نور ناپوهه ګڼل

کیسه کا، کله چې له نورې نړۍ اوسنۍ امريکا ته اروپايان ولاړل، نو د هغه ځای خلک يې ټيټ ګڼل، اکثرو ته يې د ناپوهۍ او ناوړه ژوند کولو نسبت کاوه، له خپلو ځمکو يې بې ځایه کړل، د هغه ځای بومي خلکو ته ځمکې ډير ارزښت درلود، په دوی کې د ځايی خلکو يو مشر وو، چې خپل ځایه شړل شوې وو، په محکمه کې ير حکومت دعوه وکړه چې غواړي د خپل ځوی مړی په خپله پلرنۍ هدیره کې ښخ کړي، نو ځکه بايد چارواکي اجازه راکړي. محکمې دواړو اړخونو موقف اوريدو لپاره هغوی محکمې ته راوغوښتل، د چارواکو طرف ويل چې له دوی سره زموږ ګوزاره نه کيږي، کله چې د دې ځایی مشر وار راغی، نو ويې ويل چې زه خبرې نه اوږدوم، یوازې دومره وایم چې زموږ له یو بل سره سلوک باید پر ویره ولاړ نه وي او دوهم لاس يې اوږد کړ چې زموږ او ستاسې په رګونو کې يوه وينه ده، او که چیرې لاس څیرې کړم نو ښه پوهيږم چې زما وینه هم ستاسې په څير سره ده.

انسان تل مقابل لوري ته ټيټ فکر کوي، که څوک وايي چې دا سوونو کلونو پخوانۍ خبره يا په ناپوهو کې رواج ده او د نن انسان هوښيار دی، نو يوه نوې څيړنه چې د پوهنتون د تجارت مديريت ماسټرۍ اخيري کال په زده کوونکو کې شوې وه ښيي چې خلک مادي ګټې او معنوياتو ضعف تر ډيره نورو پورې تړي. پدې څيړنې له دې زده کوونکو وپوښتل شو چې ولې مو دا مسلک وټاکه نو ۹۲ فيصدو يې ويل چې نور يې د پيسو لپاره ټاکي خو ما د خدمت لپاره ټاکلی دی، غواړم ټولنې او ولس ته خدمت وکړم.

ورسره يوه بله څيړنه وايي، چې کله د ادارې له مامورينو وپوښتل شو چې د ادارې د کارکوونکو د هڅونې او تشويق سيسټم بايد څرنګه طراحي شي، نو ۷۶ فيصدو يې ويل چې زه خو د معنوياتو لپاره کار کوم خو نورو لپاره پیسې او ماديات مهم دي، نو ځکه که نور غواړئ وهڅوئ نو هغوی ته پيسې ورکړئ خو زه دې پيسو کس نه يم او ښايی ستاسې مادي هڅونه پر ما اغېزه ونه کړي.

د مشرۍ يوه څيړنه ښيی چې په څلورو کې درې مشران فکر کوي چې له نورو ښه مشر دی، او په هغه څه پوهيږي چې نور ورته پام نه کوي، موږ ټول له ځان سره د حق او رښتياوو تورې ګرځوو، او ټول فکر کوو چې هغه څه زه وايم هماغه حق دي، هماغه رښتيا دي او که چيرې نور زما پر خبره عمل وکړي نو دنيا به ګل او ګلزار شي، داسې ګڼل کيږي هر څومره چې يو څوک د خپلې خبرې يا مفکورې اړه معلومات کم ولري همدومره پرې باوري او پريکنده ولاړ وي، خو د دې په مقابل کې چې هر څومره خپل فکر هر اړخيزه او بیلابيلو اړخونو څخه وڅيړي همدومره پوهيږي چې فکر يې بهتريدلای شي او ضرور نه ده دا څه چې وايي سل په سله دې د اړونده ستونزې يا موضوع همدا حل وي.

man and woman kissing in grayscale photography

د انګليسانو پر هند د واکدارۍ پر مهال يې هندوان ناولي ګڼل، چې پر خرافاتو باور لري، ماران نڅوي او شادي بازان دي، نن د انګلستان اکثره تکړه خلک د همدې سيمې لومړي يا دوهم نسل کډوال دي، مقابل لوري ته ټيټوالي احساس د انسان د سلوک او فکر برخه ده، موږ تل فکر کوو چې موږ له ټولو ښه يو او هر بد چې دي هغه په بل کې دي.

يوه بله څيړنه وايي چې انسانان اکثره وخت فکر کوي چې نور د پيسو، احساساتو او نورو محتاج دي خو زه مستقلې پريکړې کوم، او د خپل تقدير خپله مالک يم، يا په بله وينا اکثره انسانان وايي چې نور يو رواجي او ټاکلی ژوند لري، چې سهار راپاڅيږي او هماغه څه کړي چې پرون يې کړي وو، ژوند يې يوه ټاکلې نخچه پالي، خو زه بدل يم، زه نه د احساساتو تابع يم او نه مې ژوند ټاکلی له سهاره تر ماښامه يو شان دی، يا نور عادي ګڼي خو ځان ته وايي چې زه بدل يم او کولای شم د نورو تقدير هم له ځان سره بدل کړم.

افريقايان يوه اصطلاح لري چې يوبنټو يې بولي، دوی وايي چې انسان د نورو له برکته انسان دی، د انسانانو په چوکاټ کې انسان دی، که چيرې دې نور انسان ونه ګڼي نو انسان نه يې، ورسره که چيرې موږ خپل مقابل اړخ يا دښمن ته د انسان ارزښت ورکړو نو بیا ورسره هغه سر سخته دښمني نشو پاللی کومه چې زموږ قهر او غضب غواړي، نو لومړی بايد هغه له انسانيته وباسو، بیا پرې رادرګرځوو.

دلته بحث د سياست نه دی، بلکه متقابل لوري ته د دښمن په سترګه کتل دي، په اکثره بحثونو کې موږ د دې پر ځای چې يوې موضوع ته د نظر د اختلاف په سترګه وګورو، هغه تقابل ته بيایو، يعنې بايد هغه بل يې بايد وبايلي تر څو موږ يې وګټو، تر څو چې بل بد نه شي زه به څرنګه ښه شم.

اکثره ادارو کې به له مشرانو واوری چې دا ټول زحمت زه باسم يا زما په شمول دا دوه درې نور چې له ما نه راتاوو دي، دا نور ټول هسې معاش اخلي او وخت تيروي، او که چيرې دا ټول هم اداره پریږدي زه او دا څلور پنځه حواريون مې دا اداره چلولای شي. هر کله چې موږ بل ته ټيټ‌ وګورو او ناپوهه يې وګڼو نو هر هغه کار چې هغه مقابل شخص کوي هغه هم ارزښت له لاسه ورکوي، او زحمتونه يې په نشت کې حسابوو.

د مشر، مدير يا ان د ادارې د يوه عادي کارکوونکي په توګه بايد پوه شئ چې هر څوک يوه ونډه لري، آن په ټولنيز ژوند کې هر هغه تعلق او اړيکه چې تاسې يې پالئ هغه يو ارزښت لري، او کله چې انسان دومره په ځان کې غرق شي چې دا ارزښت ونه ويني نو يوازې پاتې کيږي، نشي کولای ښې اړيکې وپالي، له نورو يې زده کړي او په پای کې هغه ځای ته ورسيږي چېرې چې غواړي ولاړ شي.

او په پای کې، جورج برنارډ شاه وايي چې د بل بشر/انسان پر وړاندې تر ټولو بده ګناه دا نه ده چې ترې کرکه وکړی، بلکه دا ده چې په اړه يې بې تفاوته شئ. دا د نه انسانيت اصل دی او ورسره پر دې يې راغونډوو، چې که چيرې تاسې بل پورې ناپوهي او ټيټوالی تړئ، نو هغه هم له هماغې خټې جوړ دی چې تاسې ترې جوړ ياست، څه فکر کوئ هغه به ستاسې په اړه څه فکر کوي.

ورته ليکنی: د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

24 responses to “نور ناپوهه ګڼل”

  1. ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنې: نور ناپوهه ګڼل، د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته […]

    Like

  2. کار موندنه، شخصي او مسلکي وده – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو […]

    Like

  3. په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، ژبه او مفاهمه، څرنګه په ښه توګه انتقاد […]

    Like

  4. د ستونزې حل غواړئ – له بل اړخه ورته وګورئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  5. بدلون د ژوند يو اصل – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  6. نااهلي او فساد – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر […]

    Like

  7. ويره، مسؤلیت او ملکيت – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: بدلون د ژوند يو اصل، نور ناپوهه ګڼل، راويښيدل – د چاپير له فکر خلاصون، څرنګه په ښه توګه […]

    Like

  8. دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو […]

    Like

  9. مشري او سختيو ګالل – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  10. ۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] پنځه اساسي لاملونه، دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې، نور ناپوهه ګڼل، الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، پوهه، ټکنالوژي […]

    Like

  11. هېوادونو وده او پوهه – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو […]

    Like

  12. آیا پوهه يوازې يو ډول وي؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د […]

    Like

  13. ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د […]

    Like

  14. آسانتيا که مهارت – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو […]

    Like

  15. د پوهې ارزښت – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د […]

    Like

  16. لياقت او شخصيت  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل، د ټيټ پوړو کار که ځان له مسؤليته خلاصول، خپل آمر لړلو […]

    Like

  17. له پوهې سره سليقوي چلند – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د […]

    Like

  18. کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  19. د ستونزې بيان او معلومات – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، مشري: مشوره، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  20. د سلاکار او سلا اوصاف  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  21. د مينې ړانده – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  22. د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  23. د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

  24. معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل […]

    Like

Leave a reply to ټولنيزې شبکې او ژوره پوهه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading