د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲) 

لومړۍ برخې پسې د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)

ټکنالوژیو په عموم کې د ژوند هر چاره اغيزمنه کړې ده، چې په دې کې د ماشومانو کړه وړه او ژوند هم شامل دی، د کرونا وبا او اړونده قيوداتو په عموم کې د هر چا پر ژوند د ټکنالوژيو دخالت لوړ کړ، له اقتصادي او دفتري چارو تر ښوونيزو چارو ټول ترې اغيزمن شو. دغه اغيزې اوس هم شته او ځينې دفترونو خو آن خپل فزيکي شتون ډير محدود او خپل همکاران يې وهڅول چې له کوره کار وکړي.

لدې سره آنلاين ټکنالوژۍ نجونو او هلکانو دواړو ته د اړيکو نيولو بیشمیره امکانات برابروي، دا آنلاين وسيلې د نوو مهارتونو له زده کړی تر ابتکاره او په نړيواله توګه د ټولنو د بهترئ سبب ګرځيدای شي، لدې ګټو سره آنلاين کيدل دغه ځوانان له خطرونو سره هم مخ کوي چې ممکن ناوړه محتوياتو، وايرسونو، تهدیدولو، ويرولو، جنسي ازار او له نورو تير شي.

نن سبا يو بل بحث هم مخ په ګرميدو دی چې ښايي ټولنيزې شبکې په کاروونکو په ځانګړي ډول په پيغلوټو کې د ځان په اړه د ناوړه او ټيټ فکر سبب شي، په ځينو مواردو کې آن د ځان وژلو پيښو لامل هم ګڼل کيږي.

هر هغه څه چې پراخه استعمال ولري، د هغې لپاره د منل شوو اصولو جوړول ستونزمن او بحث پاروونکي وي، چې د پراخه کاريدونکې ټکنالوژۍ هم لدې امره مستثنا نه دي، آنلاين زوريدل يوه نړيواله ستونزه ده، انټرنېټ او ټولنيزو شبکو نړيواله جغرافيه له منځه وړلې ده، هر څوک هر چيرې له هر چا سره اړيکه نيولای شي، لدې سره هر څوک چې هر رنګه وغواړي همداسې ځان مطرح او وړاندې کولای شي، چې له کبله يې ښايي له داسې خلکو سره مخ شئ، چې هیڅ شتون ونه لري يا څه چې وايي هغه نه وي.

five children smiling while doing peace hand sign

ماشومان، ځوانان او د ټکنالوژئ استعمال

معلوماتي او اړيکو ټکنالوژيو ماشومانو لپاره له يو بل سره د اړيکو، معلوماتو شريکولو او ورته لاسرسئ، او خپلو نظرونو او خلاقو محتوياتو شريکولو طريقې بدلې کړي دي. د ماشومانو او ځوانانو دا نسل لدې ټکنالوژيو سره راستر شوی دی او داسې څه نه دي چې دوی ورسره وروسته بلديږي، انټرنيټ د دوی لپاره داسې مثال لري لکه پخواني نسل لپاره چې موټر يا بريښنا وه، هغوی ورسره راستر شو.

د نن ځوانانو لپاره انټرنیټ او د ټکنالوژۍ وسيلې د ژوند يوه اساسي برخه او هر څه يې رانغاړي، له درسه نيولې تر لوبو او اړيکو هر څه کې دا وسيلې ونډه لري.

دوی د انټرنېټ اړونده خدمتونو له تبادله يي او دخيلوونکي شکل څخه خوند اخلي. په عمومي توګه پر انټرنېټ ماشومان ځان خوندي احساسوي، داسې يو څه چې دوی ورته خوښ وي او جالب، ساعتيره، آراموونکی، ګټور او ښه ورته ښکاري.

لاسرسی

بيلابيلې څيړنی ښيي چې انټرنېټ ته د لاسرسئ عمر مخ په کميدو دی. د امريکا په متحده ایالاتو کې له پنځه کاله ټيټ عمر ۸۰٪ ماشومان په اوونيزه ډول انټرنېټ کاروي، او څومره چې يې عمر ډيريږي د انټرنېټ‌ استعمال يې هم لوړيږي، نږدې ۹۰٪ ځلمکیان وايي چې دوی نږدې هره ورځ آنلاين وي. په نړيواله توګه، سويلي کوريا چې په نړۍ کې انټرنېټ ته د لاسرسئ تر ټولو بهتره هېواد ګڼل کيږي او ولس يې تر ټولو ډير انټرنېټ ته لاسرسی لري، دولتي معلومات ښيي چې  د دوی ۱۰ او ۱۹ کالو عمرونو ځوانانو په هرو لسو کې يو يې پر انټرنېټ روږدي دي.

له نهه کاله ټیټ عمره ماشومان انټرنېټ څخه بیلابیلو آنلاین فعالیتونو لپاره خوند اخلي، چې په هغې کې د ويډيو ليدل، معلوماتو لټول، زده کړې او کورنی کار کول او نورو ماشومانو سره آنلاین اړيکی نيول شامل دي. د فعاليتونو دا شمېره له عمر سره ډيريږي. له ۹ تر ۱۶ کالو عمرونو اروپايي ځلمیان بیا سندرو اوريدل، ټولنيزو شبکو کارول او ويډيو کليپونو ليدلو څخه تر هر څه ډير يادونه کوي. نور ټولنيز فعاليتونه چې ډير ترې يادونه کيږي د ټليګرام، فیسبوک او واټس آپ کارول دي. همداسې په هرو دريو کې يو ماشوم په ورځني ډول معلوماتو لټولو، ښوونځي کار او لوبو (يوازې يا ډله ييزه توګه) لپاره له انټرنېټ څخه د کار اخيستنی يادونه کوي.

په پرمختللي هيوادونو کې براډ بينډ انټرنېټ اړيکی له لارې آنلاين کيدل خوښيږي، خو په پرمختلونکو هيوادونو کې چيرې چې زيربناوو ډيره وده نه ده کړی، هلته ګرځنده ټليفون انټرنيټ او د انټرنېټ کيفی (کلب/دوکان) او نور ټولنيز جوړښتونه دا خلاوی ډکوي. خو، په دې نږدې وختونو کې د ګرځنده وسيلی انټرنېټ مخ پر وده دی، په نړيواله توګه په چين او هند کې د انټرنېټ تر ټولو ډير کاروونکي لري. په نړۍ کې د ګرځنده ټليفونونو نږدې ۷ ميليارده اړيکي فعاله دي، چې په هغې کې ګرځنده انټرنېټ هم شامل دی.

د افغانستان په څير په جنوبي امريکا کې هم ګرځنده انټرنېټ لاسرسي شمیره د براډ بينډ انټرنيټ‌ په پرتله ډيره لوړه ده. د اسټراليا شميرې ښيي چې په ۲۰۱۵ کې د ۸ او ۱۱ کالو عمرونو ۳۵٪ ماشومانو له ځان سره ګرځنده ټليفون درلود، چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله دا شمېره دوه چنده لوړه ده، لدې شمېرو څخه ښکاري چې ځوانان او ماشومان به په ډيريدونکي توګه له ټليفون او ټبليټ په شمول له ګرځنده وسيلو څخه انټرنېټ ته لاسرسي لپاره کار اخلي.

Two kids using tablet pc under blanket at night. Cute Brothers with tablet computer in a dark room smiling. Too entertained to sleep

ډيجيټل وسيلی

ماشومان او ځوانان انټرنېټ ته لاسرسئ لپاره له بیلابیلو ډيجيټل وسیلو کار اخلي، چې په هغې کې ډيسکټاپ او ليپټاپ کمپيوټری، ګرځنده او ځيرک ټليفونونه، ټيبليټ او نورې لاسي وسيلی لکه ای پاډ، ډيجيټل کتابونو لوستونکي او لوبو وسیلی شاملی دي، خو څيړنی ښيي چې د ګرځنده ټليفون او ټبليټ له لارې انټرنېټ ته لاسرسی مخ پر لوړه او د کمپيوټر او ليپټاپ له لاری لاسرسی مخ پر ټيټيدو دی.

خو، هغه ماشومان چې د ګرځنده وسيلې (ټليفون/ټبليټ) له لارې انټرنېت کاروي د والدينو يا وليانو محدود څارنی له کبله د آزار له لوړ تهدید سره مخ وي، همداسې دا ماشومان نسبت نورو ته انټرنېټ ډير کاروي او په پراخو فعاليتونو کې دخيل او لوړ شمېر آنلاین مهارتونه لري.

ځيرک ټليفونونو له لارې انټرنېټ ته لاسرسی ګټی هم لري. لکه ليرې پرتو کليو او ټولنو ته د دې وسيلو له لارې تعليمي خدمتونه هم برابريدلی شي. همداسې ماشومان کولای شي د دې وسيلو له لارې يو بل سره ونښلي او په تعليمي او زده کړييزه فعاليتونو کې برخه واخلي. دا د هغو ټولنو لپاره په ځانګړي ډول ګټور دي چې دوامداره په حرکت کې وي لکه کوچيان يا هغوی چې د جګړو یا طبعي آفاتو له کبله بې ځايه شوي وي.

ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر



ټولي:Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: