له انساني بيالوژي اخوا

کله چې هسپانويان په لومړي ځل پنځه سوه کاله وړاندې جنوبي امريکا ته ولاړل، همدا د نن برازيل، ارجنټاين، پيرو او دغه هېوادونو شاوخوا نو هلته ورسره خلک پر تيرونو او نيزو جنګيدل، داسې جګړې هم وي چيرې چې دوه نيم سوو هسپانوي سرتيرو لس زره سيمه ييز سرتيري يوازې د ټوپکونو پر زور رالاندې کړل، وروسته سيمه ييز خلک دې نتیجې ته ورسيدل چې له دوی سره جګړه نه کيږي ځکه چې دوی اور ويشتونکي لرګي لري، ځينو آن دوی د خپل پاکوالي او نظم له کبله د بلې نړۍ مخلق ګڼل چې زموږ د ښو اعمالو له کبله د رحمت په توګه موږ ته راغلي دي.

هسپانويانو سره زر غوښتل او دوی ورته عقيدوي درناوی درلود، هغه عقيدوي بحث يې پريږدم.

سټیفین هاکنګ په ۲۱ کلنۍ کې له ګرځیدو وغورځید، خو انټل ورته ځانګړی کمپیوتر جوړ کړ چې د هغې په مرسته یې خپل غږ خلکو ته رساوه او تدریس هم کاوه، د معلوليت پر چوکۍ ناست د کهکشانونو له رازونو يې پردې اوچتولی، ځينې تيورئ يې مستردې او ځينې يې له مرګ وروسته هم د منلو وړ دي.

رایټ برادرز الوتکه جوړه کړه تر پنځو کلونو خلک تری خبر نه وو، بیا یې نه منله چې الوتنې به امکان ولري، د هماغه وخت ډيرو معتبرو خلکو ويل چې الوتنه د بشر لپاره نه ده، که چيرې بشر غواړي والوزي نو مرغانو وجود او وزن پر تناسب د هغوی وزرو ته پر لیدو بشر بايد لږ تر لږ څلور پنځه متره وزرې ولري، چې د ځواک او توان له کبله ممکنه نه ده، خو نن الوتنه د ژوند يوه نه بيليدونکی برخه ده.

انسان تل د خپل واک او ځواک ډيريدو لپاره هڅه کړي، نن د بشر په توګه موږ د فزيکي ځواک کارونه تر ډيره ماشيني کړي دي، په يوه زمانه کې حج ته پياده تګ د ثواب مرجع وه، خو نن زموږ دوه غريبان پر بايسکل حج ته روان شوي وو، يو په عراق کې وهل خوړلي او بل له نيمې لارې راستون شوی وو چې بيا په الوتکه کې ولاړ. نن آن په يوه ښار کې څوک اوږد واټن پياده نه وهي. د تګ راتګ ټکنالوژي خپله شوې ده او نه کارول يې سرزوري ګڼل کيږي.

person holding blue light bulb

نانو روبوټيک ټکنالوژۍ د انسان په وجود کې ګرځي هغه اصطکاکونه او خنډونه له منځه وړي چې د زړښت او مرګ سبب ګرځي، له مرګه تيښته نه شته خو ژوند اوږديږي. د روغتيا نړيواله اداره وايي چې په نړيواله توګه د جاپانيانو عمر د نورو په پرتله ډير وي، او د هغې يو اساسي لامل روغ خوراک او په دوامداره توګه د معاصرو ټکنالوژيو په مرسته د ناروغيو وخته کشف دی.

انسان ورسره خپلې ذهني ودې او فکر ته هم کار کړي، داسې ګڼل کيږي چې تر ۲۰۳۰ پورې به داسې کمپيوټرونه ولرو چې انساني هوښيارتيا يې برابره کړي يا ترې اوښتی وي.انټرنيټ اجتماعي هوښیار دی، همدې تر ۲۰۳۰ پورې ښايي ټکنالوژي په دې وتوانيږي چې ټول آنلاين معلومات د بشر د مجموعي پوهې پر استناد راواخلي او يوه نتيجه ترې راوباسي.

نن پر سياسي يا کاروباري موضوعاتو آنلاين بحثونه او رايې ورکول رواج دي، لکه تاسې پر ټويټر يو څه ته رايه ورکوئ، د ټويټر څښتن د خپلې دندې په اړه پوښتنه وکړه، په څلورويشت ساعتونو کې له شلو ميليونو ډيرو خلکو ورته وويل چې برادره ځه ولاړ شه کوم بل غم وپاله دا دنده ستا د وس نه ده، بل چا ته يې پريږده.

هغه مسلکونه چې پر منابعو او ماخذونو روان دي لکه وکالت، چيرې چې وکيل له بیلابیلو کتابونو اخذ کوي او د هغوی پر استناد قانوني مشوره ورکوي، د دې امکان شته چې راتلونکي کې ځيرکه ماشينونه به وکولای شي دا ټول ماخذونه ستاسې لپاره ولټوي، او د هغوی پر استناد مشوره درکړي. د ګوګل دې کور آباد وي هغه خو ټول کاروي.

په نويمه لسيزه کې د بشر د ډي این ای د ترتيب بحث وو، د پروژې په پيل کې داسې ګڼل کيده چې ښايي پنځوس کاله ونيسي، تر څو د بشر ټوله ډي این ای ترتيب شي، خو په پنځلس کالو کې يې پوره کړه، بيا د سارس مرض د ډي این ای ترتيب بحث شو، په دیرشو ورځو کې يې ټول وایرس ترتيب کړ، د درملو پر جوړولو يې کار وشو، چې يوه ګټه يې د کويډ په واکسين کې هم وشوه، پخوا به د واکسينو جوړولو په لسګونو کلونه نيول، خو د کويډ واکسين لومړي ډولونه په نهه مياشتو کې تيار وو، چې له بشري ازمويلو وروسته د يوه کال شاوخوا موده کې ويش ته تيار وو.

person holding brown eyeglasses with green trees background

موبایل مو غږ رسوي، عینکې مو نظر غښتلی کوي، دوربین، موټر، له اړم نیولی د فابريکو تر ماشينونو ټولو بشري فزيکي ځواک څو چنده ډير کړی او آن د هغې ځای یې نيولی دی، نن سبا د تیلو د قرارداد کش دی هغه هم ماشین دی، د ټکنالوژۍ یو تر ټولو معتبر تعریف د ژوند آسانول دي، یوه زمانه کې لیک لیږل کمال وو، خلک وو چې نورو لپاره یې لیکونه لیږل، داسې امکان مخ په ډیریدو دی چې لیکل به له منځه ولاړ شي، ځکه هر څوک به خپلو وسیلو ته بیان کړي، هغه به یې لیکي.

ډير له دې ګيله من دي چې ټولنيزې شبکې، ټليفون او کمپيوټري وسيلې يې ډير وخت ضایع کوي، خو همدا وسيلې کیدای شي د زده کړې ډيرې ښې وسيلې واوسي، د زده کړې ډيرې آنلاین وسيلې شته چې له تاسې سره ستاسې په وده او پرمختګ کې مرسته کوي، داسې ډير کمپيوټري پروګرامونه شته چې د ګرځنده ټليفون يا د همدې ځيرکو وسيلو په مرسته ستاسې د وينې له شکره نيولې د قدمونو تر شمير مو هر څه څاري، داسې ځيرکه وسيلې هم شته چې د وينې له څاڅکې مو ډير څه معلوموي او د خپلې روغتيا پاللو لپاره درته مشورې درکوي.

همدا د ليکلو بحث، ډيرې داسې وسيلې شته چې تاسې ورته خپله خبره بيانوئ هغه يې درته ليکي، ښايي د راتلونکي ليکوالان له ليکنې زيات ويناوال وي، چې خبرې به يې ليکل کيږي کتابونه به ترې جوړيږي. دغه ځيرکه وسيله چې تاسې يې د ټليفون پر نامه له ځان سره ګرځوئ، له هغه کمپيوټره/ ماشينه څو زره ځل غښتلی ده چې په نولس اويايمه لسيزه کې يې د اپالو ۱۱ مشن سپوږمۍ ته رهنمايی کړی او استولی وو.

 يوه کلي/ ښار ته د بريښنا رسولو يوه ګټه دا هم وي چې کاري او ويښ ساعتونه ډيريږي، که چيرې يو کور بريښنا ولري نو ژوند يې د لمر له ختو او پريوتو سره پر مخ نه ځي، بلکې اضافي وخت به ولري چې کولای شي مطالعه وکړي، نوی فکر وکړي، له کورنۍ سره واوسي يا په خپل مهارتونو او کاروبارونه کار وکړي.

ټکنالوژي انساني فکر، توان، ځواک او پوهه پراخوي، د نن ټکنالوژي له پرون سره توپير لري، انسان که پرون د آس مهارولو، باروت کشفولو، اورګاډي جوړولو، بریښنا او کمپيوټر کشف ته خوښ وو، نن له ځمکې پښې سپکوي، د کهکشان تنابونه ورته لنډ ښکاري، دا هماغه انسان دی چې پر دې عقيده لري چې الله ورته هر څه په دې جهان کې د تسخير او ژوند آسانولو لپاره پيدا کړي دي، خليفه دی واک لري چې له خپلې پوهې نيولې د کهکشانونو تر تنابونو هر څه د ځان ودې او د بشر ژوند آسانولو لپاره وکاروي.

اوس چې څوک دغه اهليت په ځان کې ويني چې دا تنابونه رالنډ کړي، هغه خواري په ځان مني چې د الله (ج) دې ورکړيو نعمتونو څخه خپل راحت لپاره کار اخلي او څوک له دې اسبابو د سترګو پټولو لپاره لاملونه لټوي هغه د هغوی کار دی.

خو که د لاس وراوږدولو دا جرات وکړئ، د نړۍ تسخير ليرې نه دی…

ورته ليکنی: هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، د نامعلوم قبلولو ويره



ټولي:Leadership, Management, Social

ټگونه:, , , , , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. ټولنيزې شبکې او متنوع فکر – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: