منطق او پريکړې

منطق عموماً د انسان د عمر او پوهې ښکارندوی کوي، دلته زما هدف له منطق څخه د بل قانع کول او خپل فکر ته يو څه توجيهات ورکول دي، هغه څه چې تاسې ته نن منطقي ښکاري ښايي کال وروسته منطقي نه وي، يا که تاسې خپلې پخوانۍ پريکړې راواخلئ او د نن په تله کې يې وتلئ نو ډيرې به يې د نن په تول برابرې نه وي، او له ځان سره به واياست چې هلکه سخت کم عقل وی.

همداسې که همدا اوس د احساساتو په رڼا کې پريکړه کوئ، او بيا وروسته له احساساتو ووځئ، نو ښايي پر پريکړه به همدومره خوښ نه ياست څومره چې ورته په پيل کې خوشحاله وئ، څيړنې وايي چې انسان پر احساساتو پريکړه کړي، بيا ورته د منطقي دلايلو له لارې توجهيات لټوي. له ډيرو به واوری چې زه منطقي پريکړې کړم، خو يو ځل يې احساساتي کړئ بيا يې منطق ته ګورئ.

د محمد رسول الله (ص) د زده کړو په رڼا کې له هر چا سره د هغې کچې او پوهې سره سم وغږيږه، او سم غږيدو اساسي بحث د وينا مقابل لوري له پوهې او منطق سره برابرول دي، داسې يې ورته ووايه چې هغه پرې پوه شي. اکثره وختونه خلک له کتابونو، رواياتو کيسو او نورو د خپل منطق غښتلتيا لپاره کار اخلي، خو دې ته نه ګوري چې دا روايات به هغه څرنګه تعبيروي.

که تاسې منقولاتو، تقليدونو، رواياتو، اسرائيلیاتو او نورو پخوانيو نيکو خلکو د اقوالو يا افعالو په رڼا کې يو څه د نن ولس ته بيانوئ نو لدې نيکو يا هوښيارو بندګانو له اقوالو هر څوک خپله معنا اخلي، ورسره هغوی چې په هغه وخت کې څه کړل هغې لپاره به هغوی هغه وخت لپاره دلايل لرل، او ضرور نه ده چې که نن تاسې خپل اعمال پر دغه اصولو توجيه کوئ، مقابل لورې دې هم له دغه اصولو او زده کړو همدا استباط وکړي.

black framed eyeglasses on top of white printing paper

په مفاهمه کې يوه ډيره مشهوره منل شوې خبره ده، چې معنا په ټکو کې نه وي، بلکه معنا په موږ کې وي چې ټکو ته يې ورکوو. لکه يو مشر خپل ملاتړی له خلکو سره د ناوړه سلوک له کبله له کاره شړي، مشر يې وايي چې پر کار نه پوهيږي او تعهد نه لري، کشر يې وايي چې مشر لار ورکی شوی دی، دلته موضوع يوه ده خو دواړه لوري ورته له بیلابيلو اړخونو ګوري، او که چيرې خبره جرګو او مرکو ته ولاړه شي نو جرګې به يې د خپلې پوهې په رڼا کې ارزوي.

موږ ته له وړوکوالي راښودل کيږي چې هر څه ښه او بد لري، نړۍ ته دوه قطبه ګورو، يا زما په طرف يې يا به زما مخالف وی، زه ښه يم ته بد يې، نو هر کله چې موږ له چا غږيږو يا غواړو منطقي بحث ورسره وکړو، نو تمه مو دا وي چې د بحث په پای کې بايد هغه زما لور ته راواوړي، خو د مفاهمې اصل د خپل هدف او فکر رسول وي اوس چې نور يې درسره مني يا نه، دا بيل بحث دی.

هر څومره چې د شخص راکړې ورکړې دايره پراخيږي، يعنې د پوهې، تجربې، موقف، کاروبار، او نورو له کبله بیلابيلو اړخونو سره ګوري او معامله کړي، پوهيږي چې چارو ته تل له يو اړخه کتل مو سمې نتيجې ته نه رسوي، د اسلام د مشورې اصل پر همدې ولاړ دی، چې د بیلابیل فکر او اړخونو له خلکو سره مشوره وکړئ.

خو، په پريکړه کولو کې د ډله ييز فکر يو بحث شته، چيرې چې اکثريت په يوه فکر وي نو هغوی چې له دغه فکر سره مخالفت لري هم د خپل راتلونکي يا مخالفت له ويرې غلي کيږي، که چيرې رايه اکثریت ته ځي نو که خبره غلطه هم وي ټول ورسره لاس اوچتوي.

پر منل شوي فکر د منطق بنا کول، خبرې نه غښتلې کوي يوازې د قبوليت کچه يې لوړوي او مخالفتونه ورسره راکموي، که ټول واښه خوري او زه هم ورسره کينم واښه راکاږم، دا پدې نه ده چې واښه ښه دي، يوازې دومره ده چې په هغه ډله کې به راسره مخالفت کم وي.

که چيرې د طبابت پریکړه وي، او په شلو نفرو کې يوازې يو طبیب ناست وي، نو د دې يوه طبیب رايه له ټولو نورو درنه او موجه ده. ضرور نه ده چې ټول دې په اکثريت د طبابت يوه پريکړه وي او هغه دې سمه وي، پر اکثريت پريکړه نه سميږي.

هر کله چې عامه پريکړې کيږي، داسې پریکړې چې ولسي اغيزه ولري، هلته له پريکړې سره د پریکړې کولو لارې چارې او ميکانيزم هم مهم دی. اکثره وختونه ولس پريکړې ته نه ګوري ځکه هر پریکړه چې هر څومره ښه يا بده وي، مخالفين او ملاتړي لري، ځکه ولسي پریکړې اوږدمهاله اغيزې لري او اکثره وختونه داسې ګڼل کيږي چې سياسي مشران له سختو او ستونزمنو پريکړو تښتي، ځکه فکر کوي د ولس له انتقاداتو سره به مخ شي او ښايي په اوږده کې پريکړه ښه نه وي.

هر څوک هر څه له خپل نقطه نظره ارزوي، نو کله چې موږ د بل پریکړه راسپړو نو هغه پریکړه د خپلې پوهې، فکر او منطق په رڼا کې ارزوو، که چيرې د بل پریکړه يوازې د خپل ځان په اړه وي، نو بيا له ښو او بدو يې نور دومره نه اغيزمنيږي، خو کله چې عامه چارو مسؤل د نورو لپاره پريکړه کړي، هغه مسؤل دی چې نور پوه کړي ولې دې پريکړې ته رسيدلی دی.

ښايي د هيوادونو، سياسي نظامونو، فکرونو، عقايدو او نورو تر منځ توپير وي، خو ټول پر دې پوهيږي چې عامه پریکړې بايد توجيه لپاره لاملونه ولري، ځينې نظامونو پر مشورو بنا وي، ځينې به ولسي جرګې او پارلمانونو کې موضوعات شاربي او ځينې به يې د متخصصينو موندنو په رڼا کې پریکړې کوي، آن په اوږدمهاله استبدادي او ديکتاتوري نظامونو کې هم پريکړې لپاره يو ميکانيزم موجود وي.

که په عمومي توګه مشران، له کورنيو نيولي تر نظامونو دا فکر کړي چې زما پریکړې زما ملاتړي مني يا زه تل د خپلو پریکړو په اړه ښه اورم، نو دلته دوه بنسټيزه ستونزې شته، يوه دا چې په دغه جوړښت کې د بل لوري نظر اوريدو او زغملو چوکاټ نه شته يا ډير ضعيف دی، دوهم هره پریکړه مخالفتونه لري، يوازې دومره ده چې دا مخالفت پټ شوی دی يا دا ټول زغمل کيږي او ښايي مشر وروسته په ډيره کوچنۍ خبره له ډير ستر غبرګون سره مخ شي

که بحث راټول کړو، نو هر کله چې پريکړه کوئ:

۱. هڅه وکړئ د بدل يا مخالف فکر خلک پيدا او له هغوی مشوره وغواړئ.

۲. موږ ټول احساساتي مخلوق يو، له پريکړې اغيزمن احساسات وپيژنئ او ځان پوه کړئ چې پريکړه مو څه اغيزه لري.

۳. د پريکړې ګډونوالو اکثريت توافق پريکړه نه سموي، هڅه وکړئ هره پريکړه چې کوئ د هغې ښه او بد وارزوئ

۴. او تر ټولو مهم، له پريکړو مه ويريږئ، هره پريکړه ښه او بد لري، موږ يوازې هڅه کړو چې د پريکړو له لارې بد راکم او ښه ډير کړو.

ورته ليکنی: سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

23 responses to “منطق او پريکړې”

  1. مشر لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنې: منطق او پريکړې، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، نامعلوم […]

    Like

  2. زده کړو ولسي کيدل  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  3. بې ادبه که حرام فکر – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] لپاره د مهارت او غوړه مالۍ تر منځ توپير پيژندل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  4. دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  5. د برياليتوب اوږد مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د […]

    Like

  6. د بې ارزښتو هڅې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] تعريف که معیار، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د […]

    Like

  7. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  8. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  9. د ناپوهۍ بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه […]

    Like

  10. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  11. د علومو ويش – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه […]

    Like

  12. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  13. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، […]

    Like

  14. سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  15. سايبري مينه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  16. د لياقت شخړه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر […]

    Like

  17. د ښکنځاوو ارزښت – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] حرام فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه […]

    Like

  18. سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه […]

    Like

  19. ولې هلکان په ښوونځيو کې ضعيفه وي – نړيواله څيړنه څه وايي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] خپلواکي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه […]

    Like

  20. په ځان کې ورک – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو […]

    Like

  21. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ […]

    Like

  22. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو […]

    Like

  23. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ […]

    Like

Leave a reply to د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading