د مسلک ټاکنه – اوله برخه

مسلک د انسان پيژندنه ده، داسې يو څه چې تاسې د ژوند يوه اساسي برخه ورکوئ، نن د رسمي اقتصادي په زمانه کې د مسلک ټاکنه يوه حياتي پوښتنه ده، مسلک د انسان پر شخصي ژوند، روغتيا او مالي حالت دريواړو اغيزه کړي، نو ځکه مهمه ده چې د دريواړو اړخونو ورته وکتل شي.

بیلابيلې څيړنې وايي چې د کورنيو اقتصادي حالت نسلي وي، يعنې که چيرې هر څه عادي روان وي، د کورنيو اقتصادي حالت له پلاره اولاد ته ورته وي او يو ډول پاتې کيږي، اما که چيرې راتلونکی نسل د پخواني په پرتله باسواده شي، نو بيا د راتلونکي نسل اقتصادي حالت له پخواني نسل بهتره کيږي، يعنې پدې بدلون کې حياتي ونډه د تعليم او د هغې پر اساس د ټاکل شوي مسلک ده.

toddler's standing in front of beige concrete stair

له شخصي ژونده که يې راپيل کړو، له عادتونو نيولې تر کورنۍ تاريخچې هر څه ته پام کيږي، که چيرې د يو چا نږدې خپلوان پلار/ مور/ تره/ ماما په نظامي چارو کې دخيل وي، نو د کورنۍ ځوان نسل حتماً غواړي هلته ولاړ شي، همداسې که طبابت، کرهڼه، ښوونه، يا بل مسلک کې وي، نو کورنۍ يې له دغه مسلک سره بلده ده، او غواړي چې راتلونکی نسل څخه يې هم څوک دغه مسلک ته ولاړ شي.

لدې سره د عادتونو بحث هم شته، که چيرې يو څوک زغم ونه لري يا پرې کار ونه کړي، ښايي پنځه ساعته عملياتو ته حوصله ونه کړي، يا که له ټوپکو او جنګ او جګړو سره جوړ نه وي، نو ښايي نظامي چارو يا دغسې مسلکونو ته ولاړ نه شي چې دغه څه پکې کاريږي.

انسان مسلک بدلولای شي خو عادتونه او کړه وړه نشي بدلولای، که چيرې له دې سره موافق نه یاست نو عادتونه په سخته بدليږي د مسلک بدلول آسانه دي، ورسره عادتونه ټولنيز او مذهبي اړخ لري، په اسلام کې سود حرام دی، که څوک هر څومره وغواړي چې سودي کاروبار وکړي، فکر کړي ښه به پکې وځليږي، خو کاروبار يې حرام دی.

ماري کيوري لومړنۍ ميرمن وه چې نوبل جايزه يې وړې ده، او له ډيرو محدودو خلکو څخه ده چې دوه نوبل جايزې يې ګټلي دي، هغه له ځوانۍ څخه پوهيده چې کيميا او فزيک يې خوښيږي، نو له همدې کبله يې کيمياوي شعاوې او د دوی تر منځ تعامل مطالعه کړ، سره لدې چې په خپل مسلک کې يې نامتو ځای خپل کړ، خو ورسره د خپل کار له کبله پر سرطان اخته او له همدې کبله مړه شوه.

د کرکټ يا بلې لوبی لوبغاړي راواخلئ، دغه مسلک پر فزيکي توانونو راڅرخي، کله چې د دغو اشخاصو عمر له پنځه ديرشو واوړي نو په نورو مسلکونو کې ستاسې د ودې او پرمختګ کلونه پيليږي، خو په سپورت کې مو د تقاعد او له لوبې څخه د وتلو وخت راځي، نن سبا به په عمومي توګه په لوبو کې استثناً داسې لوبغاړي ووينئ، چې عمر يې د څلويښتو شاوخوا وي او له نامتو اشخاصو څخه به بلل کيږي.

په اوسط ډول انسان پنځوس کاله کار کړي، يعنې که له شل کلنۍ يې پيل کړي او تر اويا کلنۍ کار وکړي، د ژوند کليدي وخت د کار په ځای کې تيروي، دلته له کار څخه هدف يوازې دا نه دی چې بسته په شا کړه او مدرسې او ښوونځي ته ولاړ شه، بلکه هر هغه څه چې پر هغې رزق ګټئ.

نو که موږ پنځوس کاله يادوو دا د هغه ماشوم لپاره هم صدق کوي چې په کوچنيوالي کې کار او روزګار پيلوي، بدبختانه د کوڅې ماشومان يا هغوی چې په کم عمر کې کار پيلوي، وروسته روغتيايي ستونزې پيدا کوي، مالي حالت يې پر ځای دريږي او روغتيايي حالت يې ډير د ژوند په وروستيو پړاوونو کې ډير ژوبليږي.

a man working on a tire in a garage

اخلاق، پوهه او مهارت فرق کړي؟ څوک به وايي چې وزير يا ولسمشر ښه سړی دی، خو دغلته دا شخص د ښه سړيتوب لپاره نه دی کينول شوی، بلکه د هېواد يا وزارت چارو چلولو لپاره ناست دی، شخص دې پر کارپوه ښه مسلمان وي، ښه سړيتوب دې بيا په کور کې کوي، دلته د مهارت پر اساس کار ته ناست دی، که نه يې شي کولای دغه د پوښتنې وړ بحث دی.

 بداخلاقه اهل انسان ادارې ته دومره زیان نه رسوي، لکه څومره چې د ښو اخلاقو نااهله يې رسوي. يا که چيرې موږ د ميرمنو لپاره دا وايو چې پر ښايست او آرايشو بايد چوکۍ ته ونه رسيږي، نو ولې له سړيو تمه لرو چې پر ښه راشه درشه او ميلمه پالنې دې چوکيو ته ورسيږي.

څه بازار لري؟ د مهارت بازار لرل اقتصادي او مالي پوښتنه ده، بازارونه بدليږي خو څه کې دوامداره هڅه کولای شئ، هغه څه دي چې تاسې ته دوامداره زغم درکوي او داسې پکې ابتکاراتو ته زړه ښه کوئ، نن د بدلون سرعت ډير ګړندی دی؟ د پوهنتون، مدرسې يا ښوونځي سند ستاسې بريا نه ټاکي؟ بلکه ستاسې د دوامداره هڅې عادت ستاسې بریاليتوب ټاکي؟ او همدا هڅه مو کاروباري ارزښت ټاکي. (د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه)

ورته ليکنی: کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، ډیر ناوخته نه ده، څرنګه خپل مسلک ته راوګرځئ، د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل، د برياليتوب دوام


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

29 responses to “د مسلک ټاکنه – اوله برخه”

  1. د مسلک بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  2. دنده پر مهارت که پيژندنه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  3. مهارتونه او د کاروبارونو وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  4. د ادارو ښه کار او نتايج: خلک که سيسټمونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  5. ستراتيژي هدف که پروسه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  6. فرصت، پر کومه بيه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  7. د ناکامۍ ارزښت  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  8. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  9. تخصصي او عمومي پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  10. مشري: پريکړې او پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  11. د رښتياوو زغملو کچه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  12. د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  13. د وخت پر وړاندې  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  14. تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  15. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  16. پرون د نن په خدمت کې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  17. د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  18. د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  19. واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  20. د بې وسئ زده کړه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  21. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  22. د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  23. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  24. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  25. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  26. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  27. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

  28. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده […]

    Like

Leave a reply to ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading