هوښيارتيا

هوښيارتيا چاپيريالي اړخ لري، يعنې هر څوک هر چيرې هوښيار نه دی، خو که د هوښيارتيا ځينې بنسټيزه مهارتونه ولري نو کولای شي هر چيرې هوښيار عمل وکړي. يا لږ تر لږه د نيمګړي عمل له پايلو ځان خوندي کړي.

زموږ له هوښيارۍ څخه هدف ښه عمل او د دغه عمل له ناوړه عواقبو ځان ساتل دي. ښه عمل کې هر څه راځي له پريکړو نيولو تر سلوکونو ټول رانغاړي. او د عمل له ناوړه عواقبو د ځان ساتل ځکه مهم دي چې يو څوک به پر احساساتو نن عمل وکړي، او دغه پريکړه به ورته ښه ښکاره شي، خو بيا به وروسته د دغه احساساتي عمل بيه پرې کوي.

د هوښيار بنده پښيمانئ کمې وي.

هوښيارتيا بيا ځينې بنسټيزه مهارتونه لري، چې په هغې کې سواد، پر خپلو احساساتو واکمنیدل، د خپلو او نورو له تجاربو زده کړه، د عمل ثبات او اوږد فکر شامل دی.

سواد د هوښيارۍ په معنا نه دی او هوښياري د پوهې په معنا نه ده، دواړه نږدې خو بيلې اصطلاحې دي، باسواده سړی تل هوښيار نه وي چې موږ يې بيلګې هر چيرې وينو، داسې ډير دوکتوران، مفتيان، عالمان، ماستران به وينئ چې له لوړ سواد سره بيا هم د هوښيارئ کچه يې تر پوښتنې لاندې وي، او همداسې بيسوادي د ساده والي په معنا نه ده، زموږ کورونه له داسې ډيرو مشرانو ډک دي چې قلم نه لري خو د عقل شمله ور دي.

کوم يو يې ښه دی، هوښيارتيا که سواد، دواړه يې ډيرو کمو خلکو ته رسيږي او هغوی ته چې دواړه ورسيږي ځان ته يې لوړ نوم ګټلې او شاته پريښی دی، اکثره وختونه هڅه کيږي چې اولاد باسواده شي خو دا باسوادي د ژوندانه ډيرو داسې مهارتونو په بيه تماميږي چې ارزښت يې تل روښانه وي.

د ژوند هوښيارتيا له ټولنې او “ژونده” راځي او ژوند په محدوده او کنټرول چاپيريال کې نه کيږي، د ژوند زده کړې لپاره بايد شخص د خپلې هوساينې له چوکاټه ووځي او له نورو يې زده کړي. موږ بايد له هغوی سره په اړيکه کې واوسو چې له موږ څخه په هر څه کې بيل دي، له مسلکه نيولې تر اقتصادي حالته، او آن له مذهبه نيولې تر ملي نظرونو پورې، او لدې سره بايد خپله د خپلو چارو سرته رسولو مهارتونه هم ولرو.

داسې ويل کيږي چې منظم تعليمي نظام سره لدې چې ماشومانو ته کتابي سواد او تعليم ورکوي خو له هغوی څخه د خپلو ابتکاراتو او فکرونو د استعمال توان اخلي، لوست مهم دی انسان ته ډير نور توانونه او وړتياوې ورکوي چې نن په ژوند کې ترې سترګې نه پټيږي، خو ورسره له طبعي توانونو ګټه اخيستنه هم ورته اهميت لري.

assorted book lot

د هوښيارۍ دوهم بحث پر ځان حاکمیدل او احساسات په واک کې لرل دي. احساس ښه وي، هیڅوک بې احساسه نه دي، خو د هغې ښودل شخص تر شخصه فرق کړي. د تاريخ هر نامتو شخص چې مطالعه کړئ هغه پر ځان حاکم وو، که زنداني شوې وي يا پر چوکۍ ناست وي، تل يې ځان ته پام وو، چې څرنګه په زندان کې ځان له ناهيلۍ او په واک کې ځان له کبره وساتي.

احساسات به تاسې سره په لنډه کې مرسته وکړي، خو په اوږده کې عموماً تاواني وي، او د شخص د عمل ثبات زيانمنوي، هغوی چې د بهر پر تحرکاتو او عواملو پر خپل ځان واک له لاسه ورکوي، هغه هر کله تحريکيدای او ناوړه عمل ته راښکل کیدای شي.

درېيم اړخ، يې له نورو زده کړه ده، هیڅ بنده په خپل ذات کې پوره نه دی، موږ ټول يې بايد له نورو او له خپلو تجاربو زده کړو. بنده له وخت او تجاربو سره هوښياريږي، هر هغه څه چې پخوا ستاسې په طبع برابر نه وو، هغه يوه زده کړه ده. متل کا کم عقل يې پر ځان تجربه کوي، هوښيار يې له نورو زده کوي.

څلورم اړخ، يې بيا د عمل ثبات او اوږدمهاله فکر دی، زموږ هر عمل پايلې لري. هوښیار بنده پوهيږي چې د خپل له نن عمل څخه څرنګه اوږدمهاله نتيجه تر لاسه کړم. هغوی چې د عمل ثبات ولري، له هغوی سره کار کول هم آسانه وي، ټول پوهيږي چې دا شخص به څه وخت څه غبرګون ښيي.

يا څرنګه ورته سخته يا نرمه خبره ور ورسول شي، ورسره د مقابل لوري د درک احساس هم لري. احساسات عقل ژوبلوي، يعنې د احساساتو پر مهال د بنده عقل کار نه کړي، عمل يې بې ثباته وي، او څوک نه پوهيږي چې څه غبرګون به وښيي.

هر چاپيریال د هوښيارتيا بیلابیلې غوښتنې لري، که د واک پر چوکۍ ناست ياست نو هلته بايد پوه شئ چې د قانون په رڼا کې مو واک څه دی، څرنګه بايد له بیلابیلو خلکو سره عمل وکړئ او ستاسې د ادارې اوږدمهاله اهداف څه دي، او څرنګه ستاسې کار دغه اهدافو ته لار لنډوي.

د هوښيارتیا له شخصي اړخ سره کاروباري، مسلکي، کورنۍ او ټولنيز اړخ هم شامل دی، دا يوه دوامداره پروسه ده. د هوښيار بنده ارزښت به ډير وي، خو بيا ډير کم خلک د هوښيارۍ دغه ارزښت ته رسيږي.

ورته ليکنی:د ناکامۍ ارزښت، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

2 responses to “هوښيارتيا”

  1. د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی:هوښيارتيا، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي […]

    Like

  2. وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، د رښتياوو زغملو کچه، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، ساعت تيره پوهه   ، د بې وسئ زده کړه  ، تعليم او د عايد تمې، هوښيارتيا […]

    Like

Leave a reply to وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading