کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ (۲)

موږ په تيره لومړئ برخه کې وغږيدو چې د ژوندانه له بدلونه په ښه توګه تيريدو لپاره له خپل پخوا څخه ځان په ښه توګه راپرې کړو، ورسره زموږ له خپل پخوا څخه چاره نه شته، هغه زموږ د ژوندانه برخه ده، نو بايد خپل پخوا له نن سره داسې وتړو چې ژوند ته مو يو مفهوم ورکړي، همدې بحث ته دوام ورکوو.

بدلون د ژوند يو اصل دی، هیڅ څه پر خپل حال نه پاتيږي، هر څه بدليږي، ځينې وخت دا بدلونونه زموږ له خوښې سره سم وي او ځينې يې زموږ پر خوښه نه وي چې موږ يې خپله ناکامي بولو، يا مو زړه ماتې کوي، خو ژوند هیڅکله نه دريږي، بريالي هغوی دي چې له هر زړه ماتيدنې سره ځان راغونډ او بیا راپاڅيږي.

پر ملتونو او هېوادونو سختې راځي، د نن هر پرمختللي هېواد سختې ګاللي دي، هر هغه څه چې څوک فکر کوي ارزښت لري زحمت او خواري غواړي، انسان عموماً له شته حالت سره خوښ وي، سره لدې چې ښه به پوهيږي شته حالت دومره ښه نه دی، خو له بدلون څخه په شعوري يا غیر شعوري ډول ويريږي.

پر خپلو ننګوونکو احساساتو پوه او پرې کار وکړئ

د بدلون له کبله راپيدا شوي بحران ستونزه يوازې دا نه ده چې نوي حالت کې ځان نه وينئ، بلکه له پخواني حالت سره احساساتي تړون هم دی. تاسې که د خپل پخواني موقف يا پريکړې په اړه هر احساس ولرئ، پر خپل پخواني حالت په قهر ياست چې اوسني حالت سره يې مخ کړي ياست، يا اوسني حالت کې ناهيلي، ويريدلي يا بل هر احساس ولرئ، دا احساسات ستاسې د پرمختګ مخه نيسي، آن که ذهناً دې نوي بدلون ته تيار هم واوسئ، احساساتو راټينګ کړي ياست.

اکثره وخت خلک پر بدلون له ذهني اړخه کار کوي، ځان قانع کوي چې دا بدلون زما لپاره ښه دی، خو پر هغه احساساتو نه غږيږي چې ښايي د دې وړاندې تګ ځنډنی کړي. آن که ذهناً وغواړئ چې وړاندې ولاړ شئ احساسات وي او په ځانګړي ډول منفي احساسات لکه شرم يا قهر مو کاواکه کوي.

د دې څيړنې د يو برخوال پر وينا «هیڅوک نه شي کولای د احساساتو لدې دايرې/ جريانه تر هغې ځان خلاص کړي تر څو پوه نه شي چې دوی څوک او څه دي، څه يې کړي او ځان وبښي. تر هغې وړاندې نه شئ تللې تر څو چې ځان ونه بښئ. ډير خلک پر دې نه پوهيږي، او تل د ناکامۍ له یوه احساس او شرم سره ګرخي.»

زموږ پيژندنه د هغې په اړه زموږ پر احساس ولاړه وي، که غواړئ چې خپل نوي حالت ته په ښه توګه واوړئ، نو اړونده نوی پيژندنې په اړه ښه احساس ولرئ، د هغې په اړه خپل احساسات وپيژنئ او چيرې چې اړتيا وي پر دې احساساتو کار وکړئ. منفي احساسات له منځه نه ځي، دا به هميش وي، خو بریالي هغوی دي چې له دې منفی احساساتو سره مخ په وړاندې روان وي.

په يوه بله بيلګه کې يوه ميرمن کارکوونکی چې د زخمي کيدو له کبله له کاره شړل شوې وه، خپل کاروبار پيل کړ، نو له دندې څخه د شړل کيدو پر شرم د تمرکز پر ځای یې خپل نوي کاروبار ته پام واړوه او پر دې وياړله چې خپل کاروبار لري، او له منفي احساساتو نه تيښتیده خو دې ته خوشحاله وه چې د خپل نوي کاروبار له کبله مثبت احساسات لري.

له کار اخوا، معناداره پيژندنې پيدا کړئ

موږ اکثره وختونه په خپلو دندو او چارو کې دومره ډوب شو چې فکر کوو همدا دنده او چاره زما ټوله پيژندنه ده، او کله چې دغه دنده له لاسه ورکړو نو هر څه مو د پوښتنې لاندې راشي، خو انسان پيچلې مخلوق دی په يوه وخت کې څو پيژندنی لرلی شي. نو ځکه که چیرې په کار کې يا بل چيرې له خپلې يوې پيژندنې خوښ نه ياست، نو پر نورو پيژندنو تمرکز کولای شي تاسې له دې ستونزمن حالته راوباسي.

د بيلګې په ډول، دفتر يا ټولنه کې يو څوک ډير ټيټ کار کړي، هغه شخص که هر څوک وي، لدې خپل کار اخوا لکه د کباړ/ خځلاتو له راټولولو يا لښتيو له پاکولولو يا له دې خپلې دندې اخوا پلار، مور، خور، ورور، کاکا، ځوی، لور او نورې پيژندنې هم لري. هغوی چې بريالي وو هغوی ويل د دې پر ځای چې موږ د اوسنۍ دندې پر ناراختيو تمرکز وکړو، موږ د خپلو نورو پيژندنو پر قناعت او آراميو تمرکز کاوه او ژوند ته هيله مند وو.

که تاسې له يوه بندي، نشه يي يا نورو په اصطلاح ژوند ازمويلو خلکو سره مخ شئ، نو هغوی لدې ازميښتونو سره بيا هم يو پلار يا تره دی، دغه له نورو سره ښه ژوند ته هيله مندي ډيروي. لدې سره که پر ځينو اصولو باور لرئ لکه ټولو لپاره تعليم غواړئ، فساد سره مخالف ياست، يا نور، دغه اصولو او ارزښتونو ته مبارزه هم ژوند ښه کوي، مبارزينو ته يو مثبت احساس ورکوي.

pink flower on white background

تخيل ولرئ

دې څيړنې دا هم راوسپړله چې د ژوند پر مثبتو فکر مرسته کړي، خو د راتلونکي په اړه تخيلي فکر هم د ژوند چارې آسانوي. لدې پخوا يوې بلې څيړنې ښودلې وه هغوی چې خپل ښه راتلونکی فکر کړي، په تخيل کې يې راشي چې زما راتلونکی بايد داسې وي، هغوی ته هلته رسيدل نسبت هغوی ته چې دا فکر يې نه وي کړی، آسانه وي.

دې څيړنې دا هم وښودله هغوی چې فکر يې کاوه اوسنی حالت يې لنډمهاله دی، راتلونکی يې فکر کړی وو او پوهیده چې هلته رسيږي، له خپل اوسني حالاته لږ ګيله من وو. دا ضرور نه ده چې ډير تشريحي او پلان شوی حالت وي، يوازې دومره پوهيدل چې زه د نن له حالته بدل راتلونکی لرم، او د هغې په لور هڅه کړم، ډيره مثبته اغيزه لري.

دا پدې معنا نه ده چې د اوسني ژوند پر حالاتو سترګې پټې شي، يا د هغې د بدلولو لپاره هڅه ونه شي، بلکه دا باور لرل دي چې زه به لدې حالته وځم، نن نه سبا، سبا نه بله ورځ، کال وروسته، خو يو وخت به دا حالت پريږدم او هغه ځای ته به ځان رسوم چې ځان لپاره مې ټاکلی دی، مزل به مې سست وي، امتحاني به وي، خو هلته به رسيږم.

…..

که دنده بدلوئ، بل مسلک ته ځئ يا په افغانستان کې د تير کال تحول په څير له يوه ستر بدلونه تيريږئ، آسانه نه ده چې موږ له خپل پخواني شناخت او پيژندنی تير شو. خو که چيرې د پيژندنې دې بدلون او نوو حالاتو ته فکر ونه کړو نو ښايي د ځان ارزښت او پيژندنې له يو ناورين، مسلکي تاوان او ذهني نارامتيا او ناروغيو سره مخ شو.

په يوه ځایه کې له نښليدو څخه خلاصون لپاره بايد له خپل ژوند سره وړاندې ولاړ شو، پوه شو چې حالات سخت دي او ما نوی پيژندنه خپله کړې ده، پخوا يو څه وم خو راتلونکي کې له هغې څخه بهتره حالاتو لپاره کار کوم، او زما دې ټولو پريکړو او حالاتو کې يوازې زه نه بلکه ما سره شاوخوا نور خلک هم متاثره دي.

راتلونکي په اړه هيله مندي او ورلپاره کار د نن د بهترۍ سبب هم ګرځي.

ورته ليکنی: په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل



ټولي:Leadership, Management

ټگونه:, , , , , , , , , , , ,

2 replies

Trackbacks

  1. د مفاهمې اته نيمګړي تمايلات – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  2. ولې اوږد فکر مهم دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: