان او هغې ته رسيدو لپاره له ما سره مرسته وکړي.

(د PMNetwork د می ۲۰۱۹ ګڼې څخه ژباړل شوی دی)

ورته ليکنی: ګړندئ اغېزه،  خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، په قضاوت کې عجله مه کوئ، سمې تګلارې ټاکل، خیریه ريسکونه (Charitable Risks)



ټولي:Management

ټگونه:, , , , , ,

3 replies

Trackbacks

  1. په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. ستراتيژي مو ولې کار نه کړي – دې ۷ خنډونو او لاملونو ته وګورئ – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: