د بریالي ژوند معيار

کال په خلاصيدو دی، موږ افغانان خو نيکبخته خلک يو، په دولس مياشتو کې درې کاله رارسيږي، خو نړيوال تجارتي کال په خلاصیدو دی، ډير ښايي دغې کال ته وګوري چې څه مو وکړل.

د وخت ارزونه د ژوند د لاسته راوړنو په رڼا کې کيږي، موږ په اصل کې وخت نه شميرو بلکه د هغه وخت بهتره کارول تلو، که چيرې تاسې يو چا ته ځنډ ياست، بل څوک چيرې خوښي لمانځي، بل څوک سفر لري، يو بل بيا پر دنده دی، ښايي دا ټول يو ساعت له دغه حالته تير شي، خو هر يو به دغه ساعت لنډ او اوږد انګيري. عموماً په خوښۍ او ناپامۍ کې وخت ژر تيريږي.

ژوند په خپل ذات کې اندازه نه لري، که چيرې له عقیدوي اړخه ورته ګورئ نو د نيکۍ او بدۍ بحث دی، د ثوابونو او ګناهونو بحث دی، او په پای کې ښي لاس يا کيڼ لاس ته د اعمالنامې لاسته راوړل دي، خو دا له مرګه وروسته خبره ده، او ښايي دا د هر کال تيریدل همدغه مرګ ته ورځ لنډول وي.

the sun is setting behind some tall grass

د برياليتوب معيار له زمانې سره بدليږي، په هغه ټولنو کې فزيکي ځواک حاکم وي، په ځانګړي ډول په کرهڼيزه سيمو کې چيرې چې ډيرې مټې يا اولادونه تاسې ته واک درکوي ډيره ځمکه خړوبه کړئ، هلته بيا برياليتوب د اولادونو لرل دي، آن په بادشاهۍ کې هم د ډيرو اولادونو درلودل د واک دوام وو. دوست محمد خان له حسابه ډير اولادونه درلودل، او همدې شمير نفوذ ورکړې وو، هغه چې وروسته دغې اولادونو سره څه وشول، هغه به تاريخ ته پریږدو.

ورپسې، په ښاري ژوند کې بيا هر څه پر پيسه شو، د کور له لګښتونو نيولې تر خوراکونو پورې هر څه رانيول کيدل، کرهڼيزه ځمکې نه وی، چې شخص وکولای شي هغه وکري او د کور ډيرې اړتياوې پرې پوره کړي، نو دلته بيا برياليتوب پيسه شو. هرې هغې چارې چې له تاسې سره د پيسو په ګټلو کې مرسته کوله هغه ارزښتمنه وه.

نن، هم دغه بحث روان دئ، چې تاسې خپل ژوند پر کومه تله تلئ. پوهه سره لدې په بشري ژوند کې تر ټولو باارزښته او ښه پانګونه بلل کيږي، او بیلابيلې څيړنې په دوامداره توګه ښيي، هغوی چې پر خپله پوهه او بهترۍ پانګونه کړي، د برياليتوب او د ژوند د حالاتو بهترئ امکان يې د ناپوهه په پرتله ډير دی، خو پوښتنه د کومې پوهې ده؟

کومه پوهه ښه ده، په يوه زمانه کې مذهبي پيروي ډيره وه، هدف له مذهبي پيروئ عقيدوي پيروي نه ده، بلکه هره هغه پيروي ده چې له پوښتنې پرته ومنل شي. هغوی چې يوه خاص فکر، خاصې وسيلې، ځانګړي دود، ځانګړي هېواد او نورو ړنده پيروي کړي، هغه پخپله پخپل ذات کې ړنده پيروي ده.

پوهه هغه ښه ده، چې تاسې ته د پوښتنې توان درکړي. د خپل ژوند او وخت ارزولو توان درکړي. مرسته درسره وکړي چې ځان لپاره اهداف وټاکئ او هغه اهداف د بل بشر د ژوند د بهترۍ سبب وګرځي.

بهتري پرتليزه صفت دی، يعنې تاسې به دوه يا ډير شيان سره پرتله کوئ او په هغوی کې به بهتره ټاکئ. د دغې پرتلې ښه او بد اړخ دواړه شته. که چيرې د کال د پای پر بهانه تاسې خپل اوسنی حالت د کال د پيل له حالت سره پرتله کړئ نو دا يې ښه حالت دی. خو که چيرې تاسې خپل ژوند له بل چا سره پرتله کړئ دا يې بد حالت دی.

ځکه، له بل سره پرتله هیڅکله د قناعت سبب نه ګرځي، تاسې خپل برياليتوب د بل په ناکامۍ کې ګورئ او آن که هغه شخص ستاسې له نظره ناکام هم شي، نو تاسې به بيا بل څوک لټوئ چې هغې سره پرتله وکړئ او بيا هغه ناکام وغواړئ، او دنيا خو له خلکو ډکه ده، هیڅکله به داسې يوه حالت ته ونه رسيږئ چې په هغې که له ټولو ښه وئ.

white flower on brown wooden table

نو ځکه،

۱. ځان لپاره بهتره تعريف کړئ. که د خونې/ کوټې څيراغ ته وګورئ نو ۱۰۰ واټه دی، دغه سل واټه که خپور وي نو خونه روښانوي، خو که چيرې متمرکزه وي، نو ۱۰۰ واټه ليزر فولاد سوري کوي. تاسې بايد پوه شئ چې بهتري ستاسې لپاره څه دی، او پر هغې خپل څيراغ متمرکز کړئ.

۲. له هدف څخه مزل مهم دی. ژوند مزل دی، اهداف نه دي. د ښوونځي له اول نمره کيدو هغه اخلاق او ملګري او يادښتونه مهم دي چې په دغه پروسه کې يې زده کوئ. د دندې له امتيازاتو هغه خدمت او د خلکو ژوند اسانول مهم دي چې په ورځني ډول ترې تيريږئ. کورنيو ته له موادو راوړلو هغه اخلاص او مينه مهمه ده چې ستاسې په حضور کې يې د کورنۍ غړي احساسوي.

له مزل څخه خوند واخلئ. له بهتره وسايلو سره ښه مزل اهدافو ته رسيدل آسانوي.

۳. وسايل او کړه وړه مو وپيژنئ. له وسايلو څخه هدف هغه پوهه او مهارتونه دي چې تاسې ورته په مسلکي او کورني ژوند کې اړتيا لرئ. او کړه وړه يې يې هغه اخلاق او سلوکونه دي چې تاسې سره دغې پوهې ته په رسيدو کې مرسته کوي. که يو څوک له بهترين پوهنتون يا مدرسې څخه بهترين تعليم ولري خو اړونده اخلاق ونه لري نو صفر دی. همداسې که ډير ښه اخلاق ولرې، خو د کار اړونده مهارتونه ونه لری نو بيا هم صفر دی.

کلونه تيريږي، عمرونه لنډيږي، خو د مزل په پای کې بيا د ګامونو د خاپونو پر ارزونه تير ژوند راژوندی کيږي. که د کال د پای پر بهانه خپل وروسته ژوند ته ګورئ، نو ټولنه، بيروني او پردي حالت مه ارزوئ، خپله خپل ګريوان کې وګورئ، چې هغه د کال د پيل بنده اوس هم شته، که د ښو په لور بدل شوی دی.

او دغه ښه بدلون به تاسې ارزوئ، د ټولنې معيارونه تل نيمګړي وي.

ورته ليکنی: پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

4 responses to “د بریالي ژوند معيار”

  1. د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د بریالي ژوند معيار، د برياليتوب دوام، سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، […]

    Like

  2. ګيله من که بدلوونکي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنې: د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، د مسلک بيه، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  3. بيه او ارزښت – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنې: د مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  4. عبادات او کاري چاپيريال – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] دی خپل کار لره پیدا ، د مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

Leave a reply to عبادات او کاري چاپيريال – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading