ډير کار که لږ خو ځيرکه کار

نړۍ له روغتيايي وبا سره لاس او ګريوان ده، او داسې ښکاري چې په نږدې وختونو کې دا وبا پر ورکيدو هم نه ده، او آن که دا وبا ورکه هم شي بيا يې هم د انسان پر سلوکونو او کاروبارونو تلپاتې اغېزې پريښودی، دلته موږ د کار پر ډول غږيږو، دا څیړو چې آیا دا ښه ده چې د شپې تر اتو په دفتر کې ياست يا د خپلو لومړيتوبونو پر اساس لږ خو د لوړې اغېزې کار وکړئ.

سره لدې چې له وبا مو بحث پيل کړ خو بحث له وبا اخوا هم ارزښت لري، او له وبا سره مو ځکه وتاړه چې آن په دې حالاتو کې هم ادارې له خپلو کارکوونکو تمه لري د کار ځای ته راشي يا کارکوونکي دا تمه لري چې د کار لپاره بايد ځانګړی ځای ولري، يعنې کار يې د ځای محتاج کړی دی، او مهمه نه ده چې ټوله ورځ څه کړئ خو بايد د حاضرئ په وخت کې حاضر اوسئ او ښه هغه دی چې تر ټولو ناوخته پاتې شي.

زموږ چارې په دوامداره توګه ځيرکتيا په لور روانې دي، یا په بله وينا د کار ډول له فزيکي زور زيات ذهني زور په لور روان دی، که د ټکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د کارونو اتومات کيدو جريان ته وګورو نو تر ډيره يې هغه کارونه اتومات کړي دي چې فزيکي زور او زغم ته يې اړتيا لرله، ښه مثال يې موټر دی، انسان يا ژوندي چې هر څومره غښتلي شي له موټر سره يې نه شي وهلی.

hanged red and black light bulb

خو، سره لدې چې نړۍ د فزيکي زور اتومات کيدو يا ماشين ته سپارلو په لور روانه ده، دفترونه اوس هم پدې هڅه دي چې له بشر څخه د هغې د فزيکي توان لپاره کار واخلي، يا د ذهني کار اخيستلو لپاره د فزيکي کار اصول وکاروي، لکه دفترونه اوس هم له خلکو غواړي چې د ورځې کله چې د خلکو فزيکي قوت تر ټولو لوړ وي دفترونو ته حاضر شي، يا له ټولو سره دې په يوه وخت کې په دفتر کې وي او اتو ساعتونو لپاره بايد په دفتر کې کيني.

د پخوا کار ډول د شخص حضور ته محتاج وو، داسې چارې او کارونه پر مخ وړل کيدل چې د شخص شتون پکې مهم وو، خو د نن په کاري چاپيريال کې د کار وسايل تاسې ته دا واک درکوي چې د نړۍ له هر ګوټ څخه کار وکړئ، مهمه نه ده چې چيرې ياست، مهمه داده چې کار مو نتيجه ورکړي.

موږ په همدې رڼا کې کار پر فزيکي او ځيرک يا پر نتايجو ولاړ کار ويشو، له ځيرک کار څخه مو هدف دا دی چې يو څوک څرنګه وکولای شي په لږ وخت کې ډير څه وکړي، پوه شي چې څرنګه خپل مهارتونه بهتره کړي او له هر چيرې کار وکړي. خو دا بحث پدې معنا نه دی چې موږ داسې کارونه نه لرو چې ټاکلې حاضرۍ ته اړتيا نه لري يا د خدمتونو برابرولو چارې چيرې چې حاضرۍ ته اړتيا وي خو هلته هم د مهارتونو پر ارزښت سترګی نشو پټولای، او داسې ډير خلک وي چې کار پر خپل وخت خلاصوي او د دوو ساعتونو کار اتو يا لسو ساعتونو ته نه غځوي.

يوه کيسه ده چې په بحر کې يو لويه کښتۍ ودريده، نه چالانيدله، نو د کښتۍ څښتن يو چا پسې هليکوپتر واستوه چې شخص راولئ کښتۍ جوړه کړي، هغه شخص راغی د ماشين خونې ته ښکته شو، يو ټاکلی ځای يې پرانيسته، او هلته يې يو پايپ درې ځل په څټک وواهه، بيا يې يو بل ځای وواهه، درېيم ځای يې وواهه او پرانيسته، يوه ډيره کوچنۍ پرزه يې بدله کړه، او کښتۍ چالانه شوه، د کښتۍ له څښتن يې ډیره لوړه اجوره وغوښته. د کښتۍ څښتن ورته ويل چې دا خو دومره کار نه وو، دوه درې څټکه دې ووهل او دومره پيسې غواړی، دې انجينر ورته ويل چې هو دا دومره کار نه دی، او زه در څخه د دې وهلو لپاره هم پيسې نه غواړم، زه درنه د هغې پوهې او مهارت پيسې غواړم چې څرنګه پوه شوم کوم ځای بايد پر څټک ووهم.

د ادارې رواجي تعريف دا وايي چې اداره له خلکو جوړه وي چې په يوه ټاکلي قالب کې ځانګړي لور ته روانه وي، يعنې ټاکلی هدف ته کار کړي، اوس که له ټولو هوښيار خلک راټول کړی بيا هم اداره نه شوه، او داسې ګڼل کيږي چې څوک ځان ته لوړ ګوري هغه عموماً په ډلو کې کار ته زړه نه ښه کوي، او پدې فکر وي چې زه په خپل ذات کې له ټولو هوښيار يم نو ولې له نورو سره کار وکړم، نو ادارې لپاره په يوه ټاکلي چوکاټ کې له ځيرکه خلکو کار اخيستل خپلې ننګونی لري. خو دا بحث دلته پريږدو، دې ته راستنيږي چې څرنګه اداره کولای شي ځيرکه کار وهڅوي.

ټکنالوژي که د خلکو فزيکي کار له منځه وړی دی، ورسره يې د ادارو لپاره رواجي وخت او حاضرۍ هم د پوښتنې لاندې راوستي دي، که چيرې د ادارې کار په کار وي نو ولې له خلکو غواړي چې په ټاکلي وخت کې حاضر شي، له ادارو سره دا ويره ده چې که موږ له خپلو کارکوونکو د کار ټاکلی قالب له منځه وباسو نو ښايي چې د کار ظرفيت او محصول خراب شي، نو دلته پوښتنه د حاضرۍ نه ده، بلکه د کار د کيفيت ده چې د هغې لپاره بايد اصول وټاکي.

کله چې د کار د کيفيت بحث کيږي، نو دا دواړو شخص او ادارو ته راجع کيږي، لومړی شخص لپاره د مهارت او ځيرکتيا له نقطې نظره غږيږو، د ځيرکتيا يو تر ټولو منل شوې اصل د بدلون منل دي، يعنې تل پر دې پوهيدل دي چې زه کولای شم بهتره شم، په بدلون کې مې ژوند دی، نړۍ په دوامداره توګه بدليږي د نن ځيرک د سبا ځيرک نه دی، که چيرې نن زما مهارتونه ما له نورو وړاندې کوي نو بايد همدا مهارتونه دوامداره ښه وساتم تر څو سبا مې هم له نورو وړاندې کړي، يا داسې فکر وکړئ که چيرې د يوې لارې څنډې ته ولاړ ياست او خلک مو له خوا څخه تيريږي نو دا تمه مه ساتئ چې هر کله مو مزل پيل کړ په لومړيو دوه درې ګامونو کې به له نورو هم وړاندې شئ.

ورسره، د شخص وده د هغې پر مسلکي ژوند دومره نه وي ولاړه لکه څومره چې باید خپل سلوکي او شخصي ژوند ښه کړي، او پدې سلوکي مهارتونو کې وخت او نتايجو پر ارزښت پوهيدل هم راځي، يعنې ستاسې کار بايد د ځای محتاج نه وي، د مهارتونو او کار ښه کول وخت نيسي او تر هغې مهمه دا احساس غواړي چې زه بهترۍ ته اړتيا لرم، يو ځل چې پدې پوه شوئ د ځيرکه او ارزښتمن کار لپاره بايد زه په دوامداره توګه ځيرکه او باارزښته شم، بيا کولای شئ چې هغه لارې چارې په نښه کړئ چې تاسې نور ځيرکه او باارزښته کړي.

د يوه نانوايي بیلګه راواخلئ، کله چې تاسې مسلکي ژوند ته داخلیږئ نو اساسي مهارتونه مو زده کړي وي، لکه د يوه نانوايي مثال واخلئ، هغه په لومړي پيل کې زده کوي چې ډوډۍ څرنګه پخه کړي، يعنې په دوکان کې تر ټولو مهم توکی تنور دی، خو يوازې په تنور دوکان نه چليږي، نو وروسته بايد زده کړي چې څه ښه اور کوي، ښايي له لرګيو يې پيل کړي بيا له لرګيو څخه ګازي اور ته واوړي او که سبا برقي حرارت راغی هغه به کاروي، ډوډۍ متنوع کړي، بيلابیلو اړتياوو ته ځواب ووايي، له خلکو سره سلوک ښه کړي، پوه شي چې ټولنې ته څرنګه ځواب ووايي، د وړو له بازاره خبر وي، پوه شي کوم وړه ښه دي، څرنګه يې صحي پاخه کړي، نور نانوايان وپيژني د هغوی له تجربو يې زده کړي، که چيرې څوک ترې په يوه وخت کې ۱۰۰۰ ډوډۍ وغواړي بايد ځواب يې نه کړي پوه شي چې په دوه درې نورو نانوايانو غږ کولای شي او په مرسته يې پوره کولای شي، او داسې نور بې شميره مهارتونه، پدې بيلګه کې هر مسلکي شخص دا نانوايي دی.

person mixing dough

بايد پوه شئ چې کوم مو يو کلیدي مهارت دی، کوم نور مهارتونه مو لومړی مهارت ملاتړوي، مسلک مو کوم لور ته روان دی، او ستاسې په مسلک او صنعت کې څوک د کار خلک دي او څرنګه له تاسې سره مسلکي مرسته کولای شئ، او آیا له نورو سره کار کولی شئ. له خپل مسلک بهر نورو خلکو سره وګورئ، هڅه وکړئ داسې خلکو سره وګورئ چې ستاسې پر مسلکي ژوند انتقادي نظر لري، د هغوی انتقاد واورئ، ياد ساتئ چې انتقاد پر مسلک دی، پر شخص دی، د بل چا نظر بايد ستاسې ارزښت يا نه ارزښت په نښه نه کړي او تر ټولو مهمه پوه شئ چې څرنګه تمرکز وکړئ، څرنګه له فيسبوک او مسينجرو ځان خلاص کړئ.

اوس که د ادارو له نقطې نظره بحث وکړو، نو ادارو لپاره مهمه ده چې له لښکرو زيات نتيجه بيان کړي، تاسې له کارکوونکي څه غواړئ، څرنګه ورته کار تعريفوئ، څرنګه ورته اړونده آسانتياوی برابروئ. د نن له بدليدونکي چاپيریال سره له کوره کار استثنا نه خو يو منل کيدونکی اصل دی، هر کله چې موږ يو څوک د کار لپاره استخداموو نو بايد کار ورته تعريف کړو، کارځای ته راتګ د کار پايلو پر پرتله دويمګړی ارزښت لري، هر کله چې اداره ونشي کړای د کار کيفیت او نتايج تعريف کړي تر هغې دا مهمه نه ده چې شخص له کومه کار کوي، نتيجه به يې تل د پوښتنې لاندې وي.

نن سبا له کوره د کار کولو خبرې ښکته پورته کيږي، او ډير خلک په کور ناست دي، دا يو ښه فرصت دی چې هر څوک خپل ګريوان کې وګوري او فکر وکړي چې څرنګه کولای شي له دې فرصته اعظمي ګټه واخلي. دفتري کارونه او چارې هڅه کوي هر چا ته يو قالب جوړ کړي، دفتر ته راتګ څخه نيولې تر تګ پورې هر څه د يوه قالب او چوکاټ له لارې اداره کيږي، هر کله چې اداره يا شخص دا قالب له لاسه ورکړي نو نه پوهيږي چې څه وکړي.

له کوره کار کول يا له ټاکلې حاضرۍ پرته کار کول د شخص د قالب دا احساس ننګوي، له اکثرو به واوری چې له کوره کار نه کيږي يا موږ کار ته ځای ټاکلی وي چې له هغه ځايه راووځي کار هم پاتې وي، خو بايد دا فکر له ځان سره ولرئ چې د پوهې کارکوونکي په توګه يا هغه څوک چې مهارت او خپله پوهه خرڅوي مجبور دی هر چيرې او په هر حالت کې خپله پوهه او مهارت خرڅ کړي، که چيرې دا مهارت مو له ځای سره وتاړه نو ځان ته مو قيدونه کيښودل.

اوس که دا بحث رالنډ کړو، سره لدې چې اداره او مهارتونه ځيرکتيا په لور روان دي، داسې بيشمیره وسايل شته چې له انسان سره مرسته کوي تر څو ځيرکه کار وکړي، خو ادارې تر اوسه د فزيکي کار اصولو په رڼا کې له خلکو د کار تمه ساتي، ورسره کار کوونکي اوس هم د ټاکلې وخت حاضرۍ کار غواړي، موږ به تکړه کار کوونکي ولرو، بريالۍ ادارې به هم وي، خو آیا دواړه په خپلو چارو کې ځيرکه دي، دا پوښتنه به يو څه فکر وغواړي.

د ځيرکتيا په لور مزل لپاره ځان پدې پوه کړئ چې څه مو ډير وخت نيسي، څه مو د تمرکز مخه نيسئ، څه وخت ښه کار کولای شئ او آیا کار لپاره ځای ته محتاج ياست يا ځای لپاره کار کوئ.

ورته ليکنی: ويره او ابهام – د روغتيايي وبا په صورت کې ادارو او کارکوونکو ته ځينې وړانديزونه، اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، اهليت او بهترول يې، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

25 responses to “ډير کار که لږ خو ځيرکه کار”

  1. Habibullah Avatar
    Habibullah

    Hi – please write in Dari too, so that everyone benefit from your posts.

    Like

    1. قدرت الله هېوادپال - Qudratullah Hiwadpal Avatar

      Thank you for your kind feedback, we will certainly consider writing in Dari, thank you for following us

      Like

  2. ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار، تعليمي نظام – دوهمه برخه، روزنه/ ټريننګ د څه […]

    Like

  3. ټکنالوژي او د وخت ارزښت – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، آنلاين دروغ خبرونه او د […]

    Like

  4. له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  5. د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار، اداري کلتور او د کارکوونکو […]

    Like

  6. د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار، اداري کلتور او د کارکوونکو […]

    Like

  7. دولتي چارې – پروسه که نتايج – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه برخه، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار […]

    Like

  8. په اداره کې د کار ښه نتيجه د خلکو نه بلکې د سيسټمونو له کبله وي – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی دولتي چارې – پروسه که نتايج، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه برخه، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار […]

    Like

  9. خپل آمر لړلو لپاره بهانې مه جوړوئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی دولتي چارې – پروسه که نتايج، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – دوهمه برخه، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار […]

    Like

  10. ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنې: نور ناپوهه ګڼل، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار […]

    Like

  11. هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  12. پريکړه او پايلې – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  13. سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  14. منطق او پريکړې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  15. د فکر خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] پوهې ارزښت، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار، اداري  په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې […]

    Like

  16. د عامه مشرانو پريکړو اغيزه  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  17. د ناکامۍ مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  18. د برياليتوب دوام – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  19. هر څوک دی خپل کار لره پیدا  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  20. د بيزوګانو نکل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  21. دا اهل يې څوک دی – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  22. مشر او ملاتړي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  23. د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

  24. د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، […]

    Like

Leave a reply to ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي – مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading