دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب

ستونزه دا نه ده چې چا چیرې څه لوستي دي، ستونزه دا ده چې يو څوک دې فکر وکړي دا اتهيا لس کلن تعليم به يې د ټول عمر هرې چارې او هر حالت لپاره کافي وي.

لکه څرنګه چې وخت بدليږي، همداسې له دې وخت سره د مهارتونو، کارونو اجرا او خلکو تمې هم بدليږي، هغه څه چې تاسې څلور پنځه کاله وړاندې زده کړې وي، ښايي له هغې ډير بهتره څه اوس رواج وي.

زده کړه يوه دوامداره پروسه ده، خو څرنګه چې ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې پر خرڅلاوو راڅرخي، خلکو ته دا فکر ورکوي يا تر ډيره خلکو دا فکر اخيستی چې زده کړه يوازې تر همدې دوو محدوده ده، يا له زده کړې هدف یوازې همدا دوه ځايونه يا اړونده موضوعات دي.

د هر مسلک يا آن د ژوند په پيل کې موږ غواړو پر هر څه پوه شو، چې دا چارې راسره ښوونځي يا پوهنتونونه کړي، په ښوونځي کې يې زده کوونکو ته شل پنځه ويشت مضامین په هر ټولګي کې کتار کړې وي، او بیا د پوهنتون په هر سمسټر کې لسو شاوخواوو مضامينو بحثونه وي، خو يو څوک چې هر څومره په کوم مسلک کې وړاندې ځي، هغه تخصصي زده کړو ته اړتيا پيدا کوي.

او تخصصي زده کړې بيا له متخصصينو کيږي، يعنې له هغوی څخه چې د مسلک يا ژوند له هغه چارو تير شوې وي له کومو چې تاسې اوس غواړئ تير شئ، دا زده کړه ښايي د روزنو، کتابونو، لیکنو، ويډيو، او نورو له لارې وي، د نن کمال زده کړې ته په عامه لاسرسي کې دی.

man sitting on chair with book

د نن د ژوند هره چاره، هره وسيله يا هر مسلک چې راواخلئ د زده کړې او نسبتاً پرمختللو وسايلو د کارولو محتاج دی، له بزګرۍ نيولې چې ماشينې شوې تر فضا ته توغندیو ليږلو ټول د ټکنالوژيو او عصري وسايلو محتاج دي، که چيرې د دې مسلکونو وګړي نوي څه زده نه کړي له نورو وروسته پاتيږي، چې همدا وروسته پاتيدل د نورو د پرمختګ سبب ګرځي، که هغه شخص وي، اداره وي يا هيواد ټولو لپاره صدق کړي.

نوکیا يې ډيره ښه بيلګه ده، هغوی يو وخت د نړۍ له اويا فيصده ډير ګرځنده ټليفونونه جوړول، يو وخت ټول د ګرځنده ټليفون ټول صنعت د دې شرکت پر نامه ياديده، خو بیلابيلې څيړنې وايي او د دوی مشر هم ومنله چې موږ هر څه سم کول، خو دوامداره زده کړه او په کارکوونکو کې مو د نوي څه زده کول ونه وهڅول، له ابتکاراتو وروسته پاتې شو، نن دا شرکت ډير وروسته پاتې دی، سره لدې هغه څه چې دوی جوړول اوس يې هم په ښه کيفيت جوړوي، خو مشتريان يې نه اخلي، نورو شرکتونو او محصولاتو يې بازار نيولی دی.

د هيوادونو بحث راواخلئ، داسې ګڼل کيږي چې له امپراطورۍ څخه د انګستان لويدلو يو اساسي دليل پر ابتکاراتو سترګې پټول وو، نوي څه يې نه زده کول، سره لدې چې د انګريزانو د امپراطورۍ پخوانی کبر او دوه مخي اوس هم پاتې ده، خو هغه امپراطوري چې يو وخت يې ویل لمر پکې نه ډوبيږي اوس يوازې دوه ګوتې په سياسي توګه لار ورکي هېواد ورپاتې ده.

د نن د سيالانو په نړۍ کې تاسې په خپله لار سم هم روان اوسئ، بيا هم درڅخه نور مخکې کيږي، په عمومي توګه، بيوزله هيوادونه او وګړي يې پوهې ته اړونده د اړتيا وړ زيرمې نه ځانګړې کوي، بيوزله شخص ته د ځان يا اولاد له باسواده کولو نور مهم ډير کړاوونه پراته وي، خو له زده کړې چاره نه لري.

همدې سره، مسلکي اشخاص آن که اقتصادي ننګونې وهم نه لري، له پوهنتونه له فارغيدو وروسته زده کړو ته شا اړوي، او له يوې مودې وروسته له نورو وروسته پاتې کيږي، سره لدې چې ډير ښايي فکر وکړي چې دنده لرم، کار مې روان دی، نورو زده کړو ته اړتيا نه لرم، خو دا يوازې ځان ته ګوري، شاوخوا ته پام نه کړي چې د وخت له تيريدو سره له نورو وروسته پاتې کيږي.

د برياليتوب په مزل کې يو عام منل شوی اصل دی چې، خلک له ناکامۍ بریالیتوب ته په آسانه رسيږي، خو لوړ بریاليتوب ته بیا ځان نه شي رسولی، او دليل يې نسبي برياليتوب ته له رسيدو وروسته خلک لټيږي، اړونده زيار پريږدي او فکر کړي چې ځان يې له ناکامیو راوويست او همداسې به ښايي مخ په وړاندې مزل وکړي، خو د ده زحمت خلاص نه دی، داسې ګڼل کيږي چې بریاليتوب آسانه دی خو بریالي پاتې کيدل ستونزمن دي.

همدا د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو بندول درواخلئ، چارواکي به يې خلاص کړي، دا ټول د دوی له تعليم څخه سياسي ګټې اخيستل دي، خو دا يو يا له هغې وړاندې يو کال چې ضايع شو، د دې پوښتنه به له چا کړو، يا د دې چارواکو د لنډ فکر او عقدوي پریکړو له کبله چې د ملت او وطن په توګه موږ تاوان وکړ او له نورو وروسته پاتې شو، د دې ځواب به څوک وايي.

gold and silver round ornament

هیڅ يو عمل د شخص دوامداره برياليتوب نه تضمينوي، ژوند دوامداره هڅه ده، برياليتوب يو بدلیدونکی تعريف دی، هغه څه چې تاسې ته په ښوونځي، پوهنتون يا لومړۍ دنده کې برياليتوب وو نن نه دی، او که چيرې نن هم پر هماغه فکر ياست، نو بیا مو خپل اهداف نه دي ارزولي.

دوامداره هڅه د دوامدار برياليتوب سبب ګرځي، ستاسې هڅه ستاسې د ودې او پرمختګ تيل دي، هر کله چې مو تيل کم کړل، منډه مو سستيږي، ځان پوه کړئ چې په مسلک کې مو څه د بریاليتوب سبب ګرځي، دا څه څرنګه زده کولای شئ او له زده کړې وروسته يې څرنګه عملي کوئ.

ورته ليکنی: منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

35 responses to “دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب”

  1. آسانتيا که مهارت – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، دا ستا کار به څوک کړي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر […]

    Like

  2. لياقت او شخصيت  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د پوهې ارزښت، د باور او مفکورې جهل، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، دا ستا کار به څوک کړي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر […]

    Like

  3. د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  4. د مسلک بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  5. دنده پر مهارت که پيژندنه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  6. مهارتونه او د کاروبارونو وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  7. د ادارو ښه کار او نتايج: خلک که سيسټمونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  8. ستراتيژي هدف که پروسه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  9. فرصت، پر کومه بيه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  10. د ناکامۍ ارزښت  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  11. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  12. تخصصي او عمومي پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  13. مشري: پريکړې او پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  14. د رښتياوو زغملو کچه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  15. د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  16. د وخت پر وړاندې  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  17. تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  18. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  19. پرون د نن په خدمت کې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  20. د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  21. د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  22. واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  23. د بې وسئ زده کړه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  24. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  25. د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  26. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  27. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  28. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] خواص لري؟ (۱)، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  29. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د زده کړې – ولې،  دا اهل يې څوک دی، شکوڼ او ګيدړ،  دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  30. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  31. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  32. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  33. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ […]

    Like

  34. سپين فيل – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مهارت تشه ،مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب ،د ژوند که د […]

    Like

  35. آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې ده – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، د ژوند که د بدلون تکليف ، د زده کړې – ولې ، د ناپوهۍ بيه […]

    Like

Leave a reply to مهارتونه او د کاروبارونو وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading