پريکړه او پايلې

د پريکړې سموالی څرنګه ارزوئ؟ له اکثره خلکو چې وپوښتې پريکړه مو ولې ښه يا غلطه وه، نو د پريکړې پايلو ته اشاره کړي چې د هغې پريکړې له مخې دې پايلو ته ورسيدم نو پريکړه به مې ښه وه.

خو د پریکړې او پايلو تر منځ توپير وي، پريکړه په اساسي ډول د بديلونو تر منځ د يوه ټاکل وي او د دې بديلونو ارزول او ټاکل له خپلې پروسې تيريږي. ښې پريکړې خپله پروسه لري، چې په اکثره حالاتو کې يې پريکړه کوونکی تعقيبوي. پايلې يوازې د پریکړو نتيجه نه وي، هغه څو اړخيزه پديده وي.

که چيرې تاسې په احساساتو کې پریکړه کوئ، او د دې پريکړې پايلې ښې راووځي، نو دلته پريکړه غلطه وه، ځکه هیڅکله بايد څوک د لنډو احساساتو په رڼا کې د اوږدمهالې اغيزې پريکړه ونه کړي، خو پايلې يې ممکن ښې وی.

يا يو څوک د خپل تير ژوند ځينې پريکړې تر ارزونې لاندې نيسي، او پر ځينو پریکړو پښيماني ښيي، چې کاشکی داسې شوی وای، پر کاشکی ژوند نه کيږي، هر څوک هره ورځ نوي څه تجربه کوي، او هره ورځ که هوښياريږي نه خو بدليږي، نو د خپل تير کال ځان د نن کال په تله مه تلئ.

هیڅوک خپل بد نه غواړي، هر څوک پريکړه د شتو معلوماتو او وسايلو په رڼا کې کوي، دا پدې معنا نه ده چې هره پریکړه دې بده وي، لکه يو څوک مالي مشکلاتو سره مخ کيږي او خپله ځمکه پلوري، خپله ستونزه حلوي، خو کال دوه وروسته د ځمکې بيې لوړيږي يا يو څو کاله وروسته د هغه شخص اولادونه راپاڅيږي او خپل مشران ملامتوي چې ګوره که ځمکه دې نه وای خرڅه کړی نن به مالداره وو.

يو آمر د خپل دفتر کوم همکار ته اخطاريه ورکوي يا يې معاش کموي يا يې له کاره شړي، يعنې د خپل همکار په تاوان يوه پريکړه کوي، خو هغه همکار راځي او خپل آمر ته دلايل وايي، يا ورته پړينګ شي ژاړي چې والله دومره ستونزې لرم، دا ده او هغه ده، دومره دلايل ورته ووايي چې د آمر زړه شي دا خپله چوکۍ ورته پريږدي، خو آمر په احساساتو کې راځي او همکار ته وايي چې ځه دا ځل خير دی، خو بل ځل داسې ونه کړی.

brown metal train rail between bare trees during daytime

په عمومي ډول موږ احساسات ښه ګڼو، هر چا ته ښودل کيږي چې بايد زړه سوی ولري، مهربانه اوسی، د بل خير وغواړی، بل پسې بد مه واياست، او داسې نور ډير ښه شته، احساسات په عموم کې بد نه دي، خو کله چې بل څوک ستاسې د همدې احساساتو پر کارولو تاسې خپلې ګټې لپاره وکاروي، نو بيا دا کار ښه نه دی.

نوی څيړنې وايي چې انسان پريکړې پر احساساتو کړي، او بيا د منطقي دلايلو پر برابرولو هغې پريکړو ته ګڼدی کړي، ورسره د هر چا منطق فرق کړي، په اکثره مواردو کې کله چې موږ د چا د قانع کولو لپاره بحث کړو، نو هلته له منطقه زيات پر احساساتو اتکا کړو.

ښه نو اوس ښې پريکړې بايد څه مشخصات ولري؟

هر څوک د پريکړې کولو خپل اصول لري، او دا اصول يې د خپلو تجربو په رڼا کې ټاکلي وي، او اکثراً کار کړي، ځکه په انساني تجربه کې چې څه ښه پايله ولري يا کار وکړي، عموماً له خلکو سره پاتې کيږي، چې همدا د عادتونو د جوړيدو اساس ټاکي، خو کله کله انسان د خپلو احساساتو له کبله د خپلو پريکړو پر دې اصولو سترګې پټوي.

هر کله چې پريکړه کړو، بايد دې ټکو ته پام وکړو:

ولې: ولې دا پريکړه کړو، سبب يې څه دی، او که چيرې دا پريکړه ونه کړم نو تاوان يې څه دی؟

نتيجه: د پريکړې له کبله کومه نتيجه غواړم؟ آیا دغې نتيجې ته رسيدو لپاره دا پريکړه تر ټولو مناسبه ده، يا هغې نتيجې ته رسيدو لپاره دا تر ټولو لنډه او ښه لار ده؟

نيمګړتياوی: که چيرې پريکړه په غلطه لاړه شي نو څه خرابيو او نيمګړتياوو سره مخ کيدای شم، آیا د نه پريکړې او پريکړې نيمګړتياوې سره برابرې دي، څرنګه کولای شم د پريکړې نيمګړتياوې کمې کړم؟ هیڅ پريکړه بې نيمګړتياوو نه وي؟ هر څه خپلې ستونزې لري، مهمه دا ده چې تاسې د دې نيمګړتياوو د زغملو توان ولرئ؟

اوږدمهاله اغيزې: د پريکړې اوږدمهاله اغيزې به څه وي؟ يو عام تمرين چې عموماً په پريکړو کې کيږي هغه دا دی، چې ځان له نن څخه يو، درې، پنځه يا لس کاله وروسته فکر وکړئ او وانګيرئ چې دا پریکړه به مو په هغه عمر څه اغيزه ولري؟ يا آیا دا پريکړه به ستاسې راتلونکی ژوند ښه کړي؟ که فکر کوئ چې دا پريکړه ښايي په هغه وخت کې مهمه نه وي نو ممکن نن هم همدومره مهمه نه وي.

له پریکړې اخوا د پايلو ارزونه بيا دومره پریکړو پورې اړه نه لري لکه څومره چې خلک فکر کوي، د بحرانونو مديريت يو اصل دی، چې وايي څه چې ورانيدلی شي هغه هسې نه هم ورانيږي، نو اکثره وختونه پريکړې بايد د حالاتو بهترولو لپاره وشي، خو لدې سره بايد دا فکر ونه شي چې هر څه ستاسې پر پريکړه متکي دي، داسې ډير څه دي چې که تاسې هر ډول پریکړه وکړئ هغه هماغه لور ته ځي په کوم چې روان دي.

د پريکړې او پايلو تر منځ بايد توپير وشي، دواړه يو نه دي، موږ هره ورځ سلګونه پریکړې کړو، خو ځينې يې مهمې وي، يا ځينې يې د خپلو پايلو له کبله مهميږي، اکثره وختونه موږ د يوې بدې پريکړې په رڼا کې ټول ژوند تيروو، لکه تاسې له يوه چا سره بد سلوک کوئ، ملګرتوب مو خرابيږي، ځينو ته له بښنې يا هغې پريکړې سمولو زیات خپله انا او کبر مهم وي، او د همدې بدې پريکړې اغېزې په رڼا کې ټول عمر تيروي او يو ښه ملګری له لاسه ورکوي.

white and gray floor tiles

تاسې پریکړې بدلولای شئ، د هغې اغيزې کمولای شۍ، حتی د ښو پریکړو چم هم زده کولای شئ، مهمه دا ده چې څوک بايد دا فکر ونه کړي چې پريکړې اغيزې نه لري يا بدې اغيزې يې نه کميږي، خپلو پريکړو ته پام وکړئ، يو وخت به پوه شئ چې پریکړو لپاره يوه پروسه او فکر تعقيبوئ خو پام مو ورته نه دی، همدا پروسه بهتره کړئ پریکړې به مو ښې شي.

په پای کې ځينې وختونه خلک له پريکړو سره خرافات تړي، لکه سهار د چا په مخ راپاڅيدلی يم، يا نن دا ورځ ده او بايد دا چاره ونه کړم، که چيرې د خپلو پريکړو شعوري اړخ ته پام ونه کړئ، نو ښايي پر ډيرو خرافاتو به سر شئ چې پر هغې به بيا بل وخت وغږيږو.

ورته ليکنی: ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

24 responses to “پريکړه او پايلې”

  1. د ادارو غښتلتيا – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: پريکړه او پايلې، هېوادونو وده او پوهه، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر […]

    Like

  2. نامعلوم حالت، د مشر په توګه دا شپږې کړنلارې وکاروئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، پريکړه او پايلې، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – دوهمه […]

    Like

  3. د باور او مفکورې جهل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  4. زده کړو ولسي کيدل  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  5. بې ادبه که حرام فکر – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ورته ليکنی: سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشر لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې […]

    Like

  6. پر جنجالي موضوعاتو غږيږئ: دې ټکو ته پام وکړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د باور او مفکورې جهل، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  7. دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  8. د برياليتوب اوږد مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] تعريف که معیار، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  9. د بې ارزښتو هڅې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] نړۍ موږ ته دريږي، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  10. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  11. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  12. د ناپوهۍ بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره […]

    Like

  13. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  14. د علومو ويش – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره […]

    Like

  15. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  16. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  17. سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  18. سايبري مينه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  19. د لياقت شخړه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  20. د ښکنځاوو ارزښت – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره […]

    Like

  21. سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره […]

    Like

  22. ولې هلکان په ښوونځيو کې ضعيفه وي – نړيواله څيړنه څه وايي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، ټولنيزې شبکې او ژوره […]

    Like

  23. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

  24. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د […]

    Like

Leave a reply to د ناپوهۍ بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading