مشري او د کار ويش

بريالي مشران تکړه کاري ډله لري. د نړۍ پرمختللي کاروبارونه، هيوادونه، امپراطورۍ، تحريکونه، سياسي ګوندونه هر څه چې وګورئ، هغه د ډلې برکت دی، فرد ښايي مبتکر واوسي خو د بدلون او رواج يا کاروبار دوام په شريکه کيږي، داسې څه چې له مشر وروسته هم دوام وکړي.

اسلامي زده کړې هم د شورا، ګډ کار، يوځای ژوند او نورو اصولو په رڼا کې پر مخ ځي. ريښتينولئ يو اساسي لامل د دوو اشخاصو تر منځ اعتبار دی. د مسلمان په توګه دغه اعتبار له الله (ج) څخه د ويرې يا پر دې اصل د باور له کبله رامنځ ته کيږي چې رب تعالی پر هر څه خبر دی. چې له همدې کبله خلک پر يو بل اعتبار کوي، يوځای سره کار کوي چې دغه دواړه بنده ګان له الله (ج) ويريږي او دا دواړه يو بل ته ريښتوني دي، او د همدې ريښتينولۍ پر اساس وده او پرمختګ کوي.

silhouette of praying man

نن سبا د مشرانو لپاره دغه غوړه مالي کيږي چې پلانکی مشر شل ساعته کار کړي، ټوله ورځ بوخت وي، آن د سهار چای يا د شپې ډوډۍ په دفتر کې له مراجعينو او نورو سره خوري. بحث دا نه دی چې يو څوک دې څومره بوخت وي، مهمه داده چې دغه شخص به د همدغې ټاکلو دندو لپاره همکاران لري، ولې دا هر څه مشر ته پاتې کيږي.

د مشر لخوا هر څه ته اوږه ورکول يا په هر څه کې وڼده اخيستل د اعتبار له کمښته راپيدا کيږي. دغه بې اعتباري ښايي په خپله ډله کې د مهارت يا پوهې کمښت له کبله وي يا مشر به فکر کړي چې زما په خلکو کې د ښې پريکړې کولو توان نشته يا د هغوی پر پريکړو به ډيره ملا نه تړي، خو اساس يې بيا هم بې باوري ده.

د مشرۍ اصل له خلکو سره کار کول دي، مشر پر ډله مشر وي، او دغه مشري په دې معنا نه ده چې په يوه ټاکلي جوړښت کې يوازې يو مشر وي. بلکه دا يوه پوړيزه جوړښت وي، يعنې په هر پوړ/ طبقه کې يو مشر وي، له ټيټ پيل او مخ په پورته روان وي. هر څوک بايد د خپل مسؤليت په چوکاټ کې خپله دنده پرمخ بوځي، تر څو مخ په لوړه بيروبار کم شي.

بد دود، اخلاق، رواج ټول له مشر پيليږي، که له سره خطا وځي نو ټولو ته خطا ده. که چيرې د ادارې مشر ځان پر دې وياړي چې زه شل ساعته کار کړم، نو له نورو هم دا تمه ساتي چې خپل کار ما ته راسپارئ، زه به يې خلاصوم، دغه اصل د نن او سبا دواړو لپاره تاوان کړي.

وخت همدا ۲۴ ساعته دی، مشر بايد پوه شي چې موږ ټولو لپاره لومړيتوب څه دی. د مشر لومړيتوب بايد د ادارې تر ټولو ټيټ رتبه شخص له لومړيتوب سره توپير ولري. د هر شخص سويه بايد وپيژندل شي، او له هماغې سويې سره سم کار ورته وسپارل شي، او پري يې ږدي چې هر څرنګه يې زړه وي هماغسې يې پرمخ بوځي.

فيډل کاسټرو د کيوبا د انقلاب مشر وو. هېواد يې انقلابي کړ، هغې پورې منسوبه د خپلو بوټانو پاکولو او رنګولو خبره ښکته پورته کيږي، چې يو ماشوم راغی ورته ويل يې چې زه به دې بوټان پاک کړم، ده ورته ويل چې ما پريږده پخپله يې پاک کړم، ته ولاړ شه درس ووايه او وطن ته خدمت وکړه.

يو دليل چې دغه کيسه ډيره ښکته پورته کيږي، هغه د کاسټرو بې کبري ښودل وي يا وايي چې زموږ مشرانو ته ګوره او دوی ته ګوره. د بې کبرۍ يا انکسار لپاره ښایي دغه ښه کيسه وي، خو د مشر د وخت د ارزښت لپاره ښه نه ده. بوټان ارزانه رنګيږي، خو د دغې سويې مشر وخت بيا ارزانه نه دی، دغه شخص په خپل دغه وخت کې بل کار کولای شي. د مشر کمال د خپل وخت له ضياع څخه مخنيوی دی، يعنې هر چا ته د خپلې سويې سره سم کار سپارل دي.

د بوټانو وړيا رنګول يا د تعظيم له کبله بوټانو ته ښکته کيدل او پاکول به ښه نه وي، خو د يوه تجارتي عمل په توګه د بوټانو پاکول او رنګول نقص نه لري.

تکبر له دوه اړخو ارزول کيږي، يو څرګنده کبر دی، بل يې ناڅرګنده دی. څرګنده کبر له ليرې معلوميږي، لکه زه جومات ته راځم، بايد لومړی صف ما ته پریږدئ، يا لوړه چوکۍ ما ته راکړئ، او که څوک يې پرې نه ږدي نو دغه شخص يې ورته ښيي چې ولې مو دا کار ونه کړ.

دوهم، يې نا څرګنده کبر دی. چيرې چې متکبر د ځان ښودنې لپاره داسې کار کړي، چې خلک ووايي ګوره څومره ښه سړی دی، مړ سپی يې روان کړی دی، يعنې خلکو ته ښيي چې دغه کار زما له شانه ټيټ دی خو بيا يې هم زه کړم. او دغه دې فيسبوک او ټويټر چې وايي زموږ مشران داسې بې کبره دي.

photo of man standing on rice field

دغه بحث د مشرۍ په چوکاټ کې ځکه کړو چې مشر فرد نه دی، هغه د يوې ډلې استازی دی. د فرد په توګه د مړ سپي وړل به ښه وي، خو که چيرې مړ سپي ته ورته چارو لپاره کس ولري او بيا يې هم خپله کړي، دغه بيا ستونزه ده.

که يو څوک وايي چې زموږ مشر اتلس او شل ساعته کار کړي، نو دا کمال د مشر نه دی، بلکې د مشرۍ د طريقې نقص دی چې يا خو يې له ځانه تکړه څوک نه دې ګمارلي چې د دې اوږې پرې سپکې شي او يا پر خپلو خلکو دغه اعتبار نه لري چې آن د يوه کوچني لاسليک لپاره هم هر څوک ده ته لاس په نامه ولاړ وي.

مشري د خپلو چارو تر سر ته رسولو سره د راتلونکو مشرانو روزنه، مبهمو چارو روښانول، ابتکاراتو هڅول او ځان لپاره د ډير وخت درلودل دي. ښه مشر نورو ته د هغې له سويې سره سم کار سپاري او د فکر لپاره وخت لري.

ورته ليکنی: د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د برياليتوب دوام، سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “مشري او د کار ويش”

  1. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د معلوماتو واکداري،  د کار سړی،  مشري او د کار ويش، پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته […]

    Like

Leave a reply to سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading