د قبرص د ټينس يو لوبغاړی وو، له ۱۳ کلنۍ يې دا لوبه پيل کړه، په شل کلنۍ کې يې آسټرالين اوپن وګاټه، چې د ټينس په نړۍ کې يو له معتبرو او سختو سياليو څخه ګڼل کيږي، همدې له ناپيژانده لوبغاړي حالت څخه يې وده وکړه او د نړۍ په لسو بهترينو لوبغاړو کې حساب شو، مخکې ډيرو يو نوم ورکی لوبغاړی باله، تر هغې چې دغه ځای ته ورسيد.
کله چې بریالی شو، د برياليتوب مزل يې له ديارلس کلنۍ پيل کړی وو، کله چې يې ځان لپاره مسلکي مربي/ لارښود ونيوه، او هغه لاره وروښوده، کله چې د برياليتوب دغه لوړې نقطې ته ورسيد، نو خپل لارښود ته يې ويل چې زه نور زيار او ډير تمرين اړتيا نه وينم، بريالی شوم، او دلته کولای شم له لږ زحمته لوړه ګټه ترلاسه کړم، له هماغه ځایه يې د خپل لارښود خبرو ته هغه لومړی ارزښت نه ورکاوه.
سرينا ويليمز د همدې ټينس لوبې په نړۍ کې يو تر ټولو نامتو ښځينه لوبغاړی بلل کيږي، او د دوی په حساب په تاريخ کې يې تر ټولو ډيرې سيالۍ، مقامونه او جوايز ګټلي دي، د دې ميرمنې لومړی روزونکی د هغې پلار وو، پلار يې وکولای شو چې خپله لور لومړنيو اتلوليو لپاره وروزي، خو کله چې يې سيالي له نړيوالو اتلانو سره شوې، نو ورته يې وويل چې هغه مهارتونه او پوهه نه لري چې په نړيواله کچه دې له خپل سيال سره سياله کړي، نو ځکه ځان لپاره يې بل مسلکي روزونکی او لارښود پيدا کړ، تر څو چې په تاريخ کې د نامتو لوبغاړی مقام ته ورسيده.
ډير مبارزين فکر کوي چې په هغه کړنلارو چې زموږ پخوانۍ مبارزه او چارې بریالۍ شوې دي، کولای شي موږ په راتلونکي کې هم بريالي، او همدا لاره په راتلونکي کې د هر څه لپاره کاروي، خو نوي حالات نوې کړنلارې او فکر غواړي. دلته هدف له مبارزينو څخه هر هغه څوک دي چې د يوه هدف لاسته راوړلو په هڅه کې دي.
که له سياسي فکره يې راواخلو، منډيلا بهترين مبارز وو، د ژوند يوه ستره برخه يې په زندان کې د خپلو اصولو لپاره قرباني کړه، او د خپل هيواد تر ټولو مشهوره څيره وه، ولسمشر شو، خو هغه برياليتوب يې چې په مبارزه کې درلود، څرنګه چې ورپسې ټول ملت ولاړ وو، هغه ملاتړ او برياليتوب يې په ولسمشرۍ کې نه درلود.
ګاندي چې د هند په څير متنوع هيواد يې د خپلې مبارزې لپاره متحد کړ، د هندوانو پر وينا پر کوتک يې هيواد خپلواک کړ، خو له خپلواکۍ وروسته د حکومتي چارو او سياستونو اختلاف له کبله، له همدې ملاتړو څخه يوه وواژه. د پاکستان جناح انګريزانو د پاکستان خپلواکۍ لپاره رامخکې کړ، ملت يې اوس هم د بابای قوم او قائد اعظم په نامه يادوي، خو همدې قايد ته د ژوند په اخيري ورځو کې نه امبولانس ورورسيدو او نه يې د ناروغۍ پر مهال هغه پوښتنه او قدرداني وشوه چې دې يې تمه درلوده.
هغه څه چې تاسې نن بريالي کوي هغه مو سبا بريا ته نه رسوي، ستاسې د برياليتوب له مزل سره ستاسې حالات، مهارتونه او چاپيريال بدليږي، له نوو ننګونو او فکرونو سره مخ کيږئ چې نوی فکر او نوې کړنلاره غواړي، لکه تاسې نوی کراته شروع کوئ، که په لومړي سر کې د سپين يا ژيړ کمربند سيال سره سيالي وي، نو له پرمختګ سره په پای کې بيا له تور کمربند شخص سره به سيالي کوئ.
په پيل کې به د پيل شخص يا نوي زده کوونکي سره سيال ياست، خو په پای کې به له مسلکي او تور کمربند سره سيالي کوئ، که غواړئ چې په دغه سيالۍ کې بريالي شئ، نو که له خپل سياله ډيره نه وي، لږ تر لږه د هغې مناسب او مساويانه تمرين او زحمت خو به باسۍ.
کله چې ګاندي مبارزه کوله نو هغه وخت ترې د ولس تمه د خپلواکۍ وه، ټول يې شاته ولاړ وو، خو کله چې انګريز ولاړ، او حکومت دوی ته پاتې شو، نو هلته د ادارو له چلولو نيولو له نړۍ سره له تعامله تر اقتصادي او تجارتي ودې ټول بحثونه راتلل، او دغه شخص نه شو کولای چې پر دې ټولو توقعاتو پوره راشي.
د برياليتوب يو تر ټولو ستره نيمګړتيا د کبر احساس دی، چې د شيطان له استکباره پيل او د نن تر بشر هر چا سره شته، هغوی چې نسبي بريالي شي فکر کوي چې همدومره بس دی، نور نه زحمت او نه چا ته د غوږ نيولو اړتيا شته، که څوک له ما سره مخالفت کړي، نه پوهيږي، له ما کينه وړي او بدنيتي کړي، څه چې زما لپاره پرون کار کړي وو نن به يې هم وکړي.
که پرون ما پر ټوپک ګټلی وه ځکه چې مقابل لوري سره ټوپک وو، که پرون زه د خپلواکۍ مبارز ووم ځکه چې ما په ځانګړيو چارو کې د واک دعوه درلوده، که نن زه اقتصادي، سياسي، پوهنيزه يا کلتوري مبارزه کړم، نو بايد د همدې چارو مهارتونه او خلک راپيدا کړم چې ما سره زما د سيال پر ژبه پوه شي.
که يوه بيسواده ته کتاب ورکړئ، د کتاب ارزښت نه کميږي، هغه بيسواده يې د لوستلو او ترې د ګټې اخيستو توان نه لري، همداسې که څوک له محدودې بريا سره مخ شي، همدې ته به خوښ وي خو د دغه مزل نور پراخولو او پاللو توان به ونه لري، همداسې که يو چا ته هر څومره وسايل ورکړئ خو که پوه نه شي څه پرې وکړي، دا هر څه بيا هم ضايع دي.
برياليتوب يو مزل دی، پروسه ده، چې په دوامداره توګه د حالاتو، خلکو، مهارتونو او تمو ارزول غواړي، بريالي هغوی دي چې پوه شي په دې حالاتو کې څه ښه دي، د دې ښو لپاره کومو خلکو ته اړتيا لرم، کوم مهارتونه بايد ترلاسه کړم او د ځان او خلکو کومې تمې بايد پوره کړم.
څرنګه دوامداره بريالي پاتې کيږئ، په دوامداره وده کې يوه وينا ده چې د غره څوکه کوچنۍ وي، ځکه چې هغه ځای د پاتې کيدو نه دی، يا به مخ په لوړه ځئ، او يا به مخ په ټيټه راځئ او ځای به مو تاسې پسې راتلونکي بل چا ته پريږدۍ، دوامداره برياليتوب دوامداره هڅه او زيار غواړي، او هر څومره چې د غره څوکې ته لنډيږئ، زيار او هڅه مو ډيريږي خو ورسره مو ستړيا هم ډيره وي، بريالي هغوی دي چې دغې څوکې ته د رسيدو اخيري زحمت وباسي.
او د هغه قبرص د لوبغاړي د برياليتوب مزل د دغې سلوک له کبله همدومره وو، نن معلومه نه ده چې چيرې دی.
ورته ليکنی: د ناکامۍ مزل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه
ټولي:Leadership
ځواب دلته پرېږدئ