۱- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه

دولتونه د خدمتونو وړاندې کولو لپاره عموماً عامه کړنلارې او پاليسۍ جوړوي تر څو د دولت په چوکاټ کې خدمت وړاندې کوونکي او له دولته بهر ولس او نور مراجعه کوونکي پوه شي چې د څه ډول خدمتونو تمې وساتي او دا خدمتونو په کومو اصولو وړاندې کيږي، په اصل کې د دولتي ادارو په شمول هره اداره غواړي چې خپلو مراجعينو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي، خو ځينې وختونه ځينې کړنلارې خپلو مطلوبه پايلو ته نه رسيږي.

دولتونه خپل ټول ولس ته ځوابده وي، ورسره په نړيوالو چارو کې خپلو ګاونډيانو او د نړۍ نورو هېوادونو ته هم بايد يو نه يو ډول مسؤل وي، نو څرنګه چې دولت ته د مراجعينو ډول، د هغوی تمې او شمير ډير پراخه دی، نو ځکه دولتونه عموماً د عامه کړنلارو په رڼا کې داسې اصول ټاکي چې د مراجعه کوونکو او ورسره د دولت په چوکاټ کې د خدمت برابروونکو لپاره چارې آسانه کړي.

دلته موږ پر هغه عمومي لاملونو او توکو غږيږو چې د عامه کړنلارو اغيزمنتيا محدودوي، او عموماً د دوی په پام کې نه نيولو له کبله خپلو پايلو ته نه رسيږو، چې په دې لاملونو کې (۱) د معلوماتو محدوديت، (۲) د پوهې محدوديت، (۳) د زيرمو محدوديت، (۴) اداري محدوديت، او (۵) (که چيرې د ولسواکۍ يا د ټاکونکو بحث وي نو) د رای ورکوونکی منطق محدوديت شامل دي. دا پنځه ستونزې له يو بل سره اړيکه لري، او په شريکه له دوه اړخه، د غلطو اهدافو ټاکنه او ټاکل شوو اهدافو ته په رسيدنه کې د دولت يا عامه پاليسئ د ناکامۍ سبب ګرځي.

man writing on paper

لومړئ لامل: د معلوماتو محدوديت

د عامه کړنلارو د ناکامۍ لومړی لامل د معلوماتو نشتون وي، داسې لکه څوک چې ړانده په لار روان وي.

په افغانستان کې له ډير پخوا څخه پريکړې د شخصي سليقو له مخې کيږي، دلته د معلوماتو راغونډولو ميکانيزمونه ډير ضعيف دي او د نن د ټکنالوژئ په زمانه کې هغه وسيلې چې کولای شي له کړنلارو جوړوونکو سره د معلوماتو په راغونډولو کې مرسته وکړي د بهرنيو په واک کې دي يا ترې ښه ګټه نه اخيستل کيږي.

له معلوماتو پرته پريکړې په تياره کې د آدم خان ګوزار دی، چې اکثره په خطا ځي. د نن د بريښنايي او ټولنيزې شبکو په زمانه کې هغه موضوع چې ډيره مطرح شي ډيره پاملرنه ورته کيږي، چې عموماً اساسي يا د ډيرو خلکو ستونزه نه وي، چې د کړنلارو جوړوونکي بيا د همدې شور ماشور يا خپلو ملاتړو هڅولو او يا سبا د فيسبوک او نورو عکسونو لپاره داسې موضوعات څيړي او هغه حل ته يې بيايي چې دوی ته د منلو وړ وي.

د کړنلارو په وړاندې دا ډول سلوک سره لدې چې موضوعات سرسري حلوي، خو اساسي منظمه ارزونه، شواهدو راټولول او د هغوی پر اساس بنسټيزه حل طراحي کول نه دي.

زموږ د ارزونې او کړنلارو له عملي کولو وروسته د شواهدو راټولولو توان پر معلوماتو متکي دی. په مديريت کې يو تر ټولو عام اصل دی هر هغه څه چې اندازه شي اداره شي، د بهتره مديريت لپاره د اندازه کولو واحدونو ټاکل حياتي دي. ورسره دا هم مهمه ده چې دولت هغه ساحې او شاخصونه معلوم کړي چې په دوامداره يا کلني ډول به د هغې معلومات راټولوي، او بيا به د هغې شاخصونو په رڼا کې خپل پرمختګ ارزوي.

مثلاً عامه پوهنه او د هغې ګټورتيا، په عامه کړنلاره کې يوه منل شوې لار د راکړې (خامه موادو)، ورکړې او نتيجو تر منځ اړيکه ده. لکه د پوهنې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره (راکړه) ښوونځو ودانيو او ښوونکو ته اړتيا ده، ورکړه يې هغه زده کوونکي دي چې دې ښوونځيو ته راځي او درس وايي. نتيجه يې هغه پوهه ده چې زده کوونکي يې ترلاسه کوي.

نو هر کله چې موږ پوهنه ارزوو نو دې ته ګورو چې ورکړه (خامه مواد) خپل کار کوي لکه ښوونکي کار ته راځي يا ودانۍ سمې دي، يا ورکړه سمه نتيجه برابروي لکه هغه څه چې زده کوونکي زده کوي ګټور دي. اوس موږ څرنګه پوهيږو چې په پوهنه کې ستونزه څه ده، موږ بايد بې خرته ډير معلومات راټول کړو، د هر ولایت، هر ښوونځي، هر موسم، نجونو او هلکانو، ښوونکو ټولو معلومات بايد راواخلو، ورسره د پوهې ګټورتيا په اړه معلومات راټول کړو، دا معلومات د بيلابیلو شاخصونو پر اساس ارزول کيږي او عامه ادارو محدود وسایل د معلوماتو په اساس معلوم شوو نيمګړتيا حل لپاره مصرف کړو.

د معلوماتو نه لرل ورسره هر شخص ته د دولت لخوا د خدمتونو رسول هم محدودوي. د باانصافه او خبر دولت يوه اساسي دنده د هېواد هر شخص يا هرې ډلې پر اړتياوو پوهيدل دي، او دا پوهه معلومات غواړي، که چيرې دولت سره دا ډول معلومات نه وي نو نشي کولای ګټور او د اړتيا وړ خدمتونه وړاندې کړي.

(په راتلونکې برخه کې موږ په دوهم لامل: د پوهې محدوديت غږيږو)

ورته ليکنې: دولتي تحصيلي ادارو څخه تمې، الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، څرنګه په نړيواله توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د آنلاين لوبو بندول



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. ۲- د عامه کړنلارو يا پاليسيو ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: