دا د ادارو لخوا د خپلو کارکوونکو په روزنو کې د نيمګړتياوو په اړه د ليکنې دوهمه برخه ده، په لومړئ برخه کې موږ وغږيدو چې څرنګه د روزنې اکثره پروګرامونه اړونده پايلو ته نه رسيږي، څرنګه د غلطو لاملونو له کبله زده کړه هڅوي، د زده کړو وخت مناسب نه وي، د غلطو شيانو پر زده کړه تمرکزه کوي، زده کړه هيريږي او څرنګه د نوو زده شوو موادو عملي کولو کې پاتې راځي.
پدې برخه کې موږ د همدې ستونزو پر حل غږيږو.
څه بايد وشي
د نن ګړندی بدليدونکی چاپيريال له ادارو غواړي چې خپل د روزنی پروګرامونه له دې بدلونونو سره عيار او تل بايد نوي څه زده کړي، ورسره داسې چاپيريال او کلتور رامنځ ته کړي چې خلک پکې د خپلې زده کړې عملي کولو جرات ولري، لکه ساده پوښتنې وکړای شي، غلطئ د منلو وړ وي، نورو ته ښودل وهڅول شي، او هر يو زده کړې ته اړتيا ولري.
دلته د پاسني بحث په رڼا کې وايو:
۱. د زده کړې اساسي ځای په نښه او يوازې هغه څه ته چې اړتيا وي بايد زده شي.
د زده کړې اساسي ځای په نښه کولو لپاره د پريټو له اصل کار واخلئ، پريټو اصل ۸۰/۲۰ په نامه مشهور دی، دا اصل وايي چې د چارو ۸۰٪ اغېزې د ۲۰٪ لاملونو له کبله وي، يعنې که چيرې تاسې دا ۲۰٪ لاملونه سم کړئ نو ۸۰٪ چارې به مو ښې شي. هغه ۲۰٪ پوهه په نښه کړئ چې کولای شي ستاسې ۸۰٪ چارې سمې کړي، او له هر څه وړاندې هغه زده کړئ.
۲. زده کړه عملي کړئ، پر ريښتونو ستونزو خپله نوې زده کړه عملي کړئ.
که چيرې د زده کړې اساسي ځايونه په نښه شوې وي، نو هغه روزنه او زده کړه عملي اړخ هم لري، او له زده کړې وروسته عملي کيدای شي. خو که داسې نه وي، نو تاسې دا هم کولای شئ چې له زده کوونکو وپوښتئ چې د خپل مسلکي ژوند ريښتونی ستونزې په نښه او د روزنيز بحث لپاره يې د زده کړې ځای ته راوړي.
تاسې کولای شئ د ادارې ريښتونو ستونزو پر بنسټ روزنيز پروګرامونه طراحي او بيا دا ستونزې په همدې پروګرامونو کې مطرح کړئ، او له زده کوونکو وغواړئ چې پر دې ستونزې د زده کړې لپاره کار وکړي او حل يې پر خپلو چارو عملي کړي.
۳. سملاسی ګړندې غبرګون وهڅوئ/ ولټوئ او د هغې په رڼا کې خپله پوهه عياره کړئ.
د دې په ځای چې زده کړې لپاره مهالويش وټاکئ، روزنه د ستونزې له تمرکزه طراحي کړئ، له ستونزې سره مخ کيدو په صورت کې خپل کارکوونکي وهڅوئ چې د زده کړې په هڅه کې شي، او دا فرصت ورکړئ چې نوې زده کړې لپاره امکانات ولري او بيرته يې حل عملي کړای شي.
د زده کړې کوچنۍ چارې طراحي کړئ، د مشخصې ستونزې په وړاندې د روزنې کوچنی او لنډمهاله پروګرام چې مشخصې سلوکي او زده کړه ييزې لاسته راوړنې ولري، لدې لارې به وکولای شئ بهتره توګه يې اندازه کړئ، او پوه شئ چې آیا زده کړې اړونده پايله لرلې ده يا نه.
له اړتيا سره سم د روزنو او زده کړييزو چارو محتويات له اړتيا سره سم عيار کړئ. داسې پوهه او مهارت نشته چې ټولو ته يو ډول ارزښت ولري. هر څوک د همدې ارزښت په رڼا کې مهم مهارتونه او پوهه ټاکي. ځان پوه کړئ چې کوم کارکوونکي ته څه مهم دي.
څيړنې ښيي هر کله چې په اداره کې يو څوک غواړي يو څه زده کړي، نو هغه ګوګل يا د دفتر کتابتون ته نه ځي. بلکه په اکثره حالاتو کې لومړی له خپل همکار څخه پوښتنه کوي. او ورسره دا هم په پام کې ونيسئ چې د زده کړې يو تر ټولو ښه چاره بل ته ښودل دي. نو ښايي ادارو لپاره به دا ډيره ښه وي چې د همکارانو تر منځ د پوهې شريکول او يو بل ته تدريس وهڅوي. د هغه چا چې زده وي زده کړه به يې بهتره شي او نوي به يې له صفره زده کړي.
۴. همدې جريان ته دوام ورکړئ. په کوچنيو ګامونو کې نوي څه زده کړئ. هغه عملي او غبرګون وهڅوئ او د غبرګون په رڼا کې خپله پوهه عياره کړئ.
د دې لپاره چې ادارې وکړای شي په خپل چاپيريال کې فعاله زده کړه وهڅوي، روزنه بايد له اجراتو او پايلو سره وتړي. ادارې بايد باوري کړي چې په سم وخت کې صحيح څه د صحيحو لاملونو له کبله زده کيږي او ورسره زده کړې په ياد پاتيږي. د نن په زمانه کې چې کاري ځواک هم د پوهې او ځيرک مهارت پر اساس استخداميږي او ورسره ادارې په دوامداره توګه بايد زده کړي. بريالي هغوی دي چې له نورو وړاندې سمه پوهه ګړندۍ زده کړي، او ورسره دا مهارت هم ولري چې پوه شي کومه پوهه پر زده کړه ارزي.
ورته ليکنی: ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – لومړئ برخه، پوهه: پر کومه بيه، اهليت او بهترول يې
ټولي:Leadership
ځواب دلته پرېږدئ