د ناکامۍ ارزښت 

هر برياليتوب په خپل ذات کې له ډيرو ناکاميو تير وي، هغوی چې داسې يو ځای ته رسيدلې وي چې نور يې هم غواړي، دا معنا لري چې نورو هم هلته د رسیدو هڅه کړې ده، خو ښايي د مزل د سختوالي يا ناکاميو له کبله يې دغه مزل پريښی دی، خو دغه شخص استقامت کړی، ناکامۍ يې منلي او ځان يې رسولی دی.

ناکامي له حرکته پيدا کيږي، هغوی چې هیڅ نه کړي نو ولې بايد ناکام شي. د بشر عادي حالت بيکاره کيناستل دي، يو څه ته چې لاس اچوئ، دا حرکت دی، دغه حرکت به په لومړي کې ستونزمن او له ناکاميو سره مل وي، خو هر څومره چې کار کړئ همدومره مو د بریاليتوب امکان ډيريږي.

A handicapped sportsman with artificial leg with hooded sweatshirt sitting at the quay and warming up hands.

له ماشومانو يې زده کړئ، ټول له ماشومتوبه تير شوي دي، دغه پياده تګ، غږيدل، خوراک، ټولنيزې اړيکې او داسې نور ډير څه چې اوس درته عادي ښکاري، هم مو له ډيرو زحمتونو، ناکاميو او مشرانو ما/ مه کړه/ او نورو دګلو او رټلو وروسته زده کړي دي.

په اروپا کې د ناکاميو يو ګرځنده ميوزيم دی، چې هر کال په کې داسې ۲۰۰ نوي محصولات او خدمتونه ورډيريږي چې ناکامه شوې وي. د دې موزيم د چلوونکو د وينا له مخې ابتکار او نوې هڅه ناکاميو ته اړتيا لري. هر پرمختګ د پخوا پر زده کړو او ناکاميو بنا وي. دغه موزيم غواړي چې خلک پرمفهومه او باارزښته ناکاميو او خطرونو قبلولو ته وهڅوي. اکثره ابتکارات ناکاميږي، خو راتلونکی ابتکار بهتره کوي او د بریاليتوب امکان يې لوړوي.

فريډريک نيچی به ويل چې فکر وکړئ تاسې له داسې يوه حالت سره مخ ياست چې دا اوسنی ژوند به څلور پنځه ځل تکراروئ، يعنې که دا اختيار ولرئ چې همداسې بيا ژوند وکړئ، آیا څه پکې بدلوئ او که نه همداسې له هیڅ بدلون پرته بيا ژوند کوئ.

هره نوې چاره پيل کې زده کړه غواړي، هره زده کړه له ځان سره ناکامي او ناراحتي لري. د راتلونکې ودې لپاره دغه ناراحتۍ او ناکامۍ ته غاړه ږدئ. او د مهارت يا زده کړې يو ضد عمل دا هم دی چې هر څومره يو څوک تاسې ته يو کار آسانه ښيي، همدومره هغه دغې اسانتيا ته رسيدو لپاره له ناکاميو او ستونزو تير شوی دی.

يعنې، که ماهره مستري وينئ، او څرنګه چې موټر ورولئ او هغه يې درته سمدلاسه جوړ کړي، نو پوه شئ چې پخوا له همداسې ستونزو سره مخ شوی دی، ناکامه شوې دی، تاواني شوې دی، او د هغې تاوانونو او ناکاميو څخه يې زده کړې ده، اوس چې څرنګه ستونزه وويني، سم دلاسه پوهيږي چې له کوم ځايه يې حل کړي.

Kid hurts his leg after falling off his bicycle. Child is learning to ride a bike. Boy in the street ground with a knee injury screaming after falling off to his bicycle.

ښه نو چې ناکامي دومره ښه ده، ولې يې خلک بده ګڼي.

لومړي، ځان ته د لويي او تکبر احساس دی. ماشومان کبر نه لري، د ځانځانۍ احساس نه لري، هر څومره چې ورته ما/ مه که وواياست بیا هم خپل کار کړي، دغه د نورو نه منلو احساس يې د زده کړې او ودې سبب ګرځي. هر څومره چې دغه ماشوم ستريږي، همدومره نور ماشومان ويني، د سيالۍ احساس پيدا کوي، او نه غواړي چې داسې څه وکړي چې د خلکو په وړاندې کم شي.

دوهم، له عمل څخه ډډه ده. بشر راحت طلبه دی، او زده کړه له راحته بهر کيږي. هر کله چې موږ په ژوند کې داسې يوه حالت ته ورسيږو، چيرې چې مو بنسټيزه اړتياوې پوره شي، نو نور بيا ځان نه په تکليفوو او د راحت دوران ته راستنيږو. له ژونده ګيلې ډيرې آسانې دي، خو د هغو ګيلو حل لپاره ځان پوهول، عمل ته لاس اچول، ناکاميو منل او نوي حالت ته ځان رسول، هڅه غواړي، چې ښايي ډير خلک ورته زړه ښه نه کړي.

درېيم، د خلکو ويناوو ته ارزښت ورکول. هغوی چې د نورو په کار کې کار لري، هم نورو ته واک ورکوي چې د ده په کار کې کار ولري. که نورو پسې غږيږي او غواړي چې هغوی ورته غوږ ونيسي، نو بيا د نورو خبرو ته هم له اړتيا ډير ارزښت ورکوي او هڅه کړي د هغوی له خبرو ځان وساتي. اساسي ستونزه د خلکو خبرې نه دي، ستونزه د هغوی خبرو ته ارزښت ورکول دي. دا چې د خلکو خبرې ښې دي، يا بدې، هغه دې شخص پخپله وتلي.

څلورم، د خپل اوسني عمل پر بيه نه پوهيدل دي. يو څوک که نن هیڅ نه کړي، خپلو اهدافو په لور مزل نه کړي. وخت تيريږي. دا به د خپل دې نه کړنې بيه وروسته پرې کوي. هغه وخت چې د ده سیالان مخ په وړاندې روان وي، نو هلته به دا د هغوی پرمختګ ګوري، خو دا به نه ويني چې د دوی نن منډې لپاره دغه خلکو پرون زحمت کاږلی وو. نو که آن نن هم کار په لاس شئ، نتيجه به يې وروسته وينئ. ستاسې هر عمل بيه لري، کله او څرنګه يې پرې کوئ، هغه تاسې پورې ده.

پنځم، ناکامي پخپله شخص ته مهمه وي. سره لدې چې موږ د ټولنې او خلکو خبرو په اړه غږيږو، خو هیڅوک دومره وزګار نه دی چې ټول عمر بل پسې وي، هر څوک پخپله د خپل ژوند مسؤل دی. ناکامي تاسې ته ارزښت لري، تاسې ته مهمه ده. که په لاره روان ياست او پښه مو وښویيده، وغورځيدئ، نو خلک ښايي هماغه وخت درپورې وخاندي، خو دوه دقيقې وروسته يې بيا هير وي، هغه تاسې ياست چې تل يې په اړه فکر کوئ. تاسې څرنګه خپله ناکامي تعبيروئ، هغه تر ټولو مهمه ده، خلک ستاسې د سلوک پر ليدو هغې ناکامۍ ته ارزښت ورکوي.

ناکامي د برياليتوب ضد نه ده، بلکې د دغې پروسې يوه نه بيليدونکې برخه ده، که غواړئ يو ځای ته ورسیږئ، لدغه مزله به تيريږئ. څرنګه يې منئ، زغمئ او ترې تيريږئ، دا به ستاسې د مزل او منزل برياليتوب ټاکي.

ورته ليکنی: فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

5 responses to “د ناکامۍ ارزښت ”

  1. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی:د ناکامۍ ارزښت، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د […]

    Like

  2. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د ناکامۍ ارزښت، تعليم او د عايد تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه […]

    Like

  3. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د فکر تپل، د بې وسئ زده کړه، د ناکامۍ ارزښت، تعليم او د عايد تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه […]

    Like

  4. راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز […]

    Like

  5.  د هڅونې او نظم تر منځ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، اهداف او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز […]

    Like

Leave a reply to هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading