لومړۍ برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)
دوهمه برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)
درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳)
څلورمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)
پنځمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)
شپږمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۶)
اوومه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)
آنلاين تجارت
نن سبا آنلاین تجارت يو تر ټولو ګړندې مخ پر ودې ساحه ده، تاسې د خپل موبايل يا کمپيوټري وسيلې په مرسته آنلاین مواد اخلئ، او د کريډيټ کارډ يا نورو وسيلو له لارې آنلاين تاديات کوئ.
د رواجي او آنلاين تجارت يو تر ټولو کلیدي فرق دادی چې په آنلاين تجارت کې نه پوهيږئ هغه بل لوری ته څوک دی، او آیا تاسې خو نه تيرباسي. د آنلاین تير ويستنې يو ټولو عام ډول فشنګ (Phishing) دی، چيرې چې د بل مشهور او بااعتباره لوري لکه بانک، دولت او ورته نورو ادارو بريښنالیک يا اړيکو مصنوعي آدرسونو په مرسته له خلکو مالي معلومات لکه له تاسې ستاسې د بانک معلومات، پسورډونو، تولد کال او نور پوښتل کيږي.
همداسې ځينو هېوادونو کې ځيني توکي هر چا ته نه پلورل کيږي یا له يوه ځانګړي عمر ټيټ خلکو ته بايد ونه پلورل شي، لکه نشه ييز مواد، قمار خانو ته لاسرسی او نور، خو په آنلاين نړۍ کې دا ستونزمنه ده چې د مقابل لورې عمر په صحیح توګه درک شي، يا ځينې ښايي د خپل عمر يا ځای په اړه درواغ ووايي.
لاندينئ ځينې مشورې کولای شي له تاسې سره له آنلاين درغليو څخه په ځان ساتنه کې مرسته وکړي:
– مخکې لدې چې آنلاین يو څه واخلئ، ځان باوري کړئ ويبپاڼه او خدمت اصل دی، هر څومره معلومات چې امکان لري راغونډ کړئ، همداسې وګورئ چې څرنګه به ستاسې مالي معلومات خوندي ساتل کيږي او له نورو لخوا به د هغې له غلا څخه مخنيوی کیږي.
– که چيرته بې پوښتنې او غوښتنې ايميلونه درته راځي، نو ډير امکان دې لري چې جعلي وي. ورسره دا هم وګورئ چې بريښناليک له کوم آدرسه راغلی دی. نن سبا د ويبپاڼو او خپلو بريښناليک جوړول آسانه او ارزانه دي، نو ټولې اعتباري ادارې خپلې ویبپاڼې او بريښناليکونه لري، وګورئ چې له هماغې ادارې تاسې ته بريښناليک راغلی دی.
– که چيرته يو څه درته له واقعيت او ضرورته ډير ښه او خواږه ښکاري، نو امکان لري چې جعلي دي، لکه اکثره خلکو ته بريښناليک راځي چې له يوه افريقايی يا اروپايي هېواد نن سبا د يوکراين بازار ګرم دی، څخه تاسې ته پيسې راليږل کيږي، يا د بانکي حساب څښتن په حق رسيدلی او پيسې يې په بانک کې پاتې دي، او د بانک مسؤل غواړي ستاسې له لارې دا پیسې راوباسي، او داسې نور تقلبي او جعلي بريښناليکونه. تل له خپلو مالي او شخصي معلوماتو سره ډير احتیاط وکړئ.
نتیجه
که چيرې پر دې بنسټيزه اصولو عمل وکړئ، تاسې له ډيرو سرخوږيو او جنجالونو ځان ساتلی وي. که چيرې له نامناسب حالت يا تجربې سره مخ شئ، هڅه وکړئ باوري مشر ته يې وواياست. ياده مو وي چې تاسې د آنلاین او آفلاين خوندتيا حق او مسؤلیت لرئ، خپل حقوق او مسؤلیتونه وپيژنئ او ترې ننګه وکړئ.
لنډيز
موږ د لیکنی په دې لړۍ کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره د ټکنالوژئ استعمال وڅيړه، پر لاسرسئ يې وغږيدو چې د نن ځوان يا پيغله له پخوا څخه ډير انټرنېټ او ډيجيټل وسيلې ته لاسرسی لري، او د خپلو ورځنيو چارو او ښوونځي لپاره معلومات له انټرنېټ حاصلوي.
دا پيغلې او ځوانان انټرنېټ د معلوماتونو، ټولنيزو شبکو او لوبو لپاره کاروي، نو ځکه ضرور ده چې بايد پر آنلاين خوندتيا پوه شي، د انټرنېټ پر خوندتيا وغږيدو چې څرنګه له ۵ څخه ۷ کلن ماشومان، له ۸ څخه تر ۱۲ کلن زلموټي (نجونی/هلکان) او له ۱۳ څخه د لوړ عمر زلميان (نجونی/هلکان) کولای شي ځان آنلاين خوندي وساتي، همداسې وغږيدو چې د انټرنېټ ښه کارولو لپاره مهمه ده خپل حدود وپيژنئ، د انټرنېټ له ملګرو سره د مخامخ لیدو پر مهال څه وکړئ، د ملګرتوبونو قبلولو پر مهال څه ته مو پام وي او څرنګه له نورو سره خپلې انديښنی شريکې کړئ.
په پای کې د نېټ پر آدابو، آنلاين لوبيدو، تهدیدولو/ډارولو، آنلاين حضور، پر سپکاوي، زيانمنو يا غير قانوني محتوياتو، جنسي استعمال لپاره پر وده ورکولو، جنسي مکالمی او پر آنلاين ځورولو وغږيدو. همداسې مو کاپي رايټ حقوقو ته پر درناوي او آنلاين تجارت هم بحث وکړ.
دا لیکنی د ماشومانو چې په هغې کې نجونی او هلکان دواړه شامل دي، او همداسې د دې ماشومانو وليانو/والدينو/ مشرانو لپاره طراحي او وليکلی، هيله ده چې پر لوستلو يې تاسې له ټکنالوژئ او انټرنېټ بهتره ګټه واخيستلای شئ، سره لدې چې انټرنېټ استعمال خپلې ننګونی لري او ځينو ته ښايي دا آسانه ښکاره شي چې خپل اولاد يې له استعمال څخه منع کړي، خو که غواړئ چې يو اهل او باخبره اولاد ولرئ بهتره ده، پرې يې ږدئ ټکنالوژي زده کړي، له انټرنېټ بهتره ګټه واخلي، يوازې دا باور ورکړئ چې که هر څه وي د مشر يا مور/ پلار په حيث تاسې يې تل ملاتړ لپاره تيار ياست، او د يو څه بد استعمال يا يوه بده تجربه هغه وسيله نه بدوي، او همداسې د نن ژوند له انټرنېټ پرته ډير ستونزمن دی، ښايي د انټرنېټ له ښه استعمال څخه د هغوی پر منع کولو تاسې له هغوی څخه د زده کړې او راتلونکي کې د يوې وسيلې ښه استعمال فرصت اخيستی وي.
ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر






Leave a reply to آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۱) – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه