تعصب ښايي ډير پراخه تعريف ولري، خو دلته ترې زموږ هدف پر داسې اصولو د بل تلل وي چې د نورو پر وړاندې د هغې په بيانولو کې زړه نازړه وي. انسان له داسې ډير څه سره پيدا کيږي چې د هغې په بدلولو يا ټاکلو کې هیڅ ونډه نه لري، له مورنئ ژبی، جنس، فاميل، سيمه، ښايست او نورو ورته مشخصاتو سره ژوند پيلوي، نو دلته دا پوښتنه چې آیا هر څوک تعصب لري؟ دا بحث تر ډيره په اداري او مسلکي چوکاټ کې د ادارو او اشخاصو پر سلوک راڅرخي.
که څوک ځان له يوه قوم سره تړي، يعنې د قوم پر اساس له نورو ځان بيلوي، ځان او د خپلې فرقې خلکو ته پر امتياز قایل دی، ستونزه د شخص د پيژندنی په مشخصاتو کې نه دی، او نه لکه څرنګه چې د قرآن شريف آیت مفهوم دی، خلک پر شعوبو/قبایلو د پيژندنی لپاره ويشل شوي دي، ستاسې قبیله، ژبه، سیمه، کورنۍ او نور له بل څخه ځان د لوړ احساسولو لپاره نه دي، بلکې د پيژندنی يو اصل دی.
انسان له وړوکوالي د ځان د آرامتيا لپاره د خپلو توانونو کارول زده کوي، ماشوم د ولږې او درد له تکليفه ځان خلاصولو لپاره ژاړي، هغه وخت د هغې لپاره يوازې همدا خيټه وي يا همدا پيژني، څومره چې پوهيږي ځان پیژني نو له فزيکي اړتياوو سره رواني اړتياوو پوره کولو چم هم زده کوي، ما ته بايد احترام وشي، زه چې څه غواړم هغه راکړئ، زما خبرې ته غوږ شئ، او همدې قدر ساتلو لپاره پر ځان مصرف کوي.
انسان تعصب لري، لدې انکار پر ستونزه سترګې پټول دي، هر چا ته ځان له بل محترم او ګران وي، هیڅوک خپل اولاد له نورو سره نه برابروي، هیڅوک خپل مال د بل د هوساينې لپاره همداسې نه کاروي لکه د ځان لپاره، انسان تل د خپلې ودې او پرمختګ په لټه کې وي، دې او ورته تعصباتو سترګې پټول د خپل شخصيت يوې لويې برخې څخه انکار دی، ځان ته بې ځايه ستړيا رامنځ ته کول دي، مهمه داده چې څرنګه چې يو څوک د قهر، کينې، کرکې او نورو منفي خواصو کنټرولول زده کوي، همداسې بايد پر خپل تعصب هم کار وکړي، مهارول يې بايد زده کړي.
ډيرو ځان ته آسانولو لپاره تعصب پر ښو او بدو ويشلی دی، که چيرې تاسې ته خپله ژبه ګرانه ده پر دې پوه شئ چې بل شخص هم ژبې ته درناوی لري، که تاسې خپل قوم يو څه ګڼئ، نو نور هم پر خپل قوم وياړ کوي، که تاسې پر خپل هېوادپالنه وياړئ نو نور هم د خپل هېواد پر تاريخ او پيژندنه ځان ته د فخر دلايل لري، همداسې سياسي فکر او د ژوند طريقه ده.
هر څوک د خپلو لومړيتوبونو او اړتياوو په رڼا کې دا اصول ټاکي، هیڅوک آن که ځان هر څومره واکداره او هوښيار ګڼي، دا حق نه لري چې د خپلې تلې او اصولو په رڼا کې د بل ژوند لپاره د ښو او بدو تله کيږدي او پر هغې يې وتلي، آن د يو شخص اولادونه هم ښايي له کوچنيوالي وروسته د والدينو له ډيرو فکرونو او نظرونو سره اختلاف ولري، ځيرکه او پوه انسان پوهيږي چې څه وخت له خپل نظر واوړي يا لږ تر لږه يې پر بل ونه تپي.
د نن سبا د مشرئ يو تر ټولو لوی بحث د احساساتو ځيرکتيا ده، د احساساتو ځيرکتيا وايي چې ښه مشر هغه دی چې خپل احساسات وپيژني او د نورو د احساساتو درناوی وکړي، د خپلو احساساتو له پيژندلو څخه هدف پر دې پوهيدل دي چې څه وخت ښه کار کوئ، څه مو خوشحالوي، څه مو د خپګان سبب ګرځي، څه مو د قهر سبب ګرځي، او ستاسې احساسات ستاسې له فزيکي توانونو سره څنګه کار کوي.
لکه فکر کوئ چې د ولږې په وخت کې ژر په قهريږئ، يا ستړيا مو د کار شوق کموي، يا د دوامداره هڅې د ناکامئ په صورت کې په قهريږئ، او همداسې نوره پوهه له تاسې سره مرسته کوي چې ښې پریکړې وکړئ او د خپل ځان پيژندلو پر اساس په ټاکلي وخت کې اړونده کارونو ته لاس واچوئ.
د نورو د احساساتو درناوی شخص ته ښيي چې له نورو سره څه سلوک وکړي، په دفتري او ټولنيز چاپيریال کې تاسې ته دا توان درکوي چې د نورو احساسات درک کړئ، هر څوک کورنۍ لري، له رسمي چوکاټه اخوا مسؤليتونه لري، مهمه نه ده چې تاسې خوښ ياست ټول دې خوشحاله وي، يا رئيس نن په قهر دی ټول دې په قهر وي، ښه مشر پوهيږي چې د شخص په توګه څه مسؤليتونه لري، د ډلې غړي په توګه بايد څه وکړي، او د مشر په توګه ترې څه تمی دي.
د احساساتو پر ځيرکيتيا او ځان پيژندنه موږ دلته غږيدلي يو.
پر خپل تعصب، مفکورو، او نورو په وړاندې له مخکې يو فکر په واک کې لرل د مشرئ يو تر ټولو کليدي اصل دی، هر څومره چې تاسې د مشرئ لوړ مقام ته وده کوئ، همدومره مهمه ده چې له ټولو سره مو سلوک له دې منفي اغېزو پاک وي. په رسمي او ټولنيز چاپيریال کې سليقوي سلوک عام دی، پر همدې اساس موږ د دفتر کارکوونکي يا ملګري ټاکو.
که د دفتر لپاره پر لياقت، پوهه، پخوانئ تجربې او نورو فيشني ټکو خلک وټاکئ، نو هغوی چې پر دې قالب برابر نه وي، هغوی پر تاسې د تعصب او سليقوي سلوک تور پورې کوي، هر څومره چې يو څوک هڅه وکړي بيا هم په هر قالب کې برابر نه راځي، مهمه داده چې اداره پر دې پوه شي چې استخدام يې بايد پر څرګنده اصولو وي، که چيرې پر همدې مخکې يادو شوو اصولو استخدام کوي بايد يوازې همدا معيار وټاکي، ستونزه په اعلان شوو معلوماتو پريکړه نه ده، ستونزه د اعلان او عمل تر منځ تضاد دی.
خو دا معنا هم نه ده چې تر ټولو ښه هغه دی چې هیڅ تشخص او پيژندنه ونه لري، او نه د بودايانو دا فکر چې ځان ورکول د هر مرض دوا ده، هغه بيا د ځانځانئ سبب ګرځي، مهمه داده چې انسان بايد دومره هوښيار شي چې پر نورو د ځان لوړ ګڼلو لپاره دلايل ونه لټوي، پدې پوه شي چې هر څوک خپل کرامت لري او هر حالت سره د هغې ظرفيت او معيار پر اساس سلوک وکړي.
د ځان وده او لوړول بايد د نورو ټیټولو پر معنا نه وي، نه د بل وده د خپلې ناکامۍ پر معنا واخلئ، داسې ګڼل کيږي چې د ځيرکتيا او هوښيارئ يو تعريف دا هم دی چې انسان له ځان سره دوه متضادې مفکورې ولري او پر دواړو يې سر خلاص شي، خو بيا هم خپلو چارو ته دوام ورکړي، ژوند تل د هر چا په فکر په تور او سپين نه ويشل کيږي، ډير داسې څه شته چې د ټولو پرې سر نه خلاصيږي.
هر انسان اشرف المخلوقات دی، او د درناوي، کرامت او احترام مستحق دی، پاتې دا پوښتنه چې آیا هر څوک تعصب لري، هغه دې هر څوک خپله ځواب کړي، او دا تعصب د دوی پر کړه وړو او پریکړو څومره اغېزه کوي، له ځان سره دې فکر وکړي.
ورته ليکنی: خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، مشري او جنسیت، په قضاوت کې عجله مه کوئ، تعليم او هوښيارتيا، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده
ټولي:Leadership
ځواب دلته پرېږدئ