د روژې مبارکه مياشت ده، چې له اجرونو او ثوابونه ډکه ده خو ورسره په فزيکي او ذهني توګه د روژه نيوونکو ازميښت هم دی، او د دې مياشتې اصل هم همدا دی چې مسلمانان وکولای شي په کال کې يوه مياشت له بدني ستړياوو تير شي، خپلې چارې هم سمې پر مخ يوسي او ورسره وکولای شي د نورو مياشتو په پرتله عبادات هم ډېر کړي، خو د همدې عباداتو پر بهانه له مسؤلیتونو سترګې پټول، کارونو ځنډني کول، کاري اجراتو څرنګوالي اغيزمنول، ضعيفه اخلاقو ښودل او او په عموم کې د زحمت کارونو په منفي توګه اغېزمنول هم ډير لیدل کيږي، له اکثره به واورې چې روژه يم، نو ډير مې مه په عذابوه.
يوه مياشت اوږده موده ده، په کور ناسته هم نه کيږي، دفترونه هم نه تړل کيږي، دلته بحث دا دی چې موږ څومره کولای شي، د خپلو عباداتو او عقايدو پر اساس کاري ساعتونه او کاري اجراتو څرنګوالی اغېزمن کړو. د نن کاري چاپيريال نړيوال دی او په کوچني کاري ګروپ کې د بيلابيلو عقايدو، فکرونو، مليتونو، جنسيتونو او عباداتو خلک راغونډ وي هلته د هر يو پر عقيده سم راتلل دفتر چلوونکو ته ډېر ستونزمن وي، سره لدې چې د يوه نړيوال اصل په توګه عموماً سيمه ييز قوانين او دودونه لومړيتوب اخلي او پر چارو عملي وي خو په داسې حالاتو کې بيا هم د نړيوالو يا د بيلې عقيدې کارکوونکو حقوق له نظره نشي غورځول کيدای.
که د کاري ساعتونو نړيوال اړخ ته وګورو، چې په اونيو کې رخصتۍ له پنجشنبې نيولې تر يکشنبې وي، لدې سره به بيا هر هېواد خپلې ملي او تاريخي ورځې لري، ورسره عقيدوي او ملي رسومات هم وي، نو لدې هر څه سره د کاروبارونو عيارول خپله يوه پيچلې موضوع ده.
د روژې په مياشت کې په شعوري يا غېر شعوري توګه دا فکر عام وي چې د کار سطحه راټيټيږي، او له روژتي خلک د ډير کار تمه نه لري، دفترونو بايد کاري ساعتونه راکم کړي او که جنجالي کار يا پروژه لرئ نو له روژې وروسته ته يې تياره کړئ، دلته پوښتنه داده چې هر کله د ازميښت خبره راشي، يعنې که دا ومنو چې روژه د ازميښتونو مياشت ده نو ازميښت خو په شته حالاتو کې کيږي، نه دا چې د هغې لپاره کارونه عيار شي او د ازميښت سختوالی له منځه وويستل شي.
پر عباداتو بحث هم د اداری لپاره او هم د شخص لپاره يو څه جنجالي دی، ځکه ډېر ژر شخصي کيږي او له مذهبه شخصي درک ته ځي، او اکثره وخت په نړيواله توګه داسې هم فکر کيږي چې عبادات او عقيده ډېره شخصي موضوع ده او اداره نه بايد د کارکوونکي پر شخصياتو غرض ولري، د عباداتو په اړه که هر څه فکر وي په دفتري چاپيريال کې مهمه داده چې د عباداتو يا عقايدو ځينې اعمال څرنګه د شخص پر کاري صلاحيت اغېزه کوي او ورسره څرنګه کارکوونکی د شخصي غرض لپاره د عقيدې له نامه ګټه اخلي.
زموږ د کار قانون په پريکنده توګه د شخصي ادارو په ګټه نه دی، او تر ډېره د کارکوونکي لپاره له ضرورته زيات امتيازاتو ډک دی (د ولې بحث به يې بل وخت وکړو)، د دې قانون له مخې اداره حق لري چې د روژې لپاره ځانګړي ساعتونه وټاکي خو هغه پدې شرط چې د کال په اوږدو کې به لاسه ورکړل شوي ساعتونه بيرته راسپموي يا بل وخت به حاضري داسې عياروي چې خپل له لاسه ورکړل شوی وخت راستون کړي، خو اکثره وخت داسې نه کيږي ورسره داسې ډېر چارې وي چې نشي کيدلای وروسته واچول شي.
داسې ډېرې بيلګې شته چې علماوو او نيکو خلکو د يوه کاروباري راکړې ورکړې پر مهال د عباداتو وخت له معاملې ويسته او هغه يې شخصي وخت حسابوه، د همدې اصل پر استناد داسې انګيرل کيدای شي چې عبادات شخصي اعمال دي او د ځان د ثواب او عذاب لپاره اجرا کيږي، د عباداتو په ځانګړي ډول د روژې پر نامه د اداری يا کارکوونکو کاري اجراتو ضعيفه کول مناسب نه دي، که تاسې مراجعين لرئ نو هغوی هم روژه دي د ادارې ضعيفه کار پر مشتري تکليف ډيروي، همداسې روژه ټول نيسي يو شخص بايد په هر څه دليل چې وي دا حق نه لري چې د خپلې هوساينې لپاره د بل ژوند سخت کړي.
له عباداتو پرته نه کيږي او د ژوند لپاره کار هم ضرور دی، د دې دواړو توازن په شخصي او هم په اداري توګه بايد وساتل شي، ورسره اکثره وخت دا اصل له منځه ورکيږي چې حلال تجارت يا حلال رزق ګټل هم يو تر ټولو ستر عبادت دی او دا ټول بحث بيا دې ته راځي چې يو انسان څرنګه وکولای شي د دې عباداتو تر منځ توازن وساتي او د نورو ژوند له کړاوه ډک نه کړي.
الله ﷻ انسان اشرف المخلوقات او غښتلې پيدا کړی دی، او له توانه ډېر څه پرې نه فرضوي، خو دا انسان دی چې خپل توان دومره راټيټ کړي چې په هره بهانه ځان له تکليفه خلاصوي، عبادات بهترين توازن پر بنسټ پر مخ مخ ځي، او پر دې اصل کار کوي چې څومره دې له وسه وي همدومره وکړه، د عباداتو پر نامه له کاره سترګې پټول، د بل ملامتول، بې اخلاقي ښودل، ښکنځل او نورې منفي کړنې د بنده خپل شخصي ضعف دی او له عباداتو سره هيڅ ربط نه لري.
د روژې په شمول، ټول عبادات د انسان د تکامل او ودې سبب ګرځي، او هره وده له ځان سره ازميښتونه لري، د دغو ازميښتونو سختې تنګې بايد پر بل ونه تپل شي.
ورته ليکنې: ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب، هر څوک دی خپل کار لره پیدا ، د مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل







Leave a reply to ډله ييز فکر – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه